ویل کیږي شین چای دومره ګټې لري

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: بلال احمد خلیلي
شین چای یو له هغه مشروباتو څخه دي چی زمونږه افغاني ټولنه یې د نورو ټولنو په نسبت زیات استعمالوي. خو هغه طلایی ګټي چې شین چاي یې لری کیدای شي تري خبر نه اوسو:
۱ . د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
شین چاي میتابولیزم زیاتوي او پولینول هم په شین چاي کې پیداکیږي چې غذایي مواد په کالوري بدلوي.
۲ . د شکر ناروغۍ درملنه کوي.
د ډوډۍ د خوړلو وروسته د شین چاي څښل ګلوکوز کنټرول ساتي چې دا په بدن کې شکر کنټرول ساتي.
۳ . د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
ساینسپوهان وایي: شین چاي کولاي شي د زړه د حملي (هرټ اټیک) مخنیوي وکړي.
۴ . د کینسر درملنه کوی.
شین چاي په بدن کې د کینسر حجري له منځه وړي.
۵ . کولیسټرول.
شین چاي په بدن کې د بي ځایه کولیسټرول اندازه کموي.
۶ . شین چاي کولای شی چې دماغي حجري د خرابیدو او د ضربي رسیدو څخه وساتي.
۷ . د غاښونو درد.
شین چاي په خپل جوړښت کې (کتیشین) په نوم ماده لري چې د غاښونو بکتریاوي له منځه وړي.
۸ . د ویني فشار.
هره ورځ د شین چاي استعمال د ویني د فشار کنټرول ساتي.
۹ . خفګان.
تیانین هغه ماده ده چې د شین چاي په پاڼو کې پیدا کیږي او دا ماده ذهن ته آرامښت ورکوي.
۹ . د پوستکي ساتنه.
شین چاي کولی شي په پوستکي باندې د لمر د مضرو شعاع ګانو له امله رامنځته شوي داغونه له منځه یوسي.
څومره چاي باید وڅښل شي؟
ځینې صحي پوهان وایي چي په ورځ کې باید د دری پیالو څخه زیات ونه څښل شي. خو ځیني وایي چې پینځه پيالي د ورځي بسنه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.