لیکنه: عدنان ساحل
له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سولې ضد مفکوره تر ډېره حده پڅه شوې ده، هم طالب سوله غواړي او هم حکومت. له اتلس کلنې جګړې وروسته دا اسانه کار نه دی چې د سولې اړوند مذاکرات به په یو وخت کې د ښکېلو خواوو په طبیعت سم روان وي، د روغې جوړې په خبرو اترو کې تنده او تېزه خبره یو طبیعي اصل دی او دا به کېږي؛ خو په هېڅ صورت کې په سولې پورې تړلې هیلې له منځه وړل نه دي په کار، ځکه اوس د سولې لپاره د باور فضا تر بل هر وخت ښه برابره ده او د جنګ دواړه لوریو دا خبره چې ګواکې جنګ د حل لار نه ده او باید د سیاسي مبارزې له لارې خپلو ټاکلو موخو ته ورسیږي او په ګډه باید د افغانستان د هر اړخیز پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړو، ترڅو د باثباته او لوی افغانستان څښتنان شو.
دا چې د سولې په اړه د سیمې هېوادونو لکه سعودي، چین، روسیه، قطر، ترکیه او څو نور اسیایی هېوادونه چې غواړي په افغانستان کې د سولې په تړاو غونډې او مجلسونه دایر کړي، مونږ افغانانو ته د دې خبرې زېری راکوي چې اوس په سیمه کې تر بل هر وخت نه ښه او مناسبه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شوې ده او دا چانس په هېڅ صورت له لاسه ورکول نه دي په کار.
د امریکایانو په شمول ځینو نورو هېوادونه دا خبره کوله، چې طالبانو او نورو مسلحو ډلو سره جګړه کول د افغانستان داخلي ستونزه ده او خپله افغانان باید دا جګړه مهار کړي، ځکه قرباني یې یواځي همدوی دي او بس….!! دا چې افغانانو د پام وړ ځیرکتیا له ځانه وښوده او د نړيوالو کنفرانسونو له لارې یې نړیوالوته دا ثابته کړه، چې افغانان د داعش، فاطمیونو او نورو تروریستي ډلو سره د ټولې نړۍ په استازیتوب له ترهګرو سره په جګړه کې ښکېل دي او هره ورځ د سرونو قرباني ورکوي، له ډېرې زیاتې سیاسي مبارزې وروسته امریکا او اروپایي ټولنې دا ومنله، چې ترهګر د یوې ځانګړې جغرافېې نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره تهدید دی او په ګډه یې باید مخه ډب شي، که نه نو دا له امکانه لرې نه ده چې یو ځل بیا د نیویارک دنګې ودانۍ، د لندن مارکېټونه او د فرانسې هوټلونه د تروریزم د اور په لمبو کې لولپه شي.
سوله سپېڅلې اراده، فکري تنازل او قوي عزم غواړي، چې له نېکه مرغه یادې ځانګړنې هم په افغان حکومت کې شته او هم په طالبانو کې، چې خپل ځورېدلی ولس له اوږدې جګړې وروسته یو ځل بیا د سولې غېږ ته ور حواله کړي.
د ودان، پرمختللي او په ځان بسیا لوی افغانستان په هیله.