مجردي او ښیګڼې یې؛ مجردي ولې ښه ده؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
یوازیتوب یا مجردي هم بدګڼې لري، هم ښیګڼې.
په بدګڼو به یې ډېر خبریاست، یا هم که مجردان یئ، ورنه ستړي شوي به یئ.
پخپله شاوخوا کې به مو ډېر مجردان/ مجردانې لیدلې وې، چې له واده وروسته زاړه دوستان او خپلوان ټوکې- ټکالې ورپورې کوي.
څوک ورته وایي: په کلک زنځیر وتړل شوې، له ښځې/ خاوند نه ډاریږې، موږ ته دې هغسې توجه نشته.
مجردي هم بې طعنې، بې پېغوره او بې ملنډو نه ده؛ په مجردو هم عجیبې ټوکې کیږي.
څوک ورته وایي: د چرګ پوښتنه کیږي، خو د مجرد نه، چې چېرې دی او څه کوي؟
څوک وایي: پلانی مجرد دی او خولۍ له کوره په چنګک اخلي او داسې نور.
خو له دې ټولو سره سره دلته د مجردۍ په ښیګڼو درسره غږیږو:
د خپلې خوښې کارونو ته به ازاده یاست!
د انسانانو سلیقې او د ژوند کولو بڼه یا طرز یو له بله سره فرق لري؛ دا فرقونه هغه مهال ډېر درته روښانه کیږي، چې له کوم چا سره ګډ ژوند یا دوامداره اړیکې تجربه کړئ.
مثلا: کوم وخت باید کومه غذا وخوړل شي، کومې سندرې واوریدل شي، کوم وخت ورزش او ارام وشي او داسې نور…
دا مسئلې په مجردۍ کې بیخي پخپله خوښه کولی شئ، خو په ګډ ژوند کې دومره خوندوره ازادي نه شئ لرلې.
په ګډ ژوند کې که نارینه یاست یا ښځینه، د مجردۍ د ژوند هومره ازاد لاس او اختیار نه لرئ.
ارامتیابه مو ډېره نه قرباني کیږي
په ګډ ژوند کې که ستړي یئ، که ارامه، هغه مسولیتونه به ترسره کوئ، چې مربوطیږي مو.
مثلا: که نارینه یاست، په هرحالت کې به کور ته سودا وړئ، روغ- رنځور او نور شیان به پالئ او که ښځینه یاست، د کور پخلی، د ماشومانو پالنه او نور مسولیتونه به ترسره کوئ.
خو په مجردۍ کې مجبوره نه یئ، چې خپل ارام او استراحت په دغه اندازه قرباني او نورو نه ځار کړئ.
ځان ته به مو ډېر پام وي
مجردي په هرلحاظ ځانته د زیاتې پاملرنې وخت دی؛ هم به مو خوراک- څښاک، هم پوښاک، هم وزن او هم نورو مسئلو ته توجه زیاته وي.
په ګډ ژوند کې خو به مو یا لټي او سرګرداني دومره ځان ته نه پریږدي او هم به مو د افغانستان په شان دودیزه او له ناسمو رواجونو په ډکه ټولنه کې کولتوري مسئلې دومره د ځان فکر ته نه پریږدي.
له دوستانو سره به نیږدې یاست
د ګډ ژوند پرمهال یو څه چې زیات کمرنګه کیږي، ستاسې ملګرۍ او ټولنیزي اړیکې دي.
د ګډ ژوند اصل دا دی، چې تر هرڅه مخکې به د ژوند ملګرې/ ملګري ته توجه کوئ څو هغه ناراضه نه شي.
په مجردۍ کې دا قید درته نه وي پاتې، ازادنه کولی شئ چې خپلي اړیکې وپالئ او ښه سم یې وپالئ.
خپل راتلونکی ښه طرحه کولای شئ
په مجردۍ کې کولای شئ د خپلو زده کړو، دندو او نورو لوړو هدفونو لپاره ښه پلانونه جوړ او د عملي کولو لپاره یې ښه لاس په کار شئ.
په ګډ ژوند کې بیا دا کار هغسې ممکن نه دی، لکه په مجردۍ کې چې ممکن دی.
په ګډ ژوند کې که هرڅه کوئ، د ګډ ژوند له قید چوکاټ سره په پام به یې کوئ او که دغسې ونه کړئ، ګډ ژوند ته مو صدمه رسوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.