د افغانستان د مثبت تصویر په وړاندې کولو کې د نورو ورزشونو ترڅنګ کرکټ ډېر ستر ځای لري، چې نړۍ ته یې د افغانستان تصویر مثبت وړاندې کړی.
افغان لوبډله په تېرو ۱۸ کلونو کې دومره وځلېده، چې نړیوالو او آن ګاونډیو هېوادونو یې تصور هم نه شو کولای.
افغان کرکټ بورډ په ۱۹۹۵ م کال کې تاسیس شوی او افغان لوبډلې په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ م کال کې سر راپورته کړ او په زرغونېدو یې پیل وکړ.
دې لوبډلې خپل لومړنی مزل د دریمه درجه هېوادونو په قطارکې پیل کړ، ډېر ژریې نمېبیا، سکاټلېنډ، هایلېنډ، هانکانګ، مالیزیا، عربي متحده امارات، چین، کوېټ، سېنګاپور، کاناډا او نورې دریمه درجه لوبډلې ماتې کړې؛ هغه وخت کې هغو افغانانو له کرکټ سره تر هغو افغانانو ډېره اشنایي درلوده، چې د پښتونخوا او پنجاب په ښارونو کې اوسېدل، دا ځکه چې پاکستان کې کرکټ ډېر پرمختګ کړی او افغانستان کې کورنیو جګړو او نورو ناخوالو کرکټ لوبې ننګولې وې او د خلکو ورسره د جنګ جګړو له امله چندانې علاقه نه وه او هر سړی په خپلو خولو کې ډوب وو.
افغان لوبډلې تر ۲۰۰۹ م کال پورې مبهم او د ملیونونه افغانانو له سترګو پناه خو مثبت مزل وکړ، دلته په افغانستان کې یا داسې امکانات نه وو، چې د دوی کړې لوبې هېوادوالو ته ورسوي او یا هم دولت دې برخې ته پام نه و کړی.
تر ۲۰۰۹ کال وړاندې د کرکټ بورډ د رسنیو برخه هم دومره فعاله نه وه، لکه څنګه چې اوس فعاله ده.
په افغان لوبډله کې هغه وخت تاج مالک عالم د رهبرۍ په برخه کې شامل و، هستي ګل عابد، کریم صادق، حمیدحسن، شفیق الله شفق، نورعلي ځدران، شاپورځدران، نوروزمنګل، رئیس احمدزی، اصغر افغان، خالق داد نوري، محمدنبي عیسی خېل او نورو لوبغاړو بې سارې هلې ځلې وکړې، د دوی مرکې به چې ما د رسنیو څخه اورېدې دوی به ویل، چې مونږ چپسو سره ډوډۍ خوړله او د هېواد لپاره به لوبېدلو.
بالاخره افغان لوبډلې د خپلو بې سارو هڅو او وړتیاوو له امله وکولای شول، د خپل بخت ستوری په ۲۰۰۹ م کال کې وځلوي، دا هغه مهال و، چې افغان لوبډلې د لویو وچو د لوبډلو ترمنځ په لوبو کې د لوبېدو لپاره سهیلي افریقا ته ولاړه، هلته په کپټاون او جوهونزبورګ سیمو کې دوی لوبې وکړې.
افغان لوبډلې نېدرلېنډ، کاناډا، نمېبیا او نورو ځېنو لوبډلو ته ماتې ورکړې، هغه مهال شهزاد محمدي تازه ملي لوبډلې ته راغلی و، له کریم صادق سره یې د افغان لوبډلې لپاره پیل کاوه، نوموړي د کاناډا خلاف خورا ښه توپ وهنه وکړه، کریم صادق به برید کوونکې لوبه کوله.
افغان لوبډلې د نړۍ د لویو وچو یا انټرکانټېنېنټل لوبډلو کې څلورم ځای خپل کړ، هغه مهال کریم صادق د نېدرلېنډ خلاف ۹۰ منډې کړې وې، خو بیا د یو شاټ وهلو پر وخت په توپ کېچ شوی و.
د کریم صادق له صفت وروسته یوې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي وو، چې افغان اوپنر توپ وهونکی کریم صادق د نېدرلېنډ خلاف په شاټ وهلو کې ناکام شو.
له دې وروسته افغان لوبډلې د ۲۰۱۰ م کال شل اوریز جام ته چې ویسټ انډیزکې ترسره شو، ارتقاع وکړه او غوراوي جام سیالیوکې افغان لوبډله وتوانېده، چې شل اوریزجام ته لار ومومي.
دا هغه مهال و، چې افغانانو به ارمان کاوه، چې خپل افغان لوبغاړي د تلویزیون په پرده وګوري.
ډېری افغانانو به ویل، د شکر ځای دی چې مونږ اوس د پردیو لوبډلو پر ځای خپلې لوبډلې او لوبغاړو ته چکې وهو.
دا چې ویسټ انډیز په جنوبي امریکا کې پرته سیمه ده؛ نو د افغانستان په وخت او د هغه ځای وخت کې توپیر و، ویسټ انډیز کې چې کله ورځ وي؛ نو افغانستان کې بیا شپه وي.
د ۲۰۱۰ کال شل اوریزو لوبو پیل به د افغانستان پر وخت د شپې په شا او خوا دوه بجو کېده؛ نو هغه مهال په کلیوالي او له ښاره وتلو سیمو کې برېښنا نه وه، لمریزې برېښنا ته هم چا لاسرسی نه درلود، خو یو شی چې افغان لوبغاړو لیدل یې د تلویزیون په پردې خلکو ته ممکن کړي وو، جنراتورونه وو، چې خلکو به لګول او بیا به یې د افغان لوبغاړو لوبې پرې کتلې.
افغان لوبډلې په ۲۰۱۰ م کال نړیوال شل اوریز جام کې لومړۍ لوبه د هندوستان خلاف وکړه، افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، نورعلي ځدران په دغې لوبه کې نیمه سلیزه ووهله او د هندوستان خلاف افغان لوبډلې ۱۱۵ منډې هدف کېښود.
هندوستان دغه لوبه له افغان لوبډلې د مورلي ویجی د ۴۹ منډو پرمټ وګټله.
افغان لوبډلې دوهمه لوبه د پیاوړې لوبډلې سهیلي افریقا پر وړاندې وکړه او افریقا هم افغان لوبډلې ته ۱۴۵ منډې وکړې.
چې افغان لوبډلې ورپسې د مېروېس اشرف او حمید حسن د هسکو شپږیزو پرمټ ورپسې ۸۲ منډې وکړې.
دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای و، چې د حمید حسن د توپ اچونې ستاینه د مبصرینو له خوا کېدله، حمید حسن چې یقینن افغان لوبډله کې یو بریالی بالر و، په لومړي توپ یې د افریقا نامتو الراونډر جېکس کالېس په کچ سره له مېدان څخه بیرون کړ.
دا هغه مهال و، چې افغان لوبغاړو د افغانستان او افغانانو د غېرت او مېړانه انځور بهرنیانو ته وړاندې کړ او نړیوال یې خپلو استعدادونوته ګوته په غاښ کړل.
دا وه د افغان لوبډلې د ځلېدا لنډه تاریخچه اوس د افغان شپږو لاسته راوړنو ته راځو:
لومړۍ لاسته راوړنه
د افغان لوبډلې لپاره لومړۍ لاسته راوړنه نړیوال شل اوریز جام ته په ۲۰۱۰ م کال کې کوالیفای وه، همدغې کوالیفای افغان لوبغاړي او لوبډله په هېوادوالو او نړیوالو وپېژندل.
افغان لوبډلې لومړۍ لوبه هندوستان ته په ۷ وېکټو وبایلله، دا لوبه په سېنټ لوسیا سیمه کې ترسره شوه.
هغه افغان لوبډله په خورا لومړني یا ابتدایي حالت کې وه، د لوبغاړو تمرینات او له نړیوالو لوبډلو سره هیڅ نه وه مخ شوې او دا یې لومړی ځل و، چې نړیوال جام کې له اسیا لرې په یوه بله وچه کې افغان لوبډله ولوبېدله.
اوس ۲۰۱۹ کال کې افغان لوبډله داسې هستۍ لري، چې کولای شي د نړۍ سترې لوبډلې وننګوي او خورا ستونزمنې لوبې ورسره وکړي.
۲۰۱۸ م کال اسیا جام سالۍ یې ښې بېلګې دي، سریلانکا او بنګله دېش ته ماتې ورکول، هندوستان سره لوبه مساوي کول او پاکستان ته تر خورا مثبتې لوبې وروسته لوبه په داسې حال کې وبایلله، چې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر سرفراز سترګو کې اوښکې ډنډ، ډنډ کېدلې.
نو نړیوال شل اوریز جام ته د افغان لوبډلې وتل د افغان لوبډلې یوه ستره لاسته راوړنه وه.
دوهمه لاسته راوړنه
۲۰۱۴ م کال اسیا پنځوس اوریز جام کې د افغان لوبډلې لوبېدل او بنګله دېش ته ماته ورکول وو، پاکستان، هندوستان او سریلانکا څخه یې ماتې وخوړې، دا لومړی ځل و، چې افغان لوبډله په اسیا جام سیالیوکې ولوبېدله، چې د اصغر افغان او سمیع الله شینواري تاریخي ملګرتیا د بنګله دېش خلاف نړیوال یو ځل بیا حېران کړل.
اصغر افغان ۹۰ او سمیع الله شینواري بیا ۸۲ منډې وکړې.
افغان لوبډلې بنګله دېش ته ۲۵۵ منډې هدف ورکړی و.
دریمه لاسته راوړنه
د افغان لوبډلې لپاره د کرکټ په تاریخ کې دریمه لاسته راوړنه د کرکټ نړیوال پنځوس اوریزجام کې لوبېدل دي.
افغان لوبډلې په نړیوال جام کې د لوبېدلو لپاره په ۲۰۱۵ م کال کې له افغانستان څخه اسټرالیا او نیوزیلېنډ ته سفر وکړ.
دې لوبډلې له سریلانکا، اسټرالیا او بنګله دېش څخه ماتې وخوړې؛ خو سکاټلېنډ ته یې د سیمع الله شینواري د ۹۶ منډو پرمټ ماته ورکړه او په نړیوال جام کې دا بریا د افغان لوبډلې لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وه.
دا لوبه د نیوزیلېنډ په ډنېډن سیمه کې ترسره شوه.
څلورمه لاسته راوړنه
۲۰۱۵ م کال او په زِمبابوې کې د ۵ یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ بریا د افغان لوبډلې یوه بله ستره لاسته راوړنه وه.
افغان لوبډلې د کرکټ شورا بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې زِمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ لوبه زِمبابوې وګټله، درې پر له پسې لوبې بیا افغانستان وګټلې او وروستۍ لوبه یو ځل بیا کوربنې زِمبابوې وګټله او په دې ډول سیریز درې د دوه لوبو پر وړاندې افغان لوبډلې وګاټه، په دغو لوبوکې محمدنبي د توپ وهنې او دولت ځدران په توپ اچونه کې د اتلانو رول ولوباوه.
۲۰۱۵ م کال وروسته افغان لوبډله د ځېنو نوو او ځوانو لوبغاړو په راتګ سره لا پیاوړې شوه او د نړیوالو لوبډلو لپاره د خطر زنګ شوه.
راشدخان، مجیب ځدران، رحمت شاه زرمتی، حضرت الله ځاځی او نور لوبغاړي افغان لوبډلې سره یو ځای شول، چې نړیوالې لوبډلې یې وننګولې.
پنځمه لاسته راوړنه
دا لاسته راوړنه د افغان تنکیو ځوانانو ۱۹ کلنو لوبډلې ده، چې ۲۰۱۷ م کال کې یې مالیزیا کې د اسیا پنځوس اوریزې جام سیالیو وګټلې او اتلولي یې واخېسته.
پاکستان، هندوستان، سریلانکا، مالیزیا او نورې لوبډلې یې ماتې کړې او په پایلوبه کې یې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي افغان لوبډلې یوړه، له دې وروسته افغان ۱۹ کلنو لوبډلې نړیوال پنځوس اوریز جام ته کوالیفای وکړه، دا جام د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې په نیوزیلېنډ کې ترسره شو، چې افغان لوبډلې پکې نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه او څلورم مقام افغان لوبډلې واخېست.
شپږمه لاسته راوړنه
دا د ۲۰۱۹ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته د غوراوي سیالیو اتلولي او نړیوال جام ته لاره موندل دي.
دې لوبډلې د غوراوي جام سیالۍ چې په زِمبابوې کې ترسره شوې په دوهم پړاو کې ټولې لوبډلې ماتې وکړې او په پایلوبه کې یې ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او افغان لوبډلې د دې لوبو اتلولي واخېسته او نړیوال پنځوس اوریز جام ته چې په انګلستان کې د می په ۳۱ مه نېټه پېلېږي هسکه غړۍ لار وموندله.
افغان لوبډله د کرکټ په برخه کې لا ډېرې نورې لاسته راوړنې لري، چې په هغې کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب اخېستل، په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په کچه اتم مقام اخېستل، ۲۰۱۸ کال کې د ۷ شل اوریزو لوبو ګټل، افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې د فصدۍ په لحاظ سل سلنه مثبت رول لوبول، په یو ورځنیو لوبو کې د ډېرو لوبو ګټل؛ له هندوستان سره تاریخي ټېست لوبه ترسره کول؛ دا او دې ته ورته نورې لاسته راوړنې هغه څه دي، چې افغانانو او نړیوالو ته د لمر په څېرروښانه دي.