لیکنه: صادق طارق
مشهور هنرمن منګل، چې مینه وال یې په (استاد منګل) یادوي، ۱۲ کاله وروسته دا ځل افغانستان ته راغلی.
هغه یو ځل د افغان ستوري په مشهوره هنري خپرونه کې د داور په توګه هم را څرګند او څو له سوزه ډکې سندرې وویلې.
تر نغمې وروسته منګل
منګل، چې څو کاله یې له خپلې معشوقې او مېرمنې ( ښاپېرۍ نغمې) څخه د جلا کیدو تېریږي، د هغې د بېلتون له درد زغملو وروسته اوس ځان راحت احساسوي.
هغه په تازه مرکه کې وایي: یوازیتوب کله له زندانه د خلاصون بڼه غوره کوي.
د منګل په وینا له نغمې سره تر ګډ ژوند مخکې یې هره اونۍ یوه نوې درېشي اخیسته، خو چې واده یې وکړ؛ نغمې به یې هر ځل لوکس لباس اغوستو او عطر وهلو ته په شکمن نظر لیدل او پوښتل، چې کومې نجلۍ سره خو به وعده دار نه وي؟
د ده په وینا د دې شکونو د ختمولو لپاره به یې ځینې وخت په ورځو- ورځو ږیره نه خرییله، خو په دې به هم نغمې ته بې سلیقه ښکاریده.
مینه نشته، سوداګري ده!
منګل په دې مرکه کې د مینې په اړه وایي، چې په دې نوم څه نه دي پاتې او صرف سوداګري روانه ده.
د ده په وینا حتا که مجنون پیسې لرلای، یا یې لیلا په پیسو خپلوله او یا یې ترهغې ښایسته بله معشوقه پیداکوله او ودوله.
د فرهاد په اړه هم منګل وایي، چې که پیسې لرلای، سر یې په شیرینۍ پسې په تیشه نه وهه او خپلولی یې شوه.
دی په فرهاد تور لګوي، چې لومړنی ځانمرګی هماغه کړی و.
په کمونیستي سندرو پښېمانه منګل
منګل وایي سندرې یې په ماشومتوب کې له ودونو پیل کړي.
د ده په خبره سختې لوړې- ژورې یې ګاللي، تردې چې د ودونو پر وخت یې د کورنۍ غړو د کلا دروازه تړله.
منګل وایي ده اوږد پړی پیدا کړی و، د کلا له لوړو دېوالونو به په پړي اوښته او ودونو ته د سندرو ویلو لپاره ورته.
بیا به یې کورنۍ خبریده، ونې پورې یې تړه او په لرګیو یې بد- بد واهه.
منګل لومړۍ رسمي سندره د کمونیست پلوه حکومت له واکمنیدو سره په ملي ټلویزون کې ویلي.
دا سندره غریبانو ته ډالۍ او ورته ویل شوي وو، چې ژوند به یې ښه شي. هغه څه چې د منګل په وینا هیڅ ونه شول او د پښېمانۍ وړ حالت و.
شاعر منګل
منګل له سندرو اخوا شاعري هم کوي. وایي تر ۸۰-۹۰ شعرونه او ځینې نثرونه لري، چې په کتابي بڼه به یې هم چاپ کړي.
دی د پخوانۍ مېرمنې (نغمې) شاعري ستایي او له درده ډکه ګڼي، خو وایي نه پوهیږي چې څه درد یې لره؟
دا د منګل د یوه نوي شعر څو بیتونه دي:
بیا شو ماښام زړه مې دردونه کوي
د مسافر جانان یادونه کوي
ستا د راتلو لار ته یې ډېر کتلي
سترګې مې پرېږده، چې خوبونه کوي
نغمه ښه او اریانا سعید ډېره ښه ده!
په مرکه کې منګل د یو شمېر مشهورو سندرغاړو په اړه وپوښتل شو، چې ځوابونه یې داسې وو:
استاد شاه ولي: ډېرښه
سردارعلي ټکر: ښه
اریانا سعید: ډېرښه
نغمه: ښه
شفیق مرید (د منګل زوم): ډېرښه، نمبر ون
هارون باچا: ډېرښه
نازیه اقبال: ډېرښه
قمرګله: ډېرښه
استاد خیال محمد: ډېرښه، نمبر ون
ایوب استاد: ډېرښه