اتله وړانګه؛ د قام ملاله

رنګین تجريدي ډیزاین
  • د مینا نظري لیکنه 

د وړانګې او د دې د مبارزې د دریځ په اړه مې د وړانګې په یوه مرکه کې واوریدل. له دې یې د ستونزو، تهدیدونو او سختیو په اړه وپوښتل. دې ورته په ځواب کې د قام مینه او د خاورې او ولس لپاره ازادي یاده کړه. دې د خپلو وروڼو ملاتړ یاد کړ، وړانګه خورا ډاډه وه.
ريښتیا هم دې په دې مبارزه کې لویه تکیه ( ارمان) درلود. داسې ګمان مې کوو، چې وړانګه به خود دې میدان ته ور دانګي هغه د غره په شان لوی مبازر او مفکر ورور تر څنګ لري.
هغه راته کلکه او په هوډ ولاړه او د خپلو موخو او قام له پاره ژمنه پيغله ښکاره شوه.
وړانګه د پښتنو په منځ کې په جرئت په دریځ ودریده هغې ته ارمان لاس ور کړ، چې دریځ ته جګه شي او د زلمیو تر منځ د یوې زړورې پيغلې په توګه د قام او انسانیت له پاره هغه شان مبارزه وکړي، چې خلک یې ددې عصر پښتنه ملالۍ و بولي.
وړانګه د هغو خطرونو په وړاندې داسې غښتلې ودریده، چې د ارمان مرګ یې هم پښې ونه لړزولې. وړانګې ته دا خطرونه مالوم وو خو په زړورتیا یې هغه نالیدلي نیول او په تاکید یې دا خبره کوله چې مرګ به وي، دې لارې ته چې راغلي یو نو موږ دا ټول په ځان منلي دي.
وړانګه د خپل برخلیک نه خبره وه هغې د دې ټولو خطرونو او راتلونکو وحشتونو په اړه وړاندوینه لرله. اتل زړور ورور یې ارمان دې ټولو ته اوږه ورکړې وه. وړانګه یې اوږه به اوږه له ځان سره د خپل قام د میلونونو ویر ژړلو نجونو د حقونو د غوښتلو لپاره غښتلې ساتله او د دې په نوم یې مبارزه نه کوله، بلکې وړانګه یې خپله د حق غوښتلو له پاره چمتو کوله.
ارمان به د دې قام وروستی ارمان نه وي دا ارمان ددې قام د ژوند موخه ګرځیدلې، دا مبارزه که څومره ټکول کېږي دومره به غښتلې کېږي. وړانګه اوس خپلو خویندو او مبارزو وروڼو ته د یو ځای والي او زغم پیغام ورکوي، هغه د ارمان مرګ د ارمان زوال نه بولي. وړانګه اوس د دې مبارزې هر زلمي ته د ارمان خطاب کوي. هغه په دې باور ده چې د رژیدلي ارمان وینې به داسې ارمانونه وزېږوي چې دا قاتل ریاست به یې مبارزې ته په ګونډو شي.
د پاچا خان د فلسفې ریښتونې پلوۍ وړانګه په هماغه ځواک نن هم د خپل قام د ژوند او هوساینې له پاره د مرګ تر بریده ولاړه ده. نن د ارمان قرباني مو باید لا سره یو موټی کړي د بیلیدو فکر مو له ذهنه وباسي.
ارمان د خپل ژوند په بیه د خپل قام یو ځای والي، قوت، سیاسي، ټولنیز او کلتوري حقونه د همداسې یوې غښتلې مبارزې له لارې تر لاسه کول غوښتل.
پاکستان د جابر ریاست موخې په جبر تر لاسه کول غواړي ، خو په وړاندې یې د مبارزې لاره د عدم تشدد لاره ده. ددې لوی ظلم او د دې جابرې ادارې ځواب په جبر سره ورکول ظالم لا موخو ته نږدې کوي. وړانګه په همدې ټینګار کوي او وايي؛ دا قربانۍ به لا ډېرې ورکوو دا نه لومړۍ پېښه وه او نه به هم وروستۍ وي. اړینه دا ده چې اوس خپله مبارزه په منظم ډول سره پر مخ ویسو.
د پښتون قامي تحریک، د پښتون ولس د دردونو او ناخوالو هغه ستر بهیر دی، چې له کلونو کلونو راهیسي را روان دی او د انساني حقونو له پاره یې دا چیغه اوس پورته شوې ده، دا به روانه وي، او منزل ته به رسي.
ارمان د یوې داسې خور ورور و چې، تر مرګ وړاندې یې خپله خور د قام د حقونو د ګټو لپاره، داسې په لوړ همت او لوړ سر ودروله، چې تر مرګ پس یې هم پيغلو او زلمیو ته د حوصلې پیغام ورکوي.
په شا تګ او ددې مبارزې نه مخ اړول به په سل ګونه نور ځوانان راڅخه واخلي همداسې لکه نن چې یې رانه وژني او پخوا یې هم را وژلي.
په پښتنې ټولنه کې وړانګه او د وړانګې په څیر نورې نجونې چې د ځوریدلې ولس درد یې پر سر اخیستی او قربانیو ته یې غیږ پرانېستې، له ټولنیزو ستونزو هم تیریږي، خو وړانګه د هغه ورور خور ده چې دا یې د دې ټولو خبرو سره سره بیا هم په پوره همت تر مټ ونیوه دریځ ته یې ودروله، او د ټول عمر له غلامۍ یې خلاصه کړه. اوس وړانګه د قام هغه ستره ملاله ده، چې د ورور د مرګ بدله په تشدد نه اخلي، هغه خپلو مبارزو خویندو وروڼو ته د حوصلې او زغم خبرې کوي.
وړانګې اوس د ډېرو نورو پښتنو په شان یو لوی فکر یوه لویه هستي له لاسه ورکړې، خو دا یې ثابته کړه چې هره ښځه اتله او هره ښځه زړوره او د سیاست او قام له پاره د قربانۍ جوګه ده. ارمان او ددې مبارزې هر ځوان هره پيغله نن لکه وړانګه د فخر افغان پاچا خان په دا پيغام تاکید کوي:«یا به یو کېږو، ګنې ورکېږو.»

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.