لیکنه:ة بهار سمسور
بي سي سي ای اعلان کړه چې هر هغه بهرنی لوبغاړی چې د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبیدلي او یا هم لوبیږي، حق نه ورکوي چې د هند غوره لیګ کې ولوبیږي.
هندي بورډ (سي او) یا اجرایه ریس چهدروي رسنیو ته وویل دا په لوبغاړو پورې اړه لري چې له دو یو انتخاب کړي ای پي اېل که پي اېس اېل؟
دا وضاحت نشته چې ولې خو، هندي دولت د هغه برید وروسته چې په پلوما کې يې د هندي پوځ تر ۴۰ زیات سرتیري ووژل پاکستان ته غوسه دی.
څه موده وړاندې هندي کریکټ بورډ د نړیوال کریکټ شورا ته ویلي و دوی غواړي چې ای سي سي دا قانون رامنځ ته کړي چې بهرنیو لوبغاړي په نړیواله کچه په تجارتي لیګونو کې یو انتخاب وکړي ، داسې چې که کوم لوبغاړی غواړي هند غوره لیګ ولوبوي نو باید بل لیګ کې ونه لوبیږي.
خو د ای سي سي له خاموشۍ ښکاري چې د هندي بورډ دا فرمایش يې نه دی منلی.
دا چې د اې بي دي وېلرز په څير پیاوړي لوبغاړي چې ار سي بي یا د ویرات کوهلي لوبډله پرې ډغرې وهي، له دغې ضربې سره څنګه مقاومت کوي .
دا به راتلونکي مارچ د هند غوره لیګ په پیل کیدو سره ښکاره شي چې ایا په پاکستان سوپر لیګ کې بوخت بهرني لوبغاړي د هند هوا تنفس کوي، او د هندیو بېلابېلو لوبډلو لباسونه اغوستلی شي او کنه؟