د مجیب دمه نشته؛ د انګلستان په سوداګریز لیګ کې واخیستل شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ځوان توپ اچوونکی مجیب ځدران چې تازه د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش څخه هندوستان ته ستون شوی او هلته یې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره په بنګلور ښار کې تمرینات پیل کړي، پرون پرې د انګلستان بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو زیری وشو.
تېر کال مجیب ځدران په همدغه لیګ کې له همپشایر لوبډلې سره لوبېدلی و، چې توپ اچونه یې خورا ښه او مثبته وه.
د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالیوکې اتلس لوبډلې شاملې دي او هره لوبډله کې د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه پیاوړي لوبغاړي اخېستل کېږي، سږ کال پکې مجیب ځدران له وړاندې ځای وموند.
مجیب ځدران د فبروري په ۷ مه نېټه د اسټرالیا سوداګریزو سیالیو څخه هندوستان ته ولاړ او هلته به د فبروري په ۲۱ مه نېټه د ایرلېنډ خلاف لوبلړۍ کې برخه واخلي.
په بېګ باش لیګ کې مجیب ځدران ۱۲ وېکټې واخېستې او لوبې یې پای ته ورسېدې.
د انګلستان بلاسټ سوداګریزې کرکټ سیالۍ پنځه میاشتې وروسته د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېږي.
د مېډل سېکس لوبډلې مشر روزونکي سټورټ لا ویلي د مجیب ځدران توپ اچونه داسې ده، چې هر څوک یې په اسانۍ نه شي لوبولی او د هغه ایکانومي د ستایلو ده.

میډل لوبډلې پر فیسبوک مجیب ته هرکلی ویلی

مجیب ځدران په بېګ باش لیګ کې په ۶ اعشاریه صفر څلور ایکانومي توپ اچونه وکړه، چې په سوداګریزو شل اوریزو لوبو کې د اور پر سر خورا کمې منډې دي.
مجیب ویلي دي، چې خورا خوښ دی چې مېډل سېکس لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کوي او دا به دده لپاره د خوښۍ ځای وي، چې یو ځل بیا په لارډ لوبغالي کې لوبه کوي. دی وايي هیله لرم چې زمونږ لوبډله به بریاوې راوړي.
د مېډل سېکس لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د مجیب ځدران انځور ځړولی او بیا یې ورته لیکلي مجیب ځدرانه ښه راغلاست.
د بلاسټ سیالیو د جولای په اتلسمه نېټه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پېلېږي او د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.
په دغه لیګ کې تېر کال راشدخان له سسېکس لوبډلې سره، ظاهر خان له لېنکاشایر سره او محمد نبي له لېسېسټر شایر لوبډلې سره لوبېدلي وو.