ژباړه: عطا محمد میاخېل
د ساري هارر او ریټا دماریا په نامه دوه مشهور ارواپوهان وایي، چې نېکمرغي د دې ۸ بدو عادتونو د له منځه وړلو په پایله کې را منځته کېږي، چې دا عادتونه یو ښه ګډ ژوند د بربادۍ کندې ته ور ټیل وهي. حتا که چېرې یو له دې عادتونو څخه هم لرئ، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ:
۱ ـــ دلیل او برهان پرېږدئ
ژوند د لانجو ډګر نه دی. نه یوازې دا کار ستاسو د احساساتو د له منځه تګ سبب ګرځي، بلکې حتا د ژوند شریک به مو په دې باندې پوه شي، چې احساسات یې ستاسو لپاره ارزښت نه لري.
۲ ـــ د کور چاپېریال آرامه ساتل، تل اغېزه نه کوي
که څه هم دا جمله ( هرڅه چې ته ووایې ګرانه/ ګرانې ) د کور چاپېریال آرامه ساتي، خو تاسو د یو سر ښندونکي د ژوند د شریک په توګه ښکاره کوي. تاسو باید کله وخت غوسه ناک، کله دفاعي او کله هم سرښندونکی چلند وکړئ.
۳ ـــ ګډوډ حواس پرېږدئ
له بریده زیات فعال اوسېدل او تمرکز نه لرل، ستاسو په خبرو اترو او ژوند کې صمیمیت او لېوالتیا له منځه وړي.
۴ ـــ له رټلو څخه لاس واخلئ
پوهېږو، چې ښځې ډېرې چیغې وهي او چیغنې دي، خو په لوړ غږ سره شکایت او ګیلې کول، یوازې د لنډې مودې لپاره ګټورې دي او ستاسو د ژوند د شریک د غوسې او نا خوښۍ سبب ګرځي.
۵ ـــ د عیبونو له پلټنې، نیوکه کولو او ملنډې وهلو څخه ډډه وکړئ
دا څیزونه، هغه فرد چې ورسره مینه لرئ، سپک او تحقیروي، د دې پرځای له هغه سره په ډېر درنښت چلند وکړئ او اجازه ورکړئ، چې له تاسو سره د یوې پرښتې په څېر چلند وکړي او هغه مسؤولیتونه، چې تاسو دواړه یې د ترسره کولو لپاره ګمارل شوي یاست، د خوشاله او سوکاله ژوند د لرلو لپاره یې په خپل منځ کې ووېشئ.
۶ ـــ دیکتاتوري مه کوئ
دا بد کار، ستاسو د ژوند شریک ته دا څرګندوي، چې هغه ستاسو په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري.
۷ ـــ دفاعي چلند مه کوئ
دفاعي چلند کول، ستاسو جوړونکې خبرې او بحثونه سړوي، که چېرې دا ډول چلند وکړئ، نو د ژوند شریک مو د بحث وړ موضوع په اړه، نور د خبرو کولو حق نه لري.
۸ ـــ یو اړخیز تصمیم مه نیسئ
کله وخت غواړئ، چې د خپل حمام رنګ په خپله خوښه وټاکئ، دا کومه ستونزه نه لري، خو که چېرې وغواړئ، د پیسو، وخت، ماشومانو او ژوند په اړه مو په یوازې توګه تصمیم ونیسئ، نو دا په دې مانا ده، چې د ژوند شریک مو نا لیدلی نیولی دی او یو اړخیزه او د هغه له خوا مو تصمیم نیونه کړې ده.
هغه ټکی، چې د ساري هارر او ریټا دماریا له نظره ډېر زیات ارزښت لري، د جوړو ترمنځ خندا، صمیمیت او لېوالتیا ده، د نن، سبا، تل او تل لپاره.