په دې تګلارو مو کارکوونکي خوښ وساتئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا تر اوسه د کارو بار د مدیر یا رهبر په توګه، له دې ډول حالت سره مخامخ شوي یاست، چې ډېر ښه کارمند مو په ناڅاپي توګه استعفا وکړي. یو له ښو او کلیدي پېرېدونکو ( مشتریانو ) څخه مو چې ستاسو په ګټه وټه کې یې اغېزمن رول درلوده، نور له تاسو څخه پېر ( خرید ) ونه کړي. یو نوی شرکت را څرګند شي او تاسو له بازار څخه څنګ ته کړي. د پانګې په جذب کې ناکامې کړنې ترسره کړئ، له روغتیایي ستونزو سره لاس و ګرېوان شئ، د کارونو لوړ لړ لیک ولرئ، چې باید ترسره شي او حتا پوه نه شئ، چې باید له کومه ځایه یې پیل کړئ، ډېره زیاته موده تېره شوې وي او ستاسو په یاد نه وي، چې وروستی ځل مو څه وخت خندلي و.
له دې سناریو ګانو څخه ښایي هره یوه یې ستاسو د اروایي فشار، خپګان او اندېښنې سبب شي. دا اروایي فشار او خپګان له یوې مودې وروسته ستاسو اغېزمنتیا او ګټور اوسېدل را کموي او په کاري چاپېریال کې به مو په دوه برابره اروایي فشار اخته کړي او کله چې تاسو د یوه مدیر په توګه، په اروایي فشار باندې اخته واوسئ، نو ټول کاري ټیم به مو په دې ویروس باندې اخته شي. ښه خبر دا دی، چې په کاري چاپېریال کې د اروایي فشار د اغېز د را کمولو لپاره ډېرې لارې چارې شتون لري، د دې لیکنې په دوام، ځانګړو لارو چارو ته اشاره کوو، چې په وسیله یې کولای شئ هم له ځان سره مرسته وکړئ او هم مو کارمندان لا پسې خوشاله او روغتیایې خوندي کړئ:
۱ ـــ کارمندان مو وهڅوئ
بریالیو شرکتونو دا مسئله په ښه توګه درک کړې ده، چې ارزښت پېژندنه، د کارمندانو د ودې او خوندیتوب لپاره یوه غوره او ځواکمنه تګلاره ده. کله چې د کوم فرد شخصیت لوړ کړئ، نو د ډوپامین او سروټونین کچه ډېرېږي، نو په پایله کې د لا ډېرې خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي، دغه راز د کورتیزول کچه، چې د اروایي فشار لامل دی، را ټیټېږي. کله چې کارمندان دې ته متوجه شي، چې زیار او زحمتونه یې په شرکت کې په رسمیت پېژندل کېږي، نو د هوساینې، آرامتیا او په ځان باندې د باور احساس به وکړي. په ځان باندې باور به یې اروایي فشار له منځه یوسي. کله چې پوهېږئ، چې ارزښت لرئ، نو له کار کولو څخه لا ډېر خوند اخلئ او په ډېرې انرژۍ سره دوام ورکوئ. په حقیقت کې، په کار ځای کې به لا ډېر احساس ولرئ.
۲ ـــ خپلې هیلې په روښانه توګه بیان کړئ
کله چې خپلو کارمندانو ته، خپلې لارې ته د دوام ورکولو لپاره، روښانه تګلوری ور په ګوته کوئ او هغوی په شک، تردید او ګمان کې نه پرېږدئ، نو لا ډېر ګټور ذهنیت به ولري. دا ذهني روڼتیا د سټرس ( اروایي فشار ) کچه را ټیټوي او په کاري فضا کې آرامتیا خپروي. په کاري فضا کې آرامتیا هم د افرادو ترمنځ د ښې او سالمې اړیکې په مانا او هم د فرد په هغه رول باندې د بشپړ پوهېدنې په مانا دی، کوم چې په شرکت کې یې لري.
۳ ـــ د خوشاله کاري فضا د لرلو لپاره لګښت وکړئ
مثبت او خوشاله کاري چاپېریال به په اوږد مهال لا ډېرې بریا ته ورسېږي، ځکه چې مثبت او آرامه احساسات به په هر کارمند کې بنسټیز کړي. دا مسئله د کارمندانو ترمنځ په اړیکه کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي او دغه راز په خلاقیت او وړتیاوو کې به یې د پام وړ ډېرښت رامنځته کړي. د شرکت په چارو کې د کارمندانو فعال ګډون، په ټولیزو پایلو باندې به د پام وړ ښه اغېزه وکړي، کله چې شرکتونه، د کار کولو لپاره ښه او مثبته فضا را منځته کړي، کارمندان هم دې ته ډېره لېوالتیا ښیي، چې د شرکت له اصولو او قوانینو څخه پیروي وکړي او خپله دنده په ډېرې مینې او لېوالتیا سره ترسره کړي، هغوی به لا ډېر خوشاله وي او تاسو به وستایي. هغه تګلارې، چې باید د کاري چاپېریال د ښه والي لپاره یې ولرئ عبارت دي له:
خپلو کارمندانو ته اجازه ورکړئ، په میاشت کې یو ځل خپل ماشومان کار ځای ته راولي. د خپلو کارمندانو اړتیاوې پوره کړئ، څو شېبو استراحت لپاره باید کوټه ولرئ، خپل کارمندان د زده کړو دوام ته وهڅوئ. د اپل په څېر شرکتونو دا کار کړی دی او کارمندان یې له دې موضوع څخه ډېر خوښ او راضي دي.
۴ ـــ لږ تفریح وکړئ
BrightHR موسسې له خوا وروستۍ ترسره شوې څېړنه ښيي، هغه کارمندان، چې په کار ځای کې خوشاله شېبې تېروي، ډېر لږ په ناروغیو اخته کېږي، ډېر هڅاند او اغېزمن دي. ۷۹ سلنه هغه کسان، چې نوې یې خپلې زده کړې پای ته رسولي دي او غواړي، چې د کار بازار ته ننوځي، په دې باور دي، چې په کار ځای کې لږ تفریح کول اړین دي او له دې کسانو څخه ۴۴ سلنه په دې باور دي، چې په کار ځای کې تفریح کول د دوی د لا اغېزمنتیا سبب ګرځي. تفریح کول د وخت وژنې او یا د بودیجې بې ځایه لګښت نه دی. له همکارانو سره خندېدل، د همکارانو د زېږون ورځې لمانځل او له خپلې دندې څخه خوند اخیستل هم په کار ځای کې یوه ډول تفریح ګڼل کېږي.
۵ ـــ هغوی ته استراحت ورکړئ
ولې خپلو کارمندانو ته اجازه نه ورکوئ، چې په اوونۍ یا میاشت کې یوه ورځ په کور کې کار وکړي، یا د دوبي په موسم کې د پنجشنبې ورځ لږ په ځنډ سره کار ځای ته راشي؟
که چېرې شونتیا یې لرئ، خپلو ځینو کارمندانو ته مطالعاتي فرصت ورکړئ، ترڅو په یوه مشخصه موده کې په علمي سفر لاړ شي او د بېلابېلو څیزونو په اړه څېړنې وکړي.