ویرات کولي وایي: که بېټ مې کېښود، بیا به یې هیڅ راپورته نه کړم

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان وتلي کرکټ ستوري او د اوسنۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي د خپل تقاعد یا له لوبو د استعفا‌‌ء پلان په اړه خپلې څرګندونې کړي دي.
ویرات کولي چې اوس ۳۱ کاله عمر لري او لا هم انرژي لري، چې د کرکټ په ډګر کې د هندوستان ملا ور وتړي، ویلي دي که یې یو ځل د کرکټ بېټ د لوبې د نه کولو په پار کېښود او د لوبو بوټان یې وځړول بیا به هیڅکله نه د وطن او نه هم د سوداګرو لپاره په سوداګریزو لیګونو کې لوبه وکړي.
ویرات کولي چې کابو ۹ کاله کېږي له هندوستانۍ لوبډلې سره د ټاپ ارډر توپ وهونکي په توګه لوبېږي، دغه څرګندونې یې د جمعې په ورځ د اسټرالیا د کرکټ بورډ یوټیوب چېنل ته کړي دي.
ویرات کولي لا هم وخت لري چې د هندوستان لپاره کرکټ ته دوام ورکړي.
د خبریال پوښتنه او د ویرات کولي ځواب

له هغه پوښتنه وشوه، چې کله له نړیوال کرکټ څخه استعفا وکړې، بیا به بېګ باش لیګ کې لوبېږې؟
ویرات کولي ورته په ځواب کې وویل کله چې د خپل هېواد لپاره د کرکټ سره مخه ښه وکړم، بیا به په هیڅ ډول لوبوکې ونه لوبېږم.
د ویرات کولي یو اسټرالیایي مینه وال ویلي، هغه به کومه ورځ وي چې ویرات کولي د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ یا بېګ باش کې د قرعه کشۍ یا بولۍ کې ووینم؟
د ویرات کولي د مینه وال دا تمه او هیله ځکه باید پوره کېدونکې ونه بلل شي، چې د هندوستان کرکټ بورډ هیڅ هندوستاني لوبغاړي ته اجازه نه ورکوي، چې په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي.
دا ځکه چې د هغوی په کور دننه خورا بوختې او ډېرې لوبې لري، د رنجي ټرافي په نامه سیالۍ لري، چې د هندوستان د هر ایالت څخه پکې نوي او زاړه لوبغاړي لوبېږي او کال څلور فصلونه هندوستان کې کرکټ روان وي.

بله دا چې ویرات کولي د دغه مینه وال هیله بیخي ورپرې کړه او له استعفا څخه یې وروسته اراده داسې ده، چې په هیڅ ډول لوبو کې نه لوبېږي.
ویرات کولي
ویرات کولي په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله رهبري کړه او لوبډلمشري یې وکړه، دا مهال د دوی لوبې په مالیزیا کې وې.
یو ورځنۍ لوبې يې په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان لپاره پیل کړې او د ملي لوبډلې سره یو ځای شو.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۰۸ م کال کې د اګسټ په اتلسمه نېټه له سریلانکا سره د سریلانکا په ډمبولا لوبغالي کې ترسره کړه، په دغې لوبه کې ویرات کولي چې د ګاتم ګمبیر سره پیل یا اوپننګ ته راغلی و ۱۲ منډې وکړې او د کولېسېکارا په توپ ایل بي ډبلیو اوټ شوی و.
په ۲۱۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰ زره ۲۳۵ منډې کړي دي، ۳۸ یې سلیزې او ۴۸ یې پنځوسیزې وهلي دي.

ټېسټ لوبې یې په ۲۰۱۱ م کال کې د ویسټ انډیز خلاف پیل کړي دي، چې په ۷۷ ټېسټ لوبو کې یې ۶۶۱۳ منډې کړي دي، ۲۵ یې سلیزې وهلي او شل یې پنځوسیزې وهلي دي او شپږ ځلې یې دوه، دوه سوه منډې کړي دي.
په آی پي ایل کې د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی.