انګلستان راروان اوړي کې د سلو توپونو لوبه پیلوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي، چې د شل اوریزو لوبو په څېر به د ۱۰۰ توپونو لوبه سږ کال د لومړي ځل لپاره د کرکټ په تاریخ کې پیل کړي.
د انګلستان کرکټ بورډ تېر ۲۰۱۸ کال ویلي ول، چې د سل توپونو لوبه به د کرکټ په غړو هېوادونو مني.
دوی د سل توپونو لوبه راتلونکی اوړی په انګلستان کې د خپلو داخلي اته لوبډلو په ګډون ترسره کوي.
د سل توپونو لوبې اُصول
په دې لوبه کې به د هرې پاڼۍ پاور پلی یا د توپ وهنې ځواکمنه برخه ۲۵ توپونه وي، په شل اوریزو لوبو کې پاور پلی ۳۶ توپونه یا ۶ اورونه وي.
یو بالر کولای شي، چې پنځه او یا هم لس توپونه په پرله پسې ډول ترسره کړي، هر بالر کولای شي چې یوه پاڼۍ کې شل توپونه ترسره کړي او په دې ډول به پنځه بالران سل توپونه پوره کړای شي او په دې توګه یوه پاڼۍ پای ته رسېږي.
خو یو توپ اچوونکی د لس بالونو څخه زیات په یوه ځل نه شي کولای، یعنې په ټوله پاڼۍ کې به شل توپونه کوي، دا یې خوښه ده، چې د شلو توپونو د ترسراوي لپاره دوه ځلې راځي او که څلور ځلې، که دوه ځلې راځي بیا به لس، لس توپونه ترسره کوي او که څلور ځلې توپ اچونې ته راځي بیا یواځې پنځه، پنځه توپونه ترسره کولای شي، یعنې اوور به یا پنځه توپونه وي او یا به لس توپونه وي.
د پاور پلی پر مهال به یواځې دوه ډګر ساتونکي بیرون وي.

د توپ اچونې پاڼۍ پر مهال د ډګر ساتنې لوبډله کولای شي د مشورې لپاره دوه نیمې دقیقې وخت تر لاسه کړي، چې د کرکټ په اصطلاح ورته سټراټېجیک ټایم اوټ وايي.
د سلو توپونو لوبې وړاندیز
د سل توپونو لوبې طرحه په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان کرکټ بورډ وړاندې کړه، د دوی دې طرحې ته د انګلستان ۱۸ لوبډلو رایه ورکړه.
دغه لوبډلې له ښارونو څخه د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو سیالیو کې هم لوبېږي.
دې اونۍ کې وروستۍ رایه هم تر لاسه شوه او دغه لوبې یې لا د عمل جامې وراغوستلو ته ور نږدې کړې.
د انګلستان کرکټ بورډ اجرایوي افسر ټام هرېسن ویلي، دا یو ډېر مثبت ګام دی، چې مونږ د سل توپونو لوبې څخه ملاتړ کوو، هغه وایي مونږ له تېرو درې کلونو راهیسې په دې طرحه لګیا وو.
نوموړي زیاتوي دا به د کرکټ لوبو په خوند، جوش او نشر برخه کې یو نوی کار وي.
هرېسن په دې عقیده دی، چې اوس د خلکو بوختیاوې زیاتې شوي او ډېرو اوږدو لوبو ته نه شي کېناستلای یا هم د کرکټ نشروونکي چېنلونه نه شي کولای، چې اوږدې لوبې خپرې کړي؛ نو چې لوبې څومره لنډېږي، جذابېږي، ننداره کوونکي یې زیاتېږي، پېسې پرې کمې لګېږي او چېنلونه یې هم په ښه ډول نشرولای شي.
د انګلستان کرکټ بورډ غواړي چې په اوړي او مني کې د پنځه اونیو لپاره یو ټورنمنټ جوړ کړي.
تېر کال د انګلستان کرکټ بورډ د دې نوو سیالیو لپاره اته لوبغالي اعلان کړل، اوول، لارډز، کارډېف، اولډ ټرافورډ، هیډینګلي، ایګ باسټن، ټرېنټ برایج او اګیز بوول هغه لوبغالي وو، چې د لوبو لپاره ټاکل شوي وو.
ښایي د وخت په تېرېدو سره دا لوبې د شل اوریزو لوبو ځای ناستې شي او همداسې به بیا یو ورځنۍ لوبه هم راکمېږي.