واټسپ کې نوی بدلون

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ټولنیزې مېډیا مشهور اپلیکشن وټس اپ د جعلي خبرونو د خپرولو د مخنیوي لپاره یو بل ګام پورته کړ.
د دې لپاره چې د وټس اپ له لوري د جعلي خبرونو د خپرولو مخه ونیول شي نو په همدې خاطر دغه اپلیکشن په خپل سیسټم کې نوي تغیرات راوستي.
تر ډېره د شوشل مېډیا کارونکي هڅه کوي چې خلک دې خبرې ډېرې واوري او وګوري په همدې خاطر ځينې وخت د ټولنیزې مېډیا کاروونکې جعلي خبرونه هم خپروي او بیا یې نورو ته په وار وار سره استوي تر څو ډېر خلک یې وګوري.
وټس اپ د خپل استعمالوونکو د دغه ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوی او په نوي اپډیټ ورژن کې یې داسې تغیرات راوستي چې یو کس نه شي کولی چې یو پيغام یا مسیج د پنځو څخه ډېر ملګرو ته فارورډ کړي.
د وټس اپ کنټرولونکي ډلې ویلي ځکه یې دغه تغیرات راوستي تر څو په دې ټولنیزه مېډیا کې د جعلي خبرونو د خپرولو مخه ونیسي.
ویل کیږي په روان کال کې به په هندوستان او اندونیزیا کې ټولټاکنې تر سره شي او دا چې دغه اپلیکشن په زیات شمېر کارکوونکي له دغه هېوادونو لري، نو دا تغیرات یې د ټاکنو پر مهال د جعلي خبرونو د مخنیوي په خاطر راوستي دي.
له دې وروسته به د وټس اپ کارونکي یو پیغام د پنځو څخه ډېرو ملګرو یا کسانو ته نه شي لېږلی.
د معلوماتو له مخې که څه هم یو پيغام د پنځو څخه زیاتو کسانو ته نه استول کیږي خو د وټس اپ په یوه ګروپ کې شاوخوا دوه سوه کسان شامېلدای شي.