افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان په شل اوریزو لوبوکې په ۲۰۱۸ م کال کې ټول توپ اچوونکي تر شا پرېښي او مخکې تګ یې کړی دی.
د کرېک بز وېب پاڼه لیکي، راشدخان ۲۰ کلن افغان لېګ برېک توپ اچوونکی د شل اوریزو لوبو غوره بالر دی، چې د نړۍ په کچه یې په لوبوکې انقلاب رامنځته کړی.
نوموړي په ۲۰۱۵ م کال کې د افغان لوبډلې لپاره لوبې پیل کړې او اوس په ټولو ډولونو لوبوکې د افغان لوبډلې په ګټه لوبېږي.
راشدخان نه یواځې دا چې په ۲۰۱۸ کال کې یې په شل اوریزو لوبوکې ډېرې وېکټې اخېستي بلکې په همدغه کال کې د شل اوریزو لوبو لومړی توپ غورځوونکی او په یو ورځنیو لوبوکې لومړی نمبر الراونډر یا کرکټ ټولچاری هم پاتې شوی.
۲۰۱۸ کال کې راشدخان د غور وېکټ اخېستونکي په بالر توګه ځان ثابت کړی، خان په ۶۱ شل اوریزو لوبوکې ۹۶ وېکټې اخېستي، چې نړیوالې او د لیګونو لوبې پکې شاملې دي.
راشدخان په شل اوریزو لوبوکې په ۶ اعشاریه ۳۵ ایکانومي توپ اچونه کړې، چې په شل اوریزو لوبوکې بې جوړې توپ اچونه ده.
راشدخان د نوي نسل د غوره توپ اچوونکي په توګه ځان ثابت کړی، له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د اسټرالیا لوبغاړي برېډ هاج راشدخان د ۲۱ پېړۍ غوره لوبغاړی یاد کړی و.
راشدخان او د هغه توپ اچونې جادو
د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې راشدخان د خپلې توپ اچونې منتر په بنګله دېشیانو چوف کړ، خان له بنګله دېش څخه ۴ وېکټې واخېستې په داسې حال کې چې یواځې یې ۱۲ منډې ورکړې وې.
په همدغې میاشت کې هغه ۵۶ م مېچ وکړ، چې ۸۰ وېکټې یې پکې پوره کړې.
په ۲۰۱۷ م کال کې راشدخان له سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شو او په آې پي ایل سیالیوکې یې خپله جادوګره توپ اچونه ترسره کړه، راشدخان په دغه لیګ کې ۲۱ وېکټې په ۱۷ لوبوکې اخېستې وې.
ګوګلي ماسټر په آې پي ایل سیالیوکې په ۶ عشاریه ۷۳ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
افغان بالر ایم ایس ډوني او نور لوبغاړي په آې پي ایل سیالیوکې تر پوزې راوستل.
له دې وروسته راشدخان د انګلستان په شل اوریزو بلاسټ سوداګریزو سیالیوکې د سسېکس لوبډلې په ګټه ولوبېد.
په دغه لیګ کې خان په ۱۱ لوبو کې ۱۷ وېکټې واخېستې، اوس د دغې لوبډلې نوم سسېکس شارکس ته بدل شوی دی.
راشدخان د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ کې د کابل ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر شو، نوموړي په دغه لیګ کې هم ۱۰ وېکټې واخېستې او ۹ لوبې یې ترسره کړې.
په افغانستان کرکټ لیګ کې راشدخان په ۶ اعشاریه ۵۳ ایکانومي توپ اچونه وکړه.
له دې وروسته راشدخان د اسټرالیا په سوداګریزو بېګ باش لوبوکې خپل مهارت په کار واچاواه، هلته یې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې ملا ور وتړله او د ده له برکته سټرایکرز لوبډله تر اتلولۍ ورسېده، هلته راشدخان ۱۷ وېکټې واخېستې، چې د ټول ټورنمنټ غوره توپ اچوونکی ونومول شو.
۲۰۱۸ کال ډېسمبر کې راشدخان خپل پیاوړي احساسات په ځوړند حالت کې لیدل، دا ځکه چې نوموړي د خپل ژوند ستره هستي خپل والد یا پلار له لاسه ورکړ او ومړ.
نوموړي د خپل پلار له مرګ یوه ورځ وروسته په لوبه کې په ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې او لوبډله یې په ۲۰ منډو بریا ته ورسېده، خو راشدخان د تېر په څېر مستي ونه ښوده، ځکه چې د پلار د مرګ غم یې دروند و، نوموړي ویلي وو، چې د ژوند ستره هستي او ډاډ یې له لاسه ورکړ.
۲۰۱۸ م کال کې راشدخان په ټولو شل اوریزو لوبوکې چې پکې سوداګریز لیګونه هم شامل دي، ۹۶ وېکټې اخېستې، چې ډېری توپ اچوونکي یې وروسته کړي دي او دا په یوه کال کې د زیاتو شل اوریزو لوبو ریکارډ دی.
د راشدخان د لوبې د پیل پر مهال په بېګ باش لیګ کې د هغه د لوبډلې ملګرو د هغه د پلار د مړینې له امله هغه ته دعا وکړه او هغه ته یې ډاډ ورکړ.
۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال کې بېګ باش لیګ او راشدخان ارمان
راشدخان تر دې دمه په ۴ لوبوکې ۸ وېکټې اخېستي او د ده توپ اچونې تر ډېره له لوبډلې سره له بحرانه د راتلو مرسته کړې ده.
په لومړۍ لوبه کې یې ۳ وېکټې اخېستې وې او د مجیب لوبډلې هیټ ته یې ماته ورکړې وه.
ورزشي وېب پاڼې لیکي چې راشدخان لا هم د خپل پلار د مړینې له امله خفه دی.
راشدخان ډېر اوږود سفر باندې وتلی، لومړی آې پي ایل لیګ کې و، بیا انګلستان لیګ کې، ورپسې افغانستان لیګ کې، ټي ټېن لیګ کې، مزانسي لیګ او بېګ باش لیګ کې بوخت دی، چې کورته یې تر اوسه د تګ موقع نه ده موندلې.
راشدخان او شل اوریزې لوبې
راشدخان د افغانستان د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ۲۰ کاله عمر لري، په ۲۰۱۵ م کال کې افغان لوبډلې سره یو ځای شوی.
د افغانستان لپاره یې ۳۵ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۶۴ وېکټې یې پکې اخېستي دي.
د نړۍ په کچه یې ټولې ۱۴۲ شل اوریزې لوبې کړي، چې ۲۱۴ وېکټې یې پکې اخېستي دي، په دې لوبوکې ټولې شل اوریزې لوبې شاملې دي.