ډاکټر محب؛ د جګړې او مهاجرت د نسل هغه استازی چې د افغانستان رسا غږ شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

کله چې په امریکا کې سفیر او بیا د ملي امنیت سلاکار شو، هم د حکومت منتقدینو او هم نورو سخت نقدونه پرې وکړل.
پرحمدالله محب نیوکه وه، چې ځوان، بې تجربې او ان د خپلو دندو پرخلاف د تلویزوني کارتونونو(D 3) په برخه کې زده کړې لري.
د داسې قضاوتونو له اوږده دوام وروسته په دې ورځو کې حمدالله محب له ورباندې شویو نیوکو څو چنده ډېر وستایل شو.
ستونزمن استازیتوب
حمدالله محب له ولسمشرغني سره د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني هېواد ته تللی و.
د دغې ناستې د یوې حاشیوي غونډې پر وخت ډاکټر محب د امریکا د بهرنیو چارو له پخواني وزیر جان کیري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په یوه ګډ بحث کې مېلمه و.

په دې بحث کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي، جان کیري او هندي استازي هم شتون درلود

محب ته په داسې وخت پر یوه نړیوال سټېج د خپل هېواد ستونزمن استازیتوب ور په غاړه و، چې د افغانستان حکومت د سولې د وروستیو هڅو او له خپل تر ټولو لوی نړیوال ملاتړي ( امریکا متحده ایالاتو) سره د ترینګلو اړیکو له کبله په چندان ښه موقعیت کې نه و.
په ماسکو کې د افغان سولې په اړه د طالب پلاوي او افغان سیاسي ډلو ناستې او له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتو احتمال ګڼ افغانان د هېواد راتلونکي برخلیک ته اندیښمن کړي وو.
د محب کارنامه
په داسې سربداله وضعیت کې، چې حکومت هم د خلکو په شان نارامه معلومیده، په مونیخ کنفرانس کې له یو شمېر نړیوالو مشرانو سره د ولسمشر غني د ملاقاتونو او هیله منونکو اعلامیو ترڅنګ د ډاکټر محب جذبونکې وینا د افغانستان په اړه مړ ژواندې هیلې تر یوه ځایه وغوړولې.
د محب وینا هم د افغانستان د وضعیت وخیم والی نړۍ ته بیان کړ او هم یې د افغان ځواکونو هدفمنده مبارزه او استقامت ور یاد کړ.
هغه نړۍ او خاصتاً ورسره ناست پاکستاني استازي ته وویل، چې موږ په کومه بې هدفه جګړه کې بوخت نه یوو؛ هره قرباني مو د افغانستان په نوم د هغه هېواد د بقا، ملي واکمنۍ او ازادۍ لپاره ده، چې د نورو په لاس نه دی جوړ شوی؛ بلکې له ازله موجود دی.
د افغان حکومت دغه استازي په تېرو ۵ کلونو کې د یاد شویو ارزښتونو د دفاع لپاره د ۴۵ زرو افغان ځواکونو د شهادت یادونه هم وکړه.
تر ټولو دردونکې خو له ملي غرور او ویاړه ډکه خبره د هغو ۲۴ محاصره شویو پولیسو کیسه وه، چې د مهماتو له پای ته رسیدو سره د تسلېمۍ او مرګ په دوه انتخابونو کې مرګ انتخابوي، خو تسلېمۍ ته غاړه نه ږدي.

د جګړې او مهاجرت د نسل استازی
د محب دغو خبرو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کاروونکو تر منځ تود هرکلی درلود.
باید هم لرلای یې وای؛ محب په فردي لحاظ به زما په ګډون ډېرو ته چندان مهم نه وي، خو ده پر یوه نړیوال سټېج د یوه ټپي ملت فریاد کړی و، د مظبوطې ارادې کیسه یې کړې وه او ټولو نه جالبه دا چې مخامخ یې د ازلي دښمن روحیه پخپل هسک ملي غرور ځپلې وه.
د محب تر وینا اوریدو وروسته مې د نوموړي هغه جمله ذهن ته راغله، چې د ملي امنیت سلاکار په توګه د معرفۍ په ورځ یې کړې وه: ((زه د هغه نسل استازی یم، چې ژوند یې په جنګ او مهاجرت کې تېرشوی، هڅه کوم چې بل نسل مو دا وضعیت تجربه نه کړي))
د یادې وینا پر وخت د محب په مقتدرانه کرکټر، خبرو او د لهجې په صراحت کې ریښتیا هم د جګړې او مهاجرت د یوه نسل د استازي نښې لیدل کیدې؛ هغه استازی چې بیا نه غواړي تېرې بدې تجربې تکرار او د مخنیوي لپاره یې دی او ورسره نسل د لوړ قیمت مقاومت ته اماده دی!