منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: غازي عابد
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي وژل کیدو په لروبر کې غږونه پورته کړل.
ارمان لوڼی د یاد غورځنګ د مخکښې غړې وړانګې لوڼۍ ورور دی.
د غورځنګ غړي وايي، ارمان د پاکستاني پولیسو له لورې د شنبې په ماښام کور ته په لاره وژل شوی دی.
هغه کوټه کې د پوهنتون استاد و او د پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې د خپل خور ترڅنګ یو مهم غړی حسابیده.

31500021 1763005247100480 1879509269624127488 n منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !
منظور پښتون او ارمان لوڼی

د ارمان لوڼي جنازه او د منظور ورتګ
د ارمان لوڼي جنازې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او نور غړي له سختو مزلونو او مزاحمتونو وروسته رسیدلي دي.
د غورځنګ مشرانو ویلي چې په لاره کې ورته د نورو ممانعتونو ترڅنګ ډزې هم پرې شوي چې دوی بچ شوي دي.
د منظور پښتین وینا ویډیو؛

محسن داوړ چې د غورځنګ له مهمو مشرانو دی په خپل ټویټر لیکلي چې نظامي مقاماتو پر دوی ډزې وکړی، موټرې یې زیانمن شوي، خو دوی بچ دي.
خو له دې هر څه سره سره په سختو او تنګو لارو منظور او ملګرو یې د لوڼي وروستي دیدن ته ځان ورساوه.
ده په خپلو خبرو کې په قسم یادولو سره ژمنه وکړه چې د ارمان لوڼي وینه به معاف نه کړي او غچ به یې واخلي.
منظور ویلي پاکستاني حکومت په وژنو او جګړو فاټا او خیبر پښتونخوا وخوړه او اوس غواړي جنوبي پښتونخوا هم د جنګ میدان کړي، خو په خبره یې دلته به لوبې ته اجازه ورنه کړي.
د ارمان خور، وړانګې لوڼۍ د جنازې په مراسمو کې ویلي، ورور یې بې رحمانه وژل شوی، که دوی غلي شي، دوی به هم ووژل شي، نو ښه ده چې د روانې وژنې په مقابل کې ولاړ او یوه خوله شي.
51512830 158424871812167 953978735420243968 n منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !
د پاکستاني پولیسو ځواب
د پاکستان پولیسو ویلي چې ارمان لوڼی د زړه د حملې له امله مړ شوی، خو د هغه خور وړانګې لوڼۍ ویلي دی په سر ویشتل شوی. همداراز د پولیسو له لورې په کونداغونو هم وهل شوی دی.
51730786 2147903785273331 5079378497781104640 n منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !
د پاکستاني رسنیو چوپتیا
تر اوسه پاکستاني رسنیو د ارمان لوڼي د وژنې او د پښتنو ددومره لویو خوځښتونو په اړه راپور نه دی خپور کړی. دوی د تیر په څیر چوپتیا غوره کړې.
له دې معلومیدای شي چې هغه رسنۍ کاملاُ د پاکستاني حکومت مزدورې دي او مظلومو خلکو ته یې خیر نه رسي.
په افغانستان کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ارماني لوڼي غایبانه جنازې وشوې او په لروبرو پښتنو غږ وشو چې ددې تدریجې نسل وژنې په مقابل کې ودریږي.
ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست کې خلک راټول شول، غیبانه جنازې یې وکړې او ټاکل شوې چې نن په کابل او ښایي نورو سیمو کې هم دا ویر بدرګه شي.
51323368 1014277788781889 7144014202326220800 n منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !
ننګرهار

د پښتنو پر وژنې د تیر په څیر اوس چوپتیا نه وي، تقریباً لروبر او د نړۍ په هر کونج کې میشت پښتانه غبرګون ښيي. دا ډول ګډ غږ پورته کول، ښکاروي چې پښتانه نور د پردیو هغو لوبو ته نه تسملیږي چې کلونه پرې وشوې.
51284413 1014332488776419 8366079599452356608 n منظور پښتین د ارمان لوڼي د غچ اخیستو قسم وکړ !
کونړ

که دا ګډ غږ پورته کول دوام ومومي، نو ممکنه ده چې د پښتون وژنې روان د وینو سیلاب بندیدو ته واقعي دیوال جوړ شي.