ژباړه: عطا محمد میاخېل
دنده ایزه لوړتیا، هغه ستره موخه ده، چې هغې ته د رسېدو لپاره باید هڅې وکړئ. که چېرې هوډ لرئ ( دنده ایزه ترفیع ) ته د راتلونکي یو کال لپاره د خپلو موخو په لېست کې ځای ورکړئ، نو موږ له تاسو سره مرسته کوو، چې هغې ته په رسېدو کې بریالي شئ.
که چېرې واقعاً غواړئ دنده ایز مسلک مو مخ پر وړاندې حرکت وکړي، دا هغه مهارتونه دي، چې باید پرې تمرکز وکړئ:
۱ ـــ همکاري او تعامل
که چېرې غواړئ په خپله دنده کې ترفیع وکړئ، نو باید له خپلو شخصي کارونو څخه ډېر په رسمي کارونو باندې تمرکز وکړئ. دې ته پام وکړئ، چې څوک کولای شي له تاسو سره په کار ځای کې مرسته وکړي، همکاران مو چې هر څومره ډېر ستاسو تر اغېزې لاندې راشي، نو ډېر احتمال شتون لري، چې رییس مو هم ستاسو د کاري اخلاقو په اړه ډېر څیزونه واوري. په همکاري او تعامل کې ستاسو وړتیا، په کار کې ستاسو د توان په کچه، په مستقله او خپلواکه توګه ارزښت لري.
د سازمان دننه د ټیمونو ترمنځ همکاري تل د پام وړ ګرځي. په کاري چاپېریال کې تاسو ته د نورو د لید ډول، په دنده ایزې راتلونکې باندې به مو ډېره زیات اغېزه ولري.
۲ ـــ د مالکیت حس
د کار کوونکو له خوا د مالکیت حس لرل، د مدیر لپاره، له ډېر ارزښت څخه برخمن دی. مدیران هغو کسانو ته ترفیع کوي، چې د خپلو پروژو په اړه د مالکیت حس ولري، په دې مانا هر کار چې اړین وي، د ترسره کولو لپاره یې ترسره کوي، که چېرې اړینه وي ډېر په خپل کار کې پاتې شي، له خلاقیت څخه کار اخلي او د مرستې لپاره، له ټولو شته سرچینو څخه ګټه پورته کوي. د مالکیت حس د ګول وهلو لپاره، د کارکوونکي له لېوالتیا څخه سرچینه اخلي، پرځای د دې چې نورو ته توپ پاس کړي.
۳ ـــ هڅه
کله چې ستاسو له کاري اخلاقو څخه بحث را منځته کېږي، موضوع تل د پروژې موخو ته پړاو په پړاو رسېدل نه دي. ځینې مدیران د خپل کارمند هڅو او کوښښونو ته ګوري. آیا راپورې یې د فردي نظم ښکارندویي کوي او که نه او آیا د تطبیق وړ دی؟ آیا متمرکز او خلاق دی؟ هغه هڅه چې تاسو یې کوئ، د رییس لپاره ډېر زیات ارزښت لري.
د هڅې هغه اندازه، چې رییس یې له تاسو څخه ګوري، له پړاو په پړاو موخو څخه ډېره ورته مهمه ده. رییسان هغو کارمندانو ته لوړتیا ورکوي، چې هره ورځ له ځانه ډېرې زیاتې هڅې وښیي، حتا هغه افراد، چې د نورو په پرتله ډېر کم مهارت لري، د دنده ایزې ترفیع لپاره، له ډېر زیات چانس څخه برخمن دي.
۴ ـــ د ډاډ وړ اوسېدل
که چېرې غواړئ په خپل شرکت کې پرمختګ وکړئ، باید خپل رییس ته دا وښیئ، چې تل کولای شي، په تاسو باندې حساب وکړي.
وقت پېژندنه، د ابتکار عمل لرل، دوستانه چلند او د پرمختګ د ښودلو وړتیا، هغه کلیدي لاملونه دي، چې مدیران یې د خپلو کارکوونکو د ترفیع لپاره په پام کې نیسي.
۵ ـــ له ماتو څخه زده کړه
هېڅوک بې عیبه نه دی. موږ ټول خپل دنده ایز مسلک کې ماتې تجربه کوو، خو له تېروتنو سره ستاسو د چلند ډول کولای شي، په مثبته پایله بدل شي. رییس به مو د وضعیت په بدلولو کې ستاسو وړتیاوو ته پام وکړي.
دا د مدیرانو دنده، چې داسې یوه فضا را منځته کړي، چې کار کوونکي د خپلو نویو کارونو د ترسره کولو لپاره وهڅول شي، ترڅو وګوري، چې څه پایله ورکوي او که چېرې د پام وړ پایله تر لاسه نه شي، نو هغه ماتې کولای شي، د زده کړې لپاره یو غوره سرچینه وي.
۶ ـــ اغېزمنې خبرې اترې
اړینه نه ده، چې هرومرو په پټه د خپلې دنده ایزې ترفیع لپاره هڅې وکړئ، په دې اړه فکر وکړئ، چې د خپلو موخو په اړه، له خپل رییس سره خبرې وکړئ او دیته اشاره وکړئ، چې ولې غواړئ ترفیع وکړئ. دا کار ستاسو او د رییس ترمنځ مو اغېزمنې خبرې اترې را منځته کوي، چې د دې سبب ګرځي دواړه ستاسو د موقعیت په اړه یو شان لیدلوری ولرئ.
دا چې له خپل رییس سره د خپلو اندېښنو، ستونزو او پوښتنو له شریکولو څخه وېره ونه لرئ، کولای شي، ستاسو په دنده ایز پرمختګ کې مهم رول ولري.
۷ ـــ خود مختاري
په کار کولو کې په مستقله او خپلواکه توګه ستاسو وړتیا به له تاسو سره مرسته وکړي، چې رییس مو دې ته متوجه شي، چې تاسو څومره په دندو او پروژو باندې د مالکیت حس لرئ، سمه ده، چې نورو ته د ځینو کارونو سپارل به همدا اغېز ولري.
کله چې په کار کې خپلې دندې په خپله ترسره کوئ، نو د دې ښکارندویي کوي، چې په خپل رول باندې په سمه توګه پوه شوي یاست، د سخت کار او هڅې لپاره چمتووالی لرئ او ټول په دې باندې پوهوئ، چې د دې دندې لپاره، یو مناسب او وړ فرد یاست.
۸ ـــ رښتینولي
هېڅکله باید په کار ځای کې دروغ ونه وایئ، رییس مو ستاسو د رښتینولۍ په ارزښت باندې پوهېږي، حتا که چېرې منفي موضوع هم وي. کله چې کوم کار په تاسو باندې فشار راوړي، نو هڅه وکړئ، چې ترسره یې کړئ، کله چې په کومې موضوع باندې نه پوهېږئ، نو هرومرو یې په اړه پوښتنه وکړئ. رښتیني واوسئ، چې تاسو په ټولو مسایلو باندې نه پوهېږئ.
۹ ـــ سخت کار
په احتمالي توګه له هماغې لومړۍ ورځې، رییس مو دا درته روښانه کړې ده، چې څنګه د هغه په ټیم، یا په هغه شرکت کې چې کار کوئ، بریا ته ورسېږئ، که چېرې ښه مو غوږ نیولی وي، نو په ښه توګه پوهېږئ، چې کوم ګامونه پورته کړئ او رییس مو کوم مهارتونه خوښوي، که چېرې نه پوهېږئ، نو خپلو هغو همکارانو ته پام وکړئ، چې تل د رییس له خوا ستایل کېږي، یا هغو افرادو ته وګورئ، چې نوې یې ترفیع کړې ده. په لږ څه سخت کار او په هغو ځانګړو مهارتونو باندې په تمرکز کولو سره، کوم چې رییس مو غواړي وې لرئ، تاسو به هم ډېر ژر دنده ایزې ترفیع ته لاسرسی پیدا کړئ.
۱۰ ـــ خلاقیت
له محدودې څخه بهر فکر کول، ستاسو او همکارانو ترمنځ مو توپیر را منځته کوي او مرسته کوي، چې د دنده ایزې ترفیع پرمهال، د خپل مدیر په ذهن کې پاتې شئ. مدیران معمولاً هغو کسانو ته لوړتیا ورکوي، چې له شته محدودو څخه بهر فکر کوي او بې شمېره لارې چارې را منځته کوي. دا کسان تل یوه ستونزه مطرح کوي او د دې ستونزې لپاره تل له ځانه سره بالقوه حل لاره هم لري.