ددغو جملو پرځای، له دې کار واخلئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا پوهېږئ، له هرې جملې څخه، چې په خپل ورځني ژوند کې ګټه اخلئ، تر کومه بریده ستاسو په روحیه او چلند باندې اغېزه لري؟ آیا تر اوسه مو خپلې خولې ته پام کړی دی؟ نه یوازې د خبرو ژبې ته، بلکې هغو دنننیو تفکراتو او خبرو ته مو هم پا کړی دی، چې له ځان سره یې لرئ؟
ژبه د نورو په وړاندې د خپلو اروایي حالتونو د کنټرول لپاره، یوه مهمه او اغېز ښندونکې وسیله ده. دا زموږ فکرونه او خبرې دي، چې ورځ مو جوړوي او البته موږ ټول دې ته لېواله یوو، چې ورځ مو خوشاله او له انرژۍ څخه ډکه تېره شي.
د ژبې د کنټرول لپاره، تر لومړی پړاو، معلومات دي؛ ډېری خلک په دې باندې نه پوهېږي، چې له نورو سره څه ډول خبرې وکړي، دې ته ښه پام وکړئ، چې آیا مثبتې یا منفي خبرې کوئ، آیا واقعاً په خپلو خبرو او هغو جملو باندې، کومې چې له خپلې خولې څخه یې بهر کوئ پرې پوهېږئ او واک پرې لرئ؟
د ژبې پېژندنې د اصولو پېژندنه وخت ته اړتیا لري. ډېری خلک له پوهې او معلوماتو پرته له هغو جملو څخه ګټه اخلي، چې منفي پایلې لري او کله چې تاسو منفي فکر وکړئ، نو څه پېښېږي؟ معلومه ده، چې منفي افکار د منفي چلندونو سبب ګرځي، په پای کې هم په ژوند کې د ستونزو، خپګان او اندېښنې د رامنځته کېدو لامل ګرځي. په نطفه کې د دې منفي افکارو په له منځه وړلو سره کولای شو، له خپل ژوند څخه ډېر دردونه او اندېښنې لرې کړو.
هغه جملې، چې باید له ویلو څخه یې ډډه وکړئ:
۱ ـــ نه شم کولای …
( نه شم کولای ) یوه کمزورې کوونکې جمله ده، چې ستاسو او د موخو ترمنځ مو ډېر زیات واټن را منځته کوي، د دې کلمې اغېز تر دې بریده دی، چې تاسو د خپلو موخو له پیل څخه وړاندې، ماتې خورئ. هوښیار او بریالي کسان په دې باور دي، چې د ( نه شم کولای ) په نوم کومه جمله شتون نه لري. باید تل د ښو څیزونو په اړه فکر وکړئ او خپلو موخو ته د رسېدو له پاره، د یوې لارې چارې په لټه کې واوسئ. ځان ته د ازمویلو فرصت ورکړئ، د دې کار لپاره باید یاده جمله په بشپړه توګه او د تل لپاره له خپلې خولې څخه وغورځوئ.
۲ ـــ هڅه کوم
آیا تر اوسه مو د راپورته کېدو لپاره ( هڅه ) کړې ده؟ همدا اوس یې وازمایئ، آیا کېږي؟ په بشپړه توګه نه! کله چې وایو ( خپله هڅه به وکړم )، په اصل کې په دې باندې اعتراف کوو، چې د دې کار ترسره کولو لپاره چمتو نه یو. د ستورو جنګ په فلم کې د یوډا په قول: یو کار ترسره کړئ او یا یې ترسره نه کړئ، هڅه کوم هېڅ مانا نه لري.
۳ ـــ کاشکې اړ نه وای
دا جمله یو ډول شکایت دی. په عمومي توګه د خلکو نه خوښېږي، چې د افرادو افسوس او شکایت ته غوږ ونیسي، افسوس او شکایت ستاسو حالت نه شي ښه کولای. که چېرې کوم څه مو نه خوښېږي، نو شرایطو او حالاتو ته بدلون ورکړئ، هڅه وکړئ، چې تل خپل ژوند په مسکا سره پرمخ بوځئ.
۴ ـــ زه باید…
د ( باید ) کلمه په ذاتي توګه منفي پایلې لري. ( باید ) د له لاسه ورکولو په مانا ده: د موقعیت له لاسه ورکول، تل د مثبتو لاسته راوړنو سبب نه ګرځي. دا کلمه یو ډول نیوکه او رټنه ده او غوره ده، چې له خپلو ورځنیو خبرو څخه یې لرې کړئ، پرځای د دې، چې تل ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې کوم کارونه ( باید ) ترسره کړئ، په هغوی مسایلو باندې تمرکز وکړئ، چې اوضاع ښه کوي.
۵ ـــ منفي حال پوښتنه لکه ( بد/ه نه یم ) یا ( له دې څخه بد کېدای نه شم):
دا جملې ډېرې زیاتې اورو، ډېری خلک پرته له دې، چې د دې جملو په اغېزو باندې پوه شي، نو د حال پوښتنې په ځواب کې ترې ګټه اخلي. له دې جملو څخه د ګټه اخیستنې په پایله کې منفي احساس پیدا کوي. ولې له مثبتو اصطلاحګانو څخه ګټه نه اخلئ، یا لږ تر لږه رښتیني واوسئ، کله چې ښه نه یاست، اړینه نه ده، ووایئ: ډېر ښه یم، یا له دې څخه ښه کېدای نه شم.
۶ ـــ هېڅکله
د ( هېڅکله ) اصطلاح په چټګه توګه ستاسو په ژوند کې محدودیتونه را منځته کوي. له دې اصطلاح څخه ګټه اخیستنه، په ژوند کې د فرصتونو د له منځه تګ سبب ګرځي؛ دا اصطلاح ذهن محدودوي او نه شي کولای، چې مناسبې تګلارې پیدا کړي. همدا اوس تصمیم ونیسئ، چې هېڅکله له ( هېڅکله ) څخه ګټه وانخلئ.
هغه جملې، چې غوره ده، په ژوند کې ډېره ګټه ترې واخلئ:
۱ ـــ هو
ریچارډ برنسون، چې بریالی کار را منځته کوونکی دی، وایي: د بریا یوه له کیلي ګانو څخه یې د ( هو ) له کلمې په آګاهانه او پرله پسې توګه ګټه اخیستنه وه. بل ځل مو چې وغوښتل نه ووایئ، نو هڅه وکړئ، چې پرځای یې هو ووایئ. دا اصطلاح تاسو د ټاکنو او امکاناتو نوې نړۍ ته داخلوي او په ناڅاپي ډول دې ته متوجه کېږئ، چې ژوند مو د تېر په پرتله ډېر ښه، آرامه او خوشاله شوی دی.
۲ ـــ ښه چانسی او شکر کوونکی یم
دا ثابته شوې، چې شکر کول او منندوی اوسېدل، د ستړیا، اروایي فشار او اندېښنې نښې پیکه کوي. له ویده کېدلو مخکې هڅه وکړئ، چې لږ تر لږه د درې څیزونو نومونه واخلئ، چې ستاسو د شکر کولو او منندوی اوسېدلو سبب شوي دي، په ښه چانسی اوسېدلو باندې باور وکړئ او د هغه لپاره شکر وکړئ، د بېځایه، پوچو او بې ارزښته فکرونو پر ځای، په مثبت فکر سره خوب ځای ته لاړ شئ او آرامه ویده شئ، ترڅو ښه سهار ولرئ.
۳ ـــ زه کولای شم
دا جمله د ( هڅه به وکړم ) تر ټولو غوره ځای ناستې ده. د ( هڅه به وکړم ) جملې پرځای تل له ( زه کولای شم ) جملې څخه ګټه واخلئ او معجزه یې په خپلو سترګو ووینئ. کله چې وایئ ( زه کولای شم ) په حقیقت کې ځانته دا هیله ورکوئ، چې خپلو موخو ته رسېدلی شئ. دا چې واقعاً خپلو موخو ته ورسېږئ یا نه، ارزښت نه لري، مهمه داده، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مو خپلې ټولې هڅې کړې دي.
۴ ـــ څه کېږي که چېرې…
دا عبارت هم د ( هېڅکله ) یا ( ناشوني ) لپاره غوره ځای ناستی دی. د خپل ځان د محدودولو پرځای، له دې عبارت څخه ګټه واخلئ او د خپل پام وړ مسایلو امکان ډېر کړئ. دا جمله تاسو ته د مناسبو تګلارو د پیدا کولو لپاره زوړرتیا در بښي. کله مو چې د ناهیلۍ احساس درلوده، نو له ځان سره پوښتنه وکړئ، څه کېږي که چېرې…؟ وبه ګورئ، چې څنګه مو ذهن ته مناسبه تګلاره راځي.
۵ ـــ مثبته حال پوښتنه لکه ( زه ښه یم )
کله چې کوم څوک ستاسو د حال پوښتنه کوي، نو د منفي جملو پرځای لکه ( بد نیم ) یا ( له دې څخه بد نه شم کېدای ) هغه ته ووایئ ( ډېره زیاته مننه، زه ښه یم ). کله چې ښه ورځ مو نه لرله، هم رښتیني واوسئ او ووایئ: ( ښه ورځ مې نه لرله، خو ډاډه یم، چې سبا ورځ به مې ښه وي ).
۶ ـــ مثبت عبارتونه لکه ( په یاد مې وي… )
زموږ اصطلاحګانې، زموږ په افکارو او کړنو باندې ډېر زیات اغېز لري. د بېلګې په توګه کله چې منفي جمله وایئ، لکه: ( پوره ادا کول مې له یاده ونه وځي )، په حقیقت کې ذهن د جملې په منفي برخه پورې نښلي او تاسو پور ادا کول هېروئ، خو که چېرې په بدل کې یې ووایي: ( په یاد مې وي، چې پور ادا کړم )، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې په یاد کې به مو پاتې شي. په خپل ذهن کې هم له خپل ځان سره په مثبتو جملو سره خبرې وکړئ.
۷ ـــ له دې خرابېدلی هم شي
کله چې له بدو او د نه زغم وړ شرایطو سره مخامخ شوئ، نو هڅه وکړئ، چې د اوضاع لاپسې خرابېدو په اړه په فکر کولو سره، خپل ذهن ګډوډ کړئ. دا تګلاره ستاسو د درد او خپګان د راکمېدو سبب ګرځي. کله چې له هغې اوضاع څخه د لا خرابې اوضاع په اړه فکر کوئ، په کومه کې چې یاست، نو د را منځته شوې اوضاع په اړه مو په اندېښنه او خپګان کې د پام وړ کمښت را منځته کېږي.