ژباړه: صادق طارق
د فرانسې یوه ډله خبریالان تورن شوي، چې د ښځو د انلاین ځورونې لپاره یې یو ګډ فیسبوکي ګروپ جوړ کړی و.
۱۰ کلنه شکنجه
پر دغې ډلې تور دی، چې له لسو کلونو راهیسې یې یاد شوی فیسبوکي ګروپ جوړ کړی.
د راپور له مخې د ګروپ ډېری غړي نارینه، خبریالان او د عامه اړیکو د برخې متخصصین دي.
یاد شوې ډلې نه یوازې یو شمېر ښځې؛ بلکې هم جنس پالان هم په نښه کول او ځورول.
۳۰ کسیز ګروپ
ویل شوي، چې یاد شوي ګروپ ۳۰ غړي لرل او په ۲۰۰۹ کې جوړ شوی و.
د دغه ګروپ نوم «League of LOL» و.
ډېری هغه ښځې چې دغه ګروپ ځورولي، لیکوالې، خبریالانې او د ښځو د حقونو مدافعانې دي.
د ځورونې بڼه
د ګروپ غړو یادې ښځې ریشخندولې، ورباندې د جنسي تېري ټوکې یې جوړولې او هم یې د بربنډو فلمونو له لوبغاړو سره د دوی عکسونه فوټوشاپ کول.
دوی هم جنس خوښونکي هم په دغه او نورو ورته بڼو ځورول.
خپلې رسنۍ رسوا کړل!
پر دغو خبریالانو خپله رسنۍ شکمنه شوه او بالآخره یې رسوا کړل.
د فرانسې لیبراسیون ورځپاڼه لومړنۍ رسنۍ وه، چې دغه موضوع یې وڅېړله او برسېره کړه.
یادې ورځپاڼې د خپلو هغو خبریالانو نومونه هم رسوا کړل، چې په یاد شوي ګروپ کې غړي وو.
یوه ځانوژنه
یاد شوې ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي، چې د دغې ډلې د فعالیت له کبله ښځینه خبریالانې خورا روحي نارامۍ سره مخ شوې وې.
د دوی له ډلې یوې خبریالې خپله دنده پریښې او بلې ځانوژنه کړې وه.
اعتراف او بښنه غوښتل
د دغه ګروپ یو شمېر غړو له رسوا کیدو وروسته له متضررینو او ټولو خلکو بخښنه غوښتې، خپل ویبلاګونه یې تړلي او دندو ته نور نه ورځي.
د دوی د کار پریښودو ترڅنګ د دوی اړوندو رسنیو هم د دوی د ګوښه کولو ګام اخیستی.
د تفریح توجیه
د ګروپ بنسټګر ونسان گلد ادعا کړې، چې د دوی موخه یوازې یوه ساعت تیري او تفریح وه.
د ده په وینا ګروپ ده جوړ کړ، خو وروسته یې کنټرول د نوموړي له واکه ووت.
نامعلومه پایله
د دغه ګروپ په تړاو په خپور شوي راپور کې نه دي ویل شوي، چې د رسوا شویو کسانو برخلیک څنګه دی؟
د ښځو د حقونو فعالانو د دوی محکمه او سخته سزا غوښتې ده.