د هندوستانۍ سېنما تکړه فلم لوبغاړی وویک اوبرائي د هندوستان د لومړي وزیر رول لوبولو ته چمتوالی ښودلی.
ټاکل شوې، وویک اوبرائي په هغه فلم کې مرکزي رول ولوبوي چې د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي په ژوند او فعالیت څرخي.
د تجربه کار اداکار انوپم کهیر وروسته وویک هم د یوه صدراغظم پر ژوند جوړيدونکي فلم کې کار کوي، انوپم تر دې وړاندې د هندوستان د پخواني لومړي وزیر من موهن سنګهـ په ژوند جوړ شوي فلم کې کار کړی.
سږ کال په هندوستان کې ټول ټاکنې کیږي او همدا لامل دی چې په دې ورځو د مختلیفو ګوندونو لخوا په هندوستان کې ټاکنو لپاره تیارۍ ښې په شور او زوږ کې روانې دي.
د واکدارۍ مینه تر دې حده رسېدلې چې ان بالیوډ فلمونه یې تر خپل اغېزه راوستلي دي او د مختفلو سیاسیونو په ژوندانه فلمونو جوړېدل جریان لري.
د هندوستان فلم څارونکی ترن ادرش په خپل یوه ټوئټ کې روښانه کړي چې د بالیوډ اداکار وویک اوبرائي به د نریندرا مودي پر ژوند جوړیدونکي فلم کې مرکزي رول ولوبوي.
ترن ادرش ویلي د امنګ کمار په لارښوونه جوړیدونکي فلم (پي ايم نریندر مودي) لومړي پوسټر روانه میاشت په ۷ د جنورۍ خپور شوی، په دغه فلم کې سندیپ سنګهـ د پروډيوس چارې پر غاړه لري.
ویل کیږي چې د دغه فلم د شوټينګ یا صحنو ډکولو چارې به هم روانه میاشت پيل شي.
باید وویل شي چې د دغه فلم لومړی پوسټر په ۲۳ ژبو خپور شوی سره له دې بیا هم د جنوبي ممبئي د خلکو لخوا له نیوکو سره مخ شوی دی.
سرچینې وایي چې د فلم شوټینګ به د نریندرا مودي پلارني ټاټوبي ګجرات سربېره اتهرا ګننډ او هماچل پردیش کې هم تر سره شي.
د یادولو ده چې د هندوستان د یوه ګوند د مشر شیوسینا پر ژوند د جوړ شوي فلم ټریلر هم خپور شوی چې په کې د مشر رول تکړه فلم اداکار نوازالدین صدیقي لوبولی چې تر وروسته یو بل فلم (ایکسیډینټل پرایم منسټر) په نوم فلم د پخواني لومړي وزیر په ژوند هم جوړ شوی، د دې ټریلر هم تر خلکو رسېدلی.
تر اوسه دغه دواړه فلمونه د خلکو لخوا تر ریلیز کېدو وړاندې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.