د کرکټ نړیوال ۵۰ اوریز جامونه او اتل هېوادونه یې

رنګین تجريدي ډیزاین

دا چې ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې افغان لوبډله هم شامله ده؛ نو غوره بولو چې د دغه جام په تېر یو مرور وکړو او تاریخچه یې بیان کړو.
د یاران ډېری لوستونکو سره به دا پوښتنه وي، چې لومړی ځل نړیوال جام کله وشو، چېرته وشو، چا وګاټه، د دغه جام اتلولۍ کومو هېوادونو اخېستي او کوم هېواد ډېرې اتلولۍ ګټلي؟
اوس یې سره لولو:
اول پړاو نړیوال جام
د انټرنیټي وېب پاڼو د معلوماتو پر بنسټ نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې ترسره شو، دغه جام د لندن ښار په شنو سیمو کې پیل شو، د ۱۹۷۵ م کال جام ۶۰ اورونه و، چې ویسټ انډیز او اسټرالیا پکې پایلوبې ته وتلي وو.

ویسټ انډیز د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د کلېف لایډ د ۱۰۲ منډو په وسیله ۲۹۱ منډې کړې وې او اسټرالیا ته یې ۲۹۲ منډې هدف ورکړی و.
اسټرالیا په ۵۸ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره د جان چپېل د ۶۲ منډو په وسیله ۲۷۴ منډې کړې وې او ویسټ انډیز ورته په ۱۷ منډو ماته ورکړې وه.
دا لومړی ځل و، چې ویسټ انډیز د نړیوال ۶۰ اوریز جام اتلولي یوړه.
دوهم پړاو جام او اتل هېواد
په ۱۹۷۹ م کال کې یو ځل بیا دا جام ۶۰ اوریز ترسره شو او په انګلستان کې وشو.
په دغه جام کې ویسټ انډیز او انګلستان پایلوبې ته رسېدلي وو، چې ویسټ انډیز پکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۸۷ منډې هدف ورکړی و.
انګلستان په ۵۱ اورونو کې ۱۹۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
ویسټ انډیز، انګلستان ته په ۹۲ منډو ماته ورکړه او دوهم ځل لپاره یې اتلولي واخېسته.
دریم پړاو نړیوال جام
دا نړیوال جام په ۱۹۸۳ م کال کې ترسره شو، چې ۶۰ اورونه و.

دا جام هم په لندن کې ترسره شو، چې پکې هندوستان او ویسټ انډیز پایلوبې ته رسېدلي وو.
هندوستان په ۵۴ اعشاریه ۴ اورونو کې د ټولو وېکټو په زیان سره ۱۵۴ منډې وکړې او ۱۵۵ منډې هدف یې د مقابلې لوبډلې پر وړاندې کېښود.
ویسټ انډیز هم په ۵۲ اورونو کې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې، ۱۴۰ منډې یې وکړې او لوبه ترې هند په ۴۳ منډو وګټله.
څلورم پړاو نړیوال جام
۱۹۸۷ م کال کې نړیوال جام د لومړي ځل لپاره پنځوس اوریز شو، دغه جام په هندوستان او پاکستان هېوادونوکې د دوی په ګډ کوربتوب ترسره شو.

اسټرالیا او انګلستان پایلوبې ته وتلي وو، اسټرالیا په ۵۰ اورونوکې د ۵ لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۵۳ منډې وکړې او ۲۵۴ منډې هدف یې انګلستان ته ورکړ.
انګلستان په ۵۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۴۶ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۷ منډو وګټله.
پنځم پړاو نړیوال پنځوس اوریز جام
۱۹۹۲ م کال کې نړیوال پنځوس اوریز په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو؛ دې جام کې پاکستان او انګلستان پایلوبې ته ووتل.

پاکستان د شپږ وېکټو په لوېدو سره ۲۴۹ منډې وکړې ، انګلستان ۴۹ اعشاریه ۲ اورونه ولوبول او ټول لوبغاړي اوټ شول. دوی ۲۲۷ منډې جوړې کړې او لوبه ترې پاکستان په ۲۲ منډو وګټله.
شپږم پړاو نړیوال جام
۱۹۹۶ م کال کې نړیوال جام په درې هېوادونو، پاکستان، هندوستان او سریلانکا کې ترسره شو.
سریلانکا او اسټرالیا پایلوبې ته ورسېدل، چې سریلانکا ، اسټرالیا ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه او اتلولي سریلانکا یوړه.
اسټرالیا، سریلانکا ته ۲۴۲ منډې هدف ورکړی و.
اووم پړاو نړیوال جام
دا جام په ۱۹۹۹ م کال کې په انګلستان او د اسټرالیا په ویلز سیمو کې ترسره شو، پاکستان او اسټرالیا پایلوبې ته وتلي وو، چې پاکستان اسټرالیاته ۱۳۳ منډې هدف ورکړی و، ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۳۹ اورونوکې سوځېدلې وه.
اسټرالیا ورته دا هدف په یوویشتم اورکې په وېکټو پوره کړ او پاکستان ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
اتم پړاو نړیوال جام
۲۰۰۳ م کال کې نړیوال جام په سهیلي افریقا کې ترسره شو، دغه جام کې ۱۴ لوبډلې شاملې وې، چې اسټرالیا پایلوبه کې هندوستان ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه او د دریم ځل لپاره اتلولي اسټرالیا یوړه.

نهم پړاو نړیوال جام
نهم پړاو پنځوس اوریز جام په ۲۰۰۷ م کال کې په ویسټ انډیزکې ترسره شو، چې پکې اسټرالیا، سریلانکا ته د لوبې باراني اصولو له مخې په ۵۳ منډو ماته ورکړه او اسټرالیا د څلورم ځل لپاره اتلولي یوړه.
اسټرالیا ۲۸۲ منډې هدف ورکړی، چې سریلانکا ورپسې په ۳۶ اورونوکې ۲۱۵ منډې وکړې او بیا د باران له امله لوبه اسټرالیا وګټله.
لسم پړاو نړیوال جام
لسم پړاو نړیوال جام په ۲۰۱۱ م کال کې په هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا هېوادونو کې ترسره شو، چې پکې هندوستان، سریلانکاته په ۶ وېکټو ماته ورکړه او هندوستان د دوهم ځل لپاره نړیوال جام وګاټه.
سریلانکا ، هند ته ۲۷۴ منډې هدف ورکړی و.
ګاتم ګمبیر ۹۷ منډې او ډوني ۹۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ډوني اعلان شوی و.
یوولسم پړاو نړیوال جام
دا جام په ۲۰۱۵ م کال کې په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو، چې اسټرالیا، نیوریلېنډ ته په پایلوبه په ۷ وېکټو ماته ورکړه او د پنځم لپاره اسټرالیا د نړیوال پنځوس اوریز جام اتله شوه.
نیوزیلېنډ اسټرالیاته ۱۸۴ منډې هدف ورکړی و، چې اسټرالیا ورته په ۳۳ اعشاریه یو اور کې پوره کړ او په ۷ وېکټو یې نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه.
مېچل سټارک په دغه جام کې تر ټولو زیاتې وېکټې اخېستې وې.
تر دې د نړیوال جام ۱۱ پړاوونه ترسره شوي، چې درې ځلې شپېته اوریز او پاتې یې پنځوس اوریز ترسره شوي دي.
دا جام دوه ځلې ویسټ انډیز، دوه ځلې هندوستان، یو ځل سریلانکا، یو ځل پاکستان او پنځه ځلې اسټرالیا ګټلی دی، اسټرالیا سږ کال له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
۲۰۱۹ م کال پنځوس اوریز جام د افغان کرکټ لوبډلې په ګډون د لس لوبډلې په انګلستان کې د می په ۳۰ مه نېټه پېلوي، لومړۍ او د پرانېستې لوبه یې انګلستان او سهیلي افریقا ترسره کوي.
دا جام د جولای په ۱۴ مه نېټه پای ته رسېږي.

افغان لوبډله به له نهو نورو لوبدلو سره په دغه جام کې لوبې ولري.
دې جام ته شا او خوا ۴ میاشتې پاتې دي او افغان لوبډله به پکې تر ډېره ښه وځلېږي.
۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام په هندوستان کې ترسره کېږي.
سهیلي افریقا، نیوزیلېنډ، انګلستان، زِمبابوې، افغانستان او بنګله دېش تر اوسه پنځوس اوریز نړیوال جام نه دی ګټلی.