په ننګرهار کې د میډیا لیګ سیالیو اتلولي د ژورنالیستانو شورا لوبډلې خپله کړه !

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

 په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ورزشي خبریالانو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د میډیا لیګ یا رسنیز لیګ په نوم ۱۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې، چې پکې د ژورنالیستانو شورا لوبډلې د اتلولۍ جام وګټلو.

د کرکټ دغه ۱۰ اوریزه لوبې په ننګرهار کې د ورزشي خبریالانو د کرکټ لوبډلې لخوا پیل شوې وې، چې پکې ۴ لوبډلو ګډون کړی و.

ګډون کوونکې ۴ واړه لوبډلې د ننګرهار ورزشي خبریالان، د ختیځ زون ژورنالیستانو ګروپ، د ژورنالیستانو شورا او د سینما لوبغاړو لوبډله یو بل سره په درې لوبو کې مخامخ شوې، چې د باران د اورښت په مرسته د سینما لوبغاړو لوبډله د ژورنالیستانو شورا لوبډلې سره پای لوبې ته ورسیده.

په وروستۍ سیالۍ کې د سینما لوبغاړو لوبډله د ژورنالسیتانو شورا لوبډلې لخوا د ۹۳ منډو هدف په ځواب کې ۱۰ منډې وروسته پاتې شوه او په دغه سیالیو کې یې دویم مقام خپل کړ.

د سیالیو ترتیب کونکي د ورزشي خبریالانو د لوبډلې غړي وايي، له دې لوبو څخه یې موخه د خبریالانو او ژورنالیستانو ترمنځ په رسنیزه برخکې نږدې اړیکې دي، چې په دې سیالیو کې ورسره د ختیځ زون د کرکټ بورډ مسول روح الله تره خیل او د ختیځ کرکټ اکیډمۍ مسول ډاکټر عبدالعزیز خپله پوره پوره همکاري کړې ده.

په دې سیالیو کې د لمړي ځل لپاره د سینما ډګر لوبغاړي، چې د فلم یا ډرامې په ذریعه تر خلکو پیغام رسوي؛ هم شامل شوي وو.

په ننګرهار کې د سینما لوبغاړي وايي، خوښ دي، چې د خبریالانو سره یو ځای په دغه لیګ سیالیو کې ولوبیدل او ورسره یې اړیکې لا نږدې شوې.

د سینما لوبډلې لوبډلمشر لعل محمد وفا وايي، داسې لوبې جوړول د خبریالانو او فلمي لوبغاړو ترمنځ ډیرې ګټورې دي او یو بل سره د ښو اړیکو او خبراوي په معنی دي.

دغه لوبې چې درې ورځې یې دوام وکړ،  د پای لوبې غوره لوبغاړی واجد خان، په ۱۰ ویکټو د لیګ مخکښ بالر مطیع الله، په ۹۸ منډو مخکښ توپ وهونکی امجد او د ټولو لیګ غوره لوبغاړی په ۸ ویکټو او ۶۵ منډو جوړولو سره احسان الله ساپی وټاکل شو.

د رسنیز لیګ په نوم د کرکټ دا ډول سیالۍ د لمړي ځل لپاره ترسره شوې، خو مسولین یې وايي، دغه چاره به په راتلونکو کلونو کې هم دوام داره وساتي.