ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې خواشینونکې مسئله را مخته کېږي او تاسو نه شئ کولای، چې د خپلې غوسې مخه ونیسئ، نو باید په دې اړه فکر وکړئ، چې ښایي دا منفي هیجان څو دقیقې وروسته له منځه لاړ شي او هغه وخت دا تاسو یاست، چې له بې فکره خبرو او کارونو سره، چې د یوه ښه او پوه انسان وړ نه دي را ګیر یاست او د جبرانولو امکان هم نه لرئ.
د غاښونو د چیچلو او په بیړه ساه ایستنې پرځای، هغه ټکي، چې د دې لیکنې په دوام مو تاسو ته لیکلي، زده او تمرین کړئ. په دې کارونو سره کولای شئ، ورو ورو د خپلې غوسې او منفي هیجانونو کچه را ټیټه کړئ، د ځان او خپلو شاوخوا خلکو ته آرامه او هوسا ژوند ډالۍ کړئ.
موږ ټولو غوسه تجربه کړې ده او پرته له شکه په دې باندې پوهېږو، چې په دې وخت کې د ژبې، افکارو او چلند کنټرولول په هېڅ وجه آسانه کار نه دی، خو شک مه لرئ، چې د لاندې تګلارو په زده کړې او تمرین سره کولای شئ، دې وړتیاوو ته لاسرسی پیدا کړئ:
۱ ـــ ځای پرېږدئ
کله چې داسې احساس کوئ، چې غوسه مو د ډېرېدو په حال کې ده او د دې شونتیا لیدل کېږي، چې له خپلې خولې څخه مو داسې خبره را بهر کړئ، چې سمه نه ده، نو خپل اوسنی ځای بدل کړئ. د بېلګې په توګه: له کوټې څخه بهر شئ او لږ قدم ووهئ یا داسې یو کار ترسره کړئ، چې په حواسو کې مو بدلون را منځته کړي، د یوې کوچنۍ دمې په را منځته کولو سره، کولای شئ، خپله غوسه را کمه کړئ، حتا که چېرې اړینه وي، د خپلې ماښامنۍ مېز او یا دغه راز خپل کاري مېز پرېږدئ. ډاډه اوسئ، چې له اوسنیو شرایطو او حالاتو څخه بهر کېدل، د غوسې د کمښت سبب ګرځي.
۲ ـــ ژوره ساه وباسئ
هر کله چې یوازې کېږئ، نو ژوره ساه ایستل تمرین کړئ، د دې لپاره باید د ۵ ثانیو لپاره، له پوزې څخه ساه وباسئ، دوه ثانیې یې وساتئ او وروسته د ۱۰ ثانیو لپاره یې له خپلې خولې څخه بهر کړئ، دا کار څو څو ځله تکرار کړئ، دا تمرین د دې سبب ګرځي، ترڅو عصبي سیستم مو آرامه شي او له هغو افکارو څخه واټن واخلئ، کوم چې په ذهن کې مو څپې وهي، ځکه اړ یاست، چې د خپلې ساه ایستنې ثانیې وشمېرئ.
۳ ـــ په خپل نظر کې بدلون رامنځته کړئ
له غوسې وروسته، کله چې آرامه او هوسا یاست، نو له ځانه څو پوښتنې وکړئ: آیا کولای شې، د رامنځته شویو شرایطو په اړه لږ منطفي فکر وکړې؟ د خپل غږ د اورېدو لپاره څه څیز ته اړتیا لرې؟ مقابل لوری دې کومو څیزونو ته اړتیا لري ـــ آیا شونې ده، چې هغه هم تاته ورته غوښتنې ولري؟
د مقابل لوري د غوښتنو او اړتیاوو په اړه فکر کول، د دې سبب ګرځي، ترڅو ډېر کم په خپلې غوسې او غوښتنو باندې ټینګار وکړئ او په دې ترتیب سره، د منفي هیجانونو کچه مو راټیټېږي. دا د هغه کس د پېژندلو او درک کولو لپاره لومړی ګام دی، کوم چې ستاسو د خپګان او اندېښنې سبب شوی دی.
۴ ـــ د خبرو کولو یا نه کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ
د رامخته شویو شرایطو په اړه خبرې کول، په هغه ځای پورې تړاو لري، په کوم کې چې حاضر یاست. کله وخت د غوسې له مخې خبرې کوو، چې زه ګرم نه یم او خپله ګناه کموو، نه مقابل لوری تر اغېزې لاندې راوستل، خو مخکې تر دې، چې خپله خوله پرانیزئ او هغه څه ووایئ، کوم چې په ذهن کې مو دي، څو ثانیې په دې اړه فکر وکړئ، چې د دې خبرو پایله به څه شي او آیا د وضعیت په ښه کولو باندې به اغېزه ولري یا نه! که چېرې اغېزمنې وي، نو خبرې وکړئ، خو که چېرې د وضعیت د لا خرابېدو سبب کېږي، نو غوره ده، چې خپل هیجان کنټرول کړئ.
۵ ـــ د توضیحاتو ورکولو لپاره وخت په پام کې ونیسئ
د هغو موضوعاتو د بیانولو لپاره، کومې چې ستاسو د غوسې سبب شوي دي، غوره ده، چې وخت وټاکئ. لومړی خپلې ټولې خبرې په یوه کاغذ باندې یاددښت کړئ او وروسته په یو مناسب وخت کې یې په اړه خبرې وکړئ.
۶ ـــ مسؤولیت منونکي اوسئ
که چېرې ټینګار کوئ، چې په لومړني فرصت کې د هغې موضوع په اړه خبرې وکړئ، کومه چې ستاسو د غوسې سبب شوې ده، نو ځان د هر ډول مسؤولیت منلو لپاره چمتو کړئ. ځواب ویونکی واوسئ. مقابل لوري ته توضیحات ورکړئ، چې ولې مو دا خبره کړې ده. هرومرو د هغو کارونو او خبرو لپاره، چې کړي مو دي، نو د شخص له لومړني ضمیر یانې ( ما ) څخه ګته واخلئ.