افریقایانو په هاشم امله پسې راخیستې؛ وایي باید استعفا وکړي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

لیکنه: سمیع الله درانی
په ټېسټ لوبو کې په یو ځل د درې سلیزو وهونکی مسلمان لوبغاړی د افریقایانو تر لیکنیز برید لاندې راغی.
هاشم امله چې د کرکټ په نړۍ کې خورا مشهوره څېره ده او په ټېسټ لوبه کې یې په یو ځل ۳۱۱ ناسوځېدلې منډې کړي دي، اوس د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کې د افریقایي وګړو له خوا په ټولنیزو رسنیو رېشخند شو.
هاشم امله چې د کورنۍ اصلي ریښه یې د هندوستان په ګوجرات سیمې پورې تړاو پېداکوي، د افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی او ځېنې وختونه لوبډلمشر هم پاتې شوی.
هغه هاشم چې روژه په خوله یې د انګلستان خلاف په یو ځل درې سلیزې ووهلې او له لوبغالي ناټ اوټ ووت اوس د افریقایانو له خوا مسخره شوی دی.
هاشم امله په ۲۰۱۲ م کال کې د انګلستان خلاف درې سلیزې وهلې وې. هغه وخت هاشم امله ته ټولو افریقایانو چک، چکې وهلې او نوموړی یې د افریقا ویاړ باله؛ خو اوس همغه افریقایان همغه مسلمان اتل لوبغاړي پسې خبرې کوي او د تقاعد غوښتنه یې کوي.
د هاشم امله په هکله د افریقایانو اوسني غبرګونونه:
د کېنګ ډاسور په نامه د ټوېټر افریقایي کاروونکي لیکلي، هاشم امله! مونږ تاسره ډېر مینه لرو؛ خو په ډېر احترام له لوبو استعفا وکړه، زه درته سوال کوم، چې لوبې پرېږده.
سلوګو په نامه یو بل تن لیکلي، چې هاشم امله باید خامخا استعفا وکړي.
لېنډاني لیکلي، چې تر هاشم امله د ډیل سټین توپ وهنه ډېره ښه ده.
د دغو ټوېټر کاروونکو سر بېره ډېری نورو هم منفي غبرګونونه ښکاره کړي دي.
د هاشم امله استعفا په هغه او د افریقا په کرکټ بورډ پورې اړه لري؛ خو عوام باید په یوه لوبه پرېکړه ونه کړي.
د هاشم امله لوبه او ۲۰۱۲ کال جولای میاشت:
افریقا په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له انګلستان سره مخ شوه، انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۳۸۵ منډې کړې وې، الېسټېر کوک په دغې لوبه کې ۱۱۵ منډې ترسره کړې وې.
مورني مورکل د انګلستان ۴ لوبغاړي سوځولي وو.

افریقایي لوبډلې لومړۍ وېکټ ۱۵ منډو کې له لاسه ورکړه، ورپسې هاشم امله او پخوانی کیڼ لاسی توپ وهونکی ګریم سمېت ودرېدل، چې دواړو ریکارډي ملګرتیا یا پارټنرشيپ هم وکړ.
دوی دواړو شا او خوا ۲۵۰ منډې ملګرتیا وکړه.
افریقا د هاشم امله د ۳۱۱ ناسوځېدلو منډو، د ګرېم سمېت د ۱۳۱ سوځېدلو منډو او د الراونډر جېکس کالېس د ۱۸۲ ناسوځېدلو منډو په وسیله په یوه پاڼۍ کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۳۷ منډې وکړې.
انګلستان په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې هم ونه توانېد، چې د هاشم امله او جېکس کالېس له خوا اېښودل شوی هدف پوره کړي، په دوهمه پاڼۍ کې انګلستان د ټولو وېکټو په لوېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې او لوبه ترې افریقا په ۱۲ منډو او یوه پاڼۍ وګټله.
د دې لوبې غوره لوبغاړی مسلمان پیلوونکی توپ وهونکی هاشم امله نومول شوی و.
دغې لوبه کې ځېنو مینه والو د هاشم په څېر مصنوعي ږیرې لګولې وې او د هغه د تشویق په پار یې چکې او نارې وهلې.
د هاشم امله د ۳۱۱ ناسوځېدلو منډو ویډیو لېنک:

هاشم امله اوس مهال ۳۵ کاله عمر لري او په ۱۱۹ ټېسټ لوبو کې یې د افریقا لپاره نږدې ۱۸ زره منډې کړي دي.
امله په ټېسټ لوبو کې ۲۸ سلیزې او ۳۹ پنځوسیزې جوړې کړي دي.
رسنۍ وایي افریقایان د داسې یو لوبغاړي د تقاعد نارې وهي، چې افریقا لپاره یې ریکارډونه جوړ کړي دي.
هاشم امله او د پاکستان خلاف اوسنۍ ټېسټ لوبه:
پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه، په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره ۱۸۱ منډې وکړې، چې ډوېن اولیویئر پکې ۶ وېکټې واخېستې.
افریقا بیا لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۲۳ منډې وکړې، چې هاشم امله پکې ۸ منډې وکړې او د محمد عامر په توپ کېچ شو.
محمدعامر او شاهین افریدي ۴ ، څلور وېکټې تر لاسه کړې.
دوهمه پاڼۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ۱۹۰ منډې وکړې، چې یو ځل بیا ډوېن اولیویئر ۵ وېکټې واخېستې.
پاکستان ، افریقا ته ۱۴۸ منډې لیډ یا هدف ورکړی، چې د ډېسمبر په ۲۸ مه نېټه د جمعې په ورځ به یې افریقایي لوبغاړي د پوره کولو لپاره لوبغالي ته راکوزېږي.
که هاشم امله په دوهمه پاڼۍ توپ وهنه کې پنځوسیزه یا سلیزه جوړه کړي؛ نو دا به د هغو افریقایانو پرمخ د درندې څپېړې ګوزار وي، چې د هاشم امله د تقاعد غوښتنې کوي.