څېړنو ثابته کړې چې کمپیوټري او یا هم په ځیرکو موبایلونو کې ځینې لوبې د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي.
د ارواپوهنې متخصصين وایي، هغه ماشومان چې د کمپیوټر او یا هم ځیرک موبایل په وسیله جنګي لوبې کوي، له رواني پلوه يې راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.
په داسې لوبو کې په مجازي ډول وسلې کارول کېږي، خلک وژل کېږي، وینې بهول کېږي او چاودنې کېږي چې دا هر څه د تنکي ماشوم پر روان منفي اغېز کوي او په راتلونکې کې ترې سخت زړی او بې پروا کس جوړېږي.
ښه ده چې ماشومانو ته د هغوی له سویې سره سم د ماشومانو اړوند داسې لوبې انسټال شي، چې هم یې فکري قوه پیاوړې شي او هم ترې مثبت تقلید وکړي.
د ماشوم ذهن سپین کاغذ ته ورته دی، چې څه غواړی پرې ليکلی يې شی.
ماشومان اوس تر ډېره په کلي او کوڅو کې د سیمې مروجې لوبې نه کوي او د دې ټولو ځای کمپیوټري لوبو نیولی دی، چې ډېری یې د ماشومانو لپاره خورا ګواښوونکې دي.
میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو راتلونکې ته جدي پاملرنه وکړي او پرېنږدې چې ماشوم یې سخت زړی، خشن او بدماش لوی شي.