د بریالي واده لپاره ۱۵ مهمې پوښتنې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
زموږ ډېرې تصمیم نیونې برخلیک ټاکونکې دي؛ تحصیلي څانګه، د دندې ټاکنه، د دوستانو ټاکنه او تر ټولو مهمه هغه مېرمن، چې غواړو خپل ټول ژوند او راتلونکې ورسره شریکه کړو.
اروا پوهان هم وایي، چې عاطفي اړیکه ډېره ارزښتمنه ده، ځکه زموږ په روغتیا او سلامتیا کې اغېزمن رول لوبوي او حتا له عصبي فشارونو سره زموږ د چلند په ډول باندې اغېزه کوي.
سپارښتنه کوو، چې هرې پوښتنې په رښتینې توګه د هو یا نه ځواب ورکړئ:
۱ ـــ آیا مېرمنې مو له تاسو څخه یو غوره او نېکمرغه انسان جوړ کړی دی؟ آیا تاسو هم د هغې لپاره دا ګام پورته کړی دی؟
۲ ـــ آیا تاسو یو بل ته د خپلو احساساتو په بیانولو کې، په یو بل باندې په تکيه کولو او له یو بل څخه په مرسته غوښتلو کې هوسا او آرامه یاست؟ او آیا پوهېږئ، چې یو بل به سره پرېنږدئ؟
۳ ـــ آیا تاسو داوړو یو بل هغه ډول چې یاست منلي او په یو بل کې د بدلون را منځته کېدو اړتیا نه وینئ؟
۴ ـــ آیا خپل مخالف نظر په ډېرې آرامتیا او درنښت سره یو بل ته څرګندوئ؟
۵ ـــ آیا دواړه د یوبل تر ټولو غوره دوست یاست؟
۶ ـــ آیا تاسو دواړه په تصمیم نیولو کې ښکېل یاست او په اړیکه کې ځان اغېزمن ګڼئ؟
۷ ـــ آیا تر ډېره چې د ( زه ) او ( ته ) په اړه فکر وکړئ، د (موږ) اوسېدلو احساس لرئ؟
۸ ـــ آیا کولای شئ، په ټولنیزو شبکو کې د خپل اکونټ پسورډ او یا بانکي کارټ د یو بل په واک کې ورکړئ؟
۹ ـــ آیا د یو بل په اړه واقع بینانه او مثبت نظریات لرئ؟
۱۰ ـــ آیا مېرمن او دوستان مو په دې باور دي، چې تاسو ډېره ښه او پایښت لرونکې اړیکه لرئ؟
۱۱ ـــ آیا ستاسو اړیکه له خیانت، کینې، حسد او د یو بل چلند له کنټرولو څخه تشه ده؟
۱۲ـــ آیا ګډ مذهبي او سیاسي لیدلوري لرئ؟ آیا واده ستاسو دواړو لپاره یو شان مهم دی او د ماشوم لرلو او د هغه د روزنې د ډول په اړه سره موافقې ته رسېدلي یاست؟
۱۳ ـــ آیا تاسو دواړه یو بل ته د سر ښندنې لپاره چمتو یاست؟
۱۴ ـــ آیا تاسو دواړه له اروایي پلوه روغ او باثباته شخصیت لرئ؟
۱۵ ـــ آیا له خپل ګډ ژوند څخه د خوښۍ او رضایت احساس لرئ؟
د امتیاز محاسبه
د یوې سالمې او پایښت لرونکې اړیکې د لرلو لپاره، اړتیا نه شته، چې ټولو پوښتنو ته مثبت ځواب ورکړئ، کله وخت شونې ده، چې کومه پوښتنه ستاسو او د ژوند د شریک له نظره مو چندان ارزښت ونه لري او وغواړئ لرې یې کړئ. په دې حالت کې هرڅومره چې ډېرو پوښتنو ته مثبت ځواب ورکړئ، نو احتمالاً د اړیکې پایښت لرل مو ډېرېږي.
لوانډوسکي وایي: انساني اړیکې ډېرې پېچلې دي. دا لېست که څه هم د اړیکې په اړه مو ښه لید وړاندې کوي، خو هېڅوک نه شي کولای، چې د یوې اړیکې پایښت سل په سلو کې تضمین کړي.