لیکنه: احمد الهام
لۀ یؤ انسان نه، بلکې هر مخلوق سره مرسته کول او خؤښ ساتل یو فطري عمل، د سالم عقل او انساني مدنیت غوښتنه ده.
په ټولو اسماني ادیانو په ځانګړي ډؤل اسلام کې له یو انسان سره مرسته کول، او هغه ته ګټه رسؤل غوره او ستر عبادت ګڼل شوی.
د بیلګې په توګه په یوه حدیث شریف کې نبي صلی الله تعالی علیه وسلم وایي: څښتن تعالی ته پۀ ټولو انسانانو کې هغه سړی ډېر ګران او نېژدي دی چې نورو خلګو ته یې ګټه رسي او له هغوی سره مرسته کوي؛ او بل ځای وایي: مخلوقات د څښتن تعالی عیال دی نو هغه څوک چې د څښتن متعال له عیال سره ښۀ کوي او هغوی خوشال ساتي پر الله تعالی تر هر چا ډېر ګران دی.
په یوه بل حدیث شریف کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم: له یو انسان سره په ورین تندي او موسکه خوله مخامخ کېدل صدقه بللې.
له پورتنیو خبرو دا جؤتېږي چې له یو انسان سره مرسته کؤل او هغوی خوشال ساتل څومره ستر او خدای ته خؤښ عمل دی.
همدا ډول کله چې د یوې تولنې انسانان له یؤ بل سره مرسته کوي، د یو بل په درد او غم کې سره شریک وي او د یؤ بل لپاره ژؤند کوي نو په ټولو ټولنو کې دغه ټولنه له مینې، ورورولۍ، یووالي او خواخوږۍ ډکه ټولنه ګڼل کېږي.
پر دې ټولو برسېره خلک خوشال ساتل او له هغوی سره کومک کول د سړي پر رواني حالت خوشالی، او خپګان باندې ژؤر اغېز لري.
د ارواپوهنې تکړه او نومیالی ډاکټر (ډاکټر ایډلر) وایي: ماته به بیخې ډېر د مالیخولیا او په نورو رواني ناروغیو اخته ناروغان راتلل خو ما به ورته یوازې یؤه وړیا او لنډه نسخه ورکؤله.
مریض ته به مې ویل: چې تل په دې فکر او هڅه کې اوسه چې څنګه باید له یو انسان سره مرسته وکړم او هغه ته خوشالي ورکړم، په همدې ډول ۱۴ورځې هره ورځ له یؤ انسان سره مرسته کوه او هغه ته خوشالي ورکړه.
ښاغلی ډاکټر لیکي: دا نسخه مې له حده زیاته ګټوره ثابته شوه، ان تر دې چې دی وایي ځینې مریضان مې بېخي ژر او تر ۱۴ ورځو پۀ لږ وخت کې روغ شول.
ښاغلی په خپل کتاب کې د دې نسخې د ښو پایلو اړؤند لیکي: ډېری خلک په رواني ناروغیو له دې امله اخته کېږي چې دوی ته په ټولنه کې توجه نه وي، خلکو یوازي پرې ایښی وي او هیڅ ارزښت نه ورکوي چې پایله یې دا راوځي چې سړی له ذهني کشمکش او رواني فشار سره لاس او ګریوان شي.
خو که دی له خلکو سره مرسته وکړي، هغوی ته ګټه ورسوي نو دی به ځان ته د خلګو توجه راواړوي او خلګ به ارزښت ورکړي،
چې په نتیجه کې به پر خپل ذهني کشمکش او پریشانیو کنټرول پیدا کړي.
دا چې زموږ ټولنه له بېوزلو او مرستې ته له اړتیا لرونکو خلګو ډکه ده باید موږ ورسره مرسته وکړو یؤ خو به مو د دوی اړتیاوې پوره او له دوی سره کومک کړی وي، بل به مو د اخرت ثوابونه ګټلي او خدای به رانه خوشال وي، همداسې به مو رواني حالت روغ، فعال او زړۀ به مو خوشال وي.
راځئ چې سر له ننه دغه اسلامې، انساني او فطري کار ته څومره چې مو په وس پوره وي مټې را بډ وهو، په ښه اخلاس او صداقت سره دا وجیبه سر ته ورسو.