د هندي سینما بادشاه شاه رخ خان یو ځل بیا کلونه وروسته د سندري ویلو لپاره زړه ښه کړی دي.
ویل کیږي چې شاه رخ خان به د هندوستان د کرکټ پریمیر لیک یا آی پي ایل د سیالیو کې د کلکتي لوبډلې لپاره سندره ووایي.
د معلوماتو له مخې، شاه رخ خان ۱۹ کاله وروسته به کلکتي نایټ رائيډرز ته سندره وايي.
د بالیوډ سندرو مشهور کمپوزر بپي لهري په دې تړاؤ ویلي چې د دغې سندرې عنوان (ایوري باډي جسټ رن رن رن) دی چې د کلکتې لوبډلې د پخوانۍ سندرې (کربو لړبو جیتبو) سندرې سره ورته والي لري.
لهري زیاه کړې ده چې شاه رخ په لومړیو کې د دغې سندرې د ویلو لپاره چمتوالی نه درلود، خو په خبره یې چې د ده د تشویق لامل و چې نوموړی دا ځل د خپلې لوبډلې لپاره خپله سندره وایي.
د ده په خبره چې د خان په غږ کې دغه سندره ټاکل شوې وه چې په سپټمبر میاشت کې ریکارډ شي خو بپي لهري ویلي چې کنګ خان غوښتل چې سندره یې له هندوستان پریمیر لیګ وړاندې ریلیز شي.
دغه مشهور کمپوزر هېله څرګنده کړې چې د شاه رخ خان دغه نوې راتلونکې سندره به د پخوانۍ په پرتله ډېر محبوبیت تر لاسه کړي او زیات خلک به یې خوښه کړي.
باید وویل شي چې د بالیووډ دغه تکړه اداکار شاه رخ خان ۱۹ کاله وړاندې د فلم جوش، کی ګانې اپن بولا کې د خپل غږ جادو هم خپلو مینوالو ته ښودلی و.