دا چې د هندوستان او پاکستان سیاسي اړیکې له وړاندې ښې نه وې، نو یو څو ورځې وړاندې په هندي کشمیر کې په هندي ځواکونو برید کې د هندوستان ۴۴ عسکر ووژل شول، چې دې چارې د هندوستان غوسه د پاکستان خلاف لا زیاته کړه.
د هندوستان سترې محکمې د کرکټ نړیوالې شورا مشر شاشنک منوهار ته یو لیک استولی دی، له ده یې غوښتي چې پاکستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام څخه وباسي، په لیک کې دا لیکل شوي، که پاکستان له نړیوال جام څخه ونه وځي؛ نو هندوستان به نړیوال جام پرېږدي.
د پنجشنبې په ورځ به د هندوستان د سترې محکمې مشر وېنود رای، د پاکستان خلاف ستره غونډه کې غږ پورته کړي.
د هندوستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر هم د لیک د لیږلو ملتیا کړې او د پاکستان خلاف غږ پورته کولو موافقه یې منلې.
د فبروري په ۲۴ مه نېټه به د هندوستان کرکټ بورډ خپلو ټولو غړو ته یوه غونډه ونیسي او له هغوی څخه به د پاکستان خلاف د اقدام د پرېکړې رایې واخلي.
د نړیوال جام مهالوېش کې پاکستان او هندوستان د جون په ۱۶ مه نېټه لوبه لري، دا لوبه به د مانچېسټر ښار کې ترسره شي؛ خو که هندوستان په خپل دریځ ودرېږي دا لوبه به لغوه شي.
پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.