د هندي سینما د تامیل فلمونو ځوانې اداکارې مینه کې تر ناکامېدو وروسته ځان وژنه کړې.
هندي رسنۍ وایي مینه کې تر ناکامېدو وروسته یې ځان زندۍ کړی او جسد یې پولیسو له کوره تر لاسه کړې دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سینما ستورې ځان وژنه کوي تر دې وړاندې هم ځینو فلم ستورو د بېلابېلو لاملونو له امله ځان وژنې کړي دي، حتی ځینو یې په فلمونو کې د کار نه موندلو له امله هم ځان وژنې کړي دي.
ایکسپرس نیوز خبري ویب پاڼې د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې لیکلي، د تامیل فلمونو لوبغاړې یاشیکا په خپله غاړه کې رسۍ اچولې او ځان وژنه یې کړې ده.
د معلوماتو له مخې دغه فلم ستورې تر ځان وژنې وړاندې خپل مور ته په وټس اپ یو پيغام استولی او ورته یې روښانه کړې چې مینه کې تر ناکامېدو وروسته دا وروستی او اخري قدم اخلي.
د رپوټ له مخې یاشیکا د خپل ملګري موهن بابو سره څلور میاشتې وړاندې د مینې اړېکه نیولې وه او درې ورځې وړاندې یې په کومه خبره تر منځ شخړه راغلې وه او موهن بابو لوبغاړې یاشیکا پرېښې وه او ترې تللی وه.
پولیسو د ځوانېمرګې اداکارې د ملګري په خلاف قضیه ثبت کړې او د نوموړي لټه یې هم پیل کړې ده.
د یادولو ده چې فلم ستورې یاشیکا په تاميل فلمونو کې په لنډو صحنو کې راښکاره کېدله، د دې سربېره نوموړې په تامیل ډرامو کې هم یې کار کړی.