یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د بامیان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۷۵ لمریز کال کې کېښودل شوه چې هغه مهال یې د کرنې، طب، ساینس او ادبیاتو پوهنځي درلودل. دغه پوهنتون په لومړي سر کې ۶۰۰ محصلین درلودل چې د ۳۰ استادانو له خوا یې د تدریس چارې مخ ته وړل کېدې. د پوهنتون د جوړېدو په درېیم کال او د شپږم سمستر په وروستیو کې د ځینو ستونزو له کبله د پوهنتون تدریسي چارې وځنډېدې او شته ټول اسناد یې وسوځېدل چې له همدې امله زیات شمېر محصلین له لوړو زده کړو بې برخې شول.
دویم ځل دغه پوهنتون په ۱۳۸۲ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس یوازې د دوو پوهنځیو(کرنې، ښوونې او روزنې) په پرانیستلو سره په کار پیل وکړ او د ۱۳۸۳ کال د حمل په ۱۵ مه پکې د تدریس چارې پیل شوې. دا چې د کورنیو جګړو پر مهال د دغه پوهنتون پخوانۍ جوړې شوې خونې نړېدلې وې، نو په همدې کال کې ورته د پي ار ټي له خوا یوه نوې ودانۍ چې دوه پوړه یې درلودل، جوړه شوه. اوسمهال په دغه پوهنتون کې د کرنې او مالدارۍ، ښوونې او روزنې، ځمکپېژندنې، ټولنیزو علومو، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځي خپلې چارې مخ ته وړي.
د بامیان پوهنتون له نن څخه شاوخوا ۲۵ کاله مخکې جوړ شوی چې له جوړېدو درې کاله وروسته یې د کورنیو جګړو له کبله چارې وځنډېدې او د پوهنتون هغه ودانۍ چې په ابتدایي ډول جوړه شوې وه، ونړېده او له منځه ولاړه. د دغه پوهنتون رییسه معصومه خاوري وایي، د موقتې ادارې له راتلو وروسته په ۱۳۸۲ کال کې دغه پوهنتون بېرته د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځیو په جوړېدو سره پر فعالیت پیل وکړ.
د بامیان پوهنتون اوسمهال اووه پوهنځي( کرنه او مالداري، ښوونه او روزنه، ځمکپېژندنه، ټولنیزو علوم، اقتصاد او شرعیات) لري چې لږ تر لږه ۵۴۰۰ محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي. د دغو محصلینو له ډلې ۲۱۰۰ تنه یې نجونې دي.
د دغه پوهنتون رییسه اغلې خاوري وایي، اوسمهال د بامیان پوهنتون په بېلا بېلو پوهنځیو کې د تدریس چارې د ۱۶۰ استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې له دې ډلې لس تنه یې ښځینه دي. د دغه پوهنتون له ۳۴ ډيپارټمنټونو څخه تر اوسه ۱۱ دورې محصلین فارغ شوي دي. د اغلې خاوري په خبره، بامیان پوهنتون د شپې پوهنځي هم لري چې تر اوسه پورې یې څلور دورې فارغان ورکړي دي.
د بامیان پوهنتون رییسه وایي، د ودانیو د نشتون له کبله دوی یوازې ۱۵۰ نارینه محصلینو ته د لیلیې امکانات برابر کړي دي چې دا شمېره ډېره کمه ده؛ ځکه دغه پوهنتون ټولټال ۵۴۰۰ محصلین لري. د خاوري په خبره د نجونو د لیلیې لپاره یې ودانۍ تر کار لاندې ده چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. معصومه خاوري وایي، هڅه یې دا ده چې د هلکانو لپاره هم د لیلیې ودانۍ جوړې کړي، خو هغه کسان چې په شرایطو برابر وي، د پوهنتون له خوا ورته بدل اعاشه ورکول کېږي. نوموړې وایي، دغه پوهنتون هر کال لږ تر لږه ۲۰۰۰ نوي محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذبوي.
د بامیان پوهنتون رییسه معصومه خاوري وایي، پوهنتون یې له کابل پوهنتون، د کابل له پوليتخنیک پوهنتون او دغه راز د ایران، چین او ايټالیا په شمول د ځينو هېوادونو له پوهنتونونو سره سره علمي اړیکې لري.
په بامیان پوهنتون کې تر اوسه د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو د خاوري په وینا چې د دوی دریو ډيپارټمنټونو هغه شرایط پوره کړي، چې باید د ماسټرۍ تر کچې پکې زده کړې وشي. اغلې خاوري وایي، د لوړو زده کړو وزارت څخه به پلاوی ورځي تر څو دغه څه له نږدې وڅېړي او تر راتلونکي یوه یا دوو کلونو پورې ورته د دې اجازه ورکړي چې په دغو دریو ډیپارټمنټونوکې د ماسټرۍ په کچه زده کړې پیل شي. د بامیانو پوهنتون رییسه وایي، د دغه پوهنتون ډېری استادانو په بهر کې زده کړې کړې دي چې ځینې یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري. نوموړې وایي، اوسمهال یې هم ځینې استادان په ایران، جرمني او مالیزیا کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی د دغه پوهنتون لومړنی پوهنځی دی چې په ۱۳۸۳ کال کې تأسیس شوی دی. دغه پوهنځی اوسمهال ۳۷ کادري غړي لري چې د دري ادبیاتو، پښتو ادبیاتو، انګليسي ادبیاتو، ارواپوهنې، پېداګوژۍ، د روزنې مدیریت، اسلامي علومو او کمپیوټر ساینس په برخو کې پکې محصلینو ته لوړې زده کړې ورکول کېږي. له دغو ۳۷ غړو څخه یې ۳ تنه پوهنملان، ۱۵ تنه پوهنیاران، ۱۷ تنه پوهیالي او ۲ تنه یې نامزاد پوهیالي دي.
د کرنې پوهنځی هم د دغه پوهنتون له لومړنیو پوهنځیو څخه شمېرل کېږي چې لومړی ځل په ۱۳۷۵ کال کې او بیا وروسته په دویمه دوره کې په ۱۳۸۳ کال کې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. په دغه پوهنځي کې اوسمهال د اګرانومي، باغدارۍ، حیواني علومو، کرنيز اقتصاد، طبیعي سرچینو او ځنګلونو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو او پاراکلینیک په برخو کې محصلینو ته لوړې زده کړې ورکول کېږي. دغه پوهنځی ۳۵ علمي کادرونه لري چې دوه تنه یې ښځینه دي. له دې ډلې۱۷ تنه پوهنیاران، ۱۷تنه پوهیالي اويو تن نامزاد پوهیالی دی.
د ټولنیزو علومو پوهنځی په ۱۳۹۰ کال کې د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوی دی چې د تاریخ، لرغونپېژندنې، تورېزم او فلسفې په ډیپارټمنټونو کې محصلین روزي. د تاریخ او ټولنپېژندنې څانګې له دې وړاندې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند وې. دغه پوهنځی ۲۳ کادري غړي لري چې ټولې یې ښځینه دي. د دغه پوهنځي ۷ تنه استادان پوهنیاران، ۱۳ تنه پوهیالي، يو نامزاد پوهنیار او ۲ تنه یې نامزاد پوهیالي دي. د دغه پوهنځي له تاریخ او ټولنپېژندنې پوهنځیو څخه تر اوسه پورې ۵ دورې محصلین فارغ شوي دي.
د ځمکپېژندنې پوهنځی په ۱۳۸۳ کال کې یوازې د یوه ډیپارټمنټ په درلودلو سره د بامیان پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو چې له هغه وروسته بیا په ۱۳۸۸ کال کې د جیولوژي، جغرافیې او د کانونو استخراج، جیودوزي او د چاپېریال ساتنې پوهنځي پکې زیات شول. دغه پوهنځی ۱۳ تنه کادري غړي لري.
د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۲ کال کې د څلورو ډیپارټمنټونو (سوداګرۍ او بانکدارۍ، ادارې او مدیریت، احصاییې او کمپیوټر او ملي اقتصاد) په لرلو سره د بامیانو پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. دغه پوهنځی ۱۲ علمي کادري غړي لري چې ټول یې نارینه دي. له دې ډلې ۹ تنه یې پوهیالي او پاتې درې یې نامزاد پوهیالي دي.
د طبيعي علومو پوهنځي اړوند ډيپارټمنټونه وړاندې په نورو پوهنځیو کې فعال وو چې په ۱۳۹۳ کال کې د پوهنتون په غوښتنه د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک، ریاضي، کیمیا او بیولوژي څانګې له نورو پوهنځيو بېلې او د طبیعي علومو د پوهنځي تر چتر لاندې یې پر فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنځی ټول ۲۳ تنه علمي کادري غړي لري چې له دې ډلې ۳ تنه یې ښځینه استادانې دي. یو تن یې پوهندوی، ۳ تنه پوهنملان، ۸ تنه پوهنیاران او ۱۱ تنه پوهیالي دي.
د شرعیاتو پوهنځی د بامیانو پوهنتون د ریاست په غوښتنه په ۱۳۹۵ کال کې د دوو ډيپارټمنټونو (جعفري فقې او اسلامي تعلیماتو) په لرلو سره د ولسمشر اشرف غني د حکم پر اساس او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ تاسیس شوی دی. د دغه پوهنځي نوم په ۱۳۹۶ کال کې د کانکور ازموینې په انتخابي فورمه کې ور زیات شو او په همدې کال یې لومړۍ دوره محصلین جذب کړل.
د بامیانو پوهنتون رییسه وایي، په ځینو پوهنځیو کې لابراتوارونه لري، خو څه ډول چې لازمه ده هغه ډول نه دي. اغلې خاوري وایي، لوړو زده کړو وزارت او نړیوال بانک ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، تر څو په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د نوموړې په خبره، د بو دجې کمښت، د ودانیو نشتون، د بستونو کمښت، جمنازیم، طعام خوري او ګڼو نورو اړینو شیانو نه شتون هغه څه دي چې اوسمهال دغه پوهنتون ور سره لاس او ګرېوان دی.
اغلې معصومه خاوري وایي، د لوړو زده کړو وزارت ترې غوښتي چې هغه څه په نښه کړي چې دغه پوهنتون ورته اړتیا لري او یا هم د هغه پوهنځیو په اړه ورته معلومات ورکړي چې اړتیا ورته لیدل کېږی او لا تر اوسه پورې یې دغه پوهنتون نه لري. نوموړې وویل، د ګڼو غوښتنو تر څنګ یې ورته د طب پوهنځي د منظورۍ غوښتنه هم کړې ده؛ ځکه بامیان هغه ولایت دی چې اوسېدونکي یې په سختۍ سره پلازمېنې او نورو ولایتونو ته لاسرسی پیدا کولی شي او وخت ناوخت یې وګړي له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ وي.
د بامیان پوهنتون تر اوسه پورې کوم ځانګړی کتابتون نه لري او د کتابتون چارې په یوه ټولګي کې مخ ته وړي. د دغه پوهنتون ۵۴۰۰ محصلین نه شي کولی یوازې په دغه کوچني ټولګي کې راټول او خپلې ستونزې حل کړي. د دغه پوهنتون رییسه وایي، په ځلونو یې د پوهنتون لپاره د کتابتون د جوړولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی.