نور ستاسو د دې ۵ اخلاقو په خاطر، له تاسو بده ګټه اخلي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: عطا محمد میاخېل
له تاسو څخه د نورو د بده ګټه اخیستنې دلیل، ستاسو اخلاق او ځانګړتیاوې دي، چې د دې سبب ګرځي، هغوی د ځان په ګټه له تاسو څخه کار واخلي.
له تاسو څخه د نورو د بده ګټه اخیستنې ۵ دلیلونه:
کوم کسان، چې له تاسو څخه بده ګټه اخلي، په دې باندې پوهېږي، چې تاسو یې غوښتنو ته (نه) نه وایئ او په ډېرې آسانۍ د احساسي ګواښونو او تهدیدونو پر وړاندې تسلیمېږئ. کله وخت زموږ شاوخوا خلک هڅه کوي، چې له موږ څخه بده ګټه واخلي. هغوی دا کار ترسره کوي، ترڅو خپل ژوند هوسا او آرامه کړي، په داسې حال کې، چې زموږ د ژوند د پېچلتیا سبب ګرځي. اجازه راکړئ، چې د هغو دلایلو په اړه، چې نور دا کار ترسره کوي خبرې وکړو، ترڅو پرې بریالي شو.
نن تاسو پوهېږئ، چې نور ولې له تاسو څخه بده ګټه اخلي او څنګه کولای شئ، دا ستونزه حل کړئ.
۱ ـــ تاسو ( نه ) نه شئ ویلی
دا د دې لپاره یو مهم او کلیدي دلیل دی، چې نور ولې له تاسو څخه بده ګټه اخلي، په دې دلیل، چې تاسو ( نه ) نه شئ ویلی. که چېرې همکار مو وغواړي، چې په یوه پروژه کې ورسره مرسته وکړئ، نو په احتمالي توګه ستاسو ځواب هو دی، سره له دې، چې په خپل کارونو باندې سخت بوخت یاست او په احتمالي توګه څو ورځې نه یاست ویده شوي. که چېرې په ځان کې دا ډول مورد وینئ، نو اړینه ده، چې له ځانه وپوښتئ، چې ستا په دننه کې څه پېښېدونکي دي او یا دا چې کوم باور تاسو له ( نه ) ویلو څخه را ګرځوي. په احتمالي توګه د جبر احساس کوئ، که چېرې دا کار ترسره نه کړئ، نو نور به فکر وکړي، چې بد انسان یاست.
آیا په دې اړه اندېښمن یاست، که چېرې نه ووایئ، نو غوسه به شي؟
آیا وېرېږئ، که چېرې له چا مرسته ونه کړئ، نو هغه به هم له تاسو سره مرسته ونه کړي؟
په یاد ولرئ، چې تل هو ویل د دې سبب ګرځي، چې هغوی د هر کار لپاره تاسو ته راشي او تاسو په هغو مسؤولیتونو سره، چې په تاسو پورې تړاو نه لري، محدود کړي، دا په دې مانا ده، چې ډېر ساعتونه کار وکړئ او لږ ویده شئ. هېڅکله په ( نه ) ویلو سره ستونزه شتون نه لري، په حقیقت کې د (نه) ویلو زده کړه، د نورو له بدې ګټې اخیستنې څخه د مخنیوي لپاره، تر ټولو غوره لاره ده.
۲ ـــ د نورو د تائید په لټه کې یاست
له تاسو څخه د نورو د بده ګټه اخیستنې یو له دلایلو څخه دا دی، چې تاسو د نورو د تائید په لټه کې یاست او هغوی له دې څخه په خپله ګټه کار اخلي، کله چې د نورو د تائید په لټه کې یاست، نو هڅه کوئ، چې هغوی خوشاله او راضي وساتئ، مینه ناک واوسئ او غواړئ، چې نور له هغو کارونو سره، چې ترسره کوئ یې او یا هم هغه خبرې چې کوئ یې موافقه وکړي، هغه کسان، چې له نورو څخه په بده ګټه اخیستنه کې استادان دي، ډېر ژر یې دې ټکي ته پام ور اوړي.
۳ ـــ اجازه ورکوئ، چې له تاسو څخه بده ګټه واخلي
د موږ ټولو خوښېېږي، کله چې موږ ته اړتیا ولري، نو له موږ سره اړیکه ونیسي، دا کولای شي، خبرو کولو او له تاسو څخه مرستې غوښتلو ته اړتیا وي، که څه هم کله چې تاسو هغوی ته اړتیا لرئ، خو حضور نه لري، نو له دې امله په بشپړه توګه نه شئ کولای، چې په دې افرادو باندې تکیه وکړئ.
تاسو تل له هغوی سره مرسته کولو ته چمتو یاست، خو هغوی هېڅکله له تاسو سره مرسته نه کوي. له تاسو څخه د نورو د بده ګټه اخیستنې یو له دلیلونو څخه دا دی، چې تاسو برید او پوله نه ټاکئ، هره اړیکه پولې او برید ته اړتیا لري، دا په دې مانا نه ده، چې تاسو یو بد انسان یا یو بد دوست یاست، دا په دې مانا ده، چې تاسو ځان ته ارزښت ورکوئ او اجازه نه ورکوئ، چې کوم څوک له تاسو څخه بده ګټه واخلي.
۴ ـــ ځان ته اجازه نه ورکوئ، چې خپل احساسات بیان کړئ
یو له نورو دلیلونو څخه، چې دا پېښه په پرله پسې توګه تکرارېږي، داده، چې تاسو خپل احساسات نه بیانوئ، نو له دې امله، هغوی فکر نه کوي، چې خپل مسؤولیتونه په تاسو باندې تحمیلوي او یا دا مسئله چې د اړتیا په وخت کې له تاسو سره اړیکه ټینګوي، تاسو نه ځوروي.
ډېره زیاته مهمه ده، چې زده کړئ، په یوې مناسبې تګلارې سره، خپل احساسات بیان کړئ. که چېرې داسې احساس کوئ، چې ځپل شوي یاست، له تاسو څخه ګټه اخیستل شوې ده او یا د نورو په وسیله مدیریت کېږئ، نو وې وایئ، ښایي نور ستاسو له احساساتو څخه خبر نه وي او په ویلو سره یې په هغوی کې بدلون رامنځته شي.
۵ ـــ احساس کوئ، چې د درغلي کوونکو کسانو قرباني شوي یاست
له بده مرغه، له درغلۍ یا احساسي ګواښونو څخه، په پراخه کچه په انساني اړیکو کې ګټه اخیستل کېږي، ډېر داسې کسان شتون لري، چې په درغلۍ کې استادان دي، نو له دې امله ډېره زیاته مهمه ده، چې پولې او بریدونه وټاکئ، پوه شئ، چې څنګه ( نه ) ووایئ او خپلو اړتیاوو ته پام وکړئ.
که چېرې داسې احساس کوئ، چې درنه ګټه اخیستل شوې ده، نو دلیل یې دا دی، چې مخه مو یې نه ده نیولې.
آیا داسې احساس کوئ، چې قرباني یاست؟ کله چې ځان قرباني کوو، نو باور کوو، چې نه شو کولای، کوم کار ترسره کړو، په کوم څه کې بدلون نه رامنځته کېږي او باید له هغو سره ژوند وکړو؛ موږ باید د خپل ژوند مسؤول واوسو، که چېرې له تاسو څخه بده ګټه اخیستل کېږي او تاسو پرې پوه یاست، نو خپله دا اجازه ورکوئ، مسئله دا نه ده، چې ځان ګرم وګڼئ، په دې اړه فکر وکړئ، چې د بدلون لپاره یې څه کولای شئ.