د هندوستان کرکټ لیګ چې په ۲۰۰۷ او ۸ کلونوکې تاسیس شوی، د شل اوریزو لوبو په برخه کې یو ستر انقلاب یا بدلون رامنځته کړ.
دغه لیګ نه یواځې دا چې ډېری مینه وال او ننداره کوونکي پیدا کړل، بلکې د هغو لوبغاړو خوبونه یې په رښتیا بدل کړل، چې په دغسې لوبو کې یې د لوبېدو خوبونه لیدل.
خو لا د ډېرو لوبغاړو هغه هیلې غوټۍ پاتې دي، چې په دې لیګ کې یې ګُل کول او سپړل غواړي.
په یاد لیګ کې ډېری هغه لوبغاړي ملیونران شول، چې مخکې پرته له شهرت څخه دغه لیګ ته راغلي وو.
په آی پي ایل لوبو کې هغه بهرني او کورني لوبغاړي، چې په خپله ملي لوبډله کې نه دي اخېستل شوي؛ دلته بیا اخېستل شوي دي او ملیونونه پېسې یې ګټلي دي؛ همدا علت دی چې ډېری دغه لوبغاړي په آی پي ایل کې بار، بار یا بیا ځلې لوبېدل غواړي.
مخکې به په آی پي ایل بولیانوکې د توپ وهونکو بازار ګرم و، دا ځکه چې په هندوستان کې بالران زیات دي او توپ وهونکي کم دي.
بل دا چې د هندوستان په پيچونو سلو یا سپېن توپ اچوونکي څه ناڅه بریالي وي، خو فسټ یا چټک بالران ډېر ټکېږي.
سږ کال آی پي ایل بولي کې د بالرانو یا توپ اچوونکو مارکېټ ښه و؛ علت یې دا دی، چې سږ کال لیګ په سهیلي افریقا کې ترسره کېږي.
تر اوسه په ټولو آی پي ایل لوبو کې د لوړو پېسو ګټونکي پنځه لوبغاړي:
سورېش رېنا:
سورېش رېنا چې د هندوستان کیڼ لاسی منځنی هېټر توپ وهونکی دی، په راروان دولسم پړاو آې پي ایل کې چینای سوپرکېنګز لوبډلې په ۱۱ کروړه هندي کلدارو پېرلی.
نوموړي د آی پي ایل له پیل څخه تر دولسم پړاو پورې ۱۳ اعشاریه ۳ ملیونه ډالر ګټلي.
د ۲۰۱۵ م کال څخه وروسته په چینای او راجستان لوبډلو د مېچ فېکسېنګ یا جوړجاړي له امله بندیز و او دغه دوه کاله بندیز په ۲۰۱۸ م کال کې پای ته ورسېد.
سورېش رېنا هم د چینای لوبډلې ته بېرته راستون، نوموړي تر دې دمه ۸۸ اعشاریه ۷ کروړه هندي کلدارې ترلاسه کړي دي.
هغه د آی پي ایل په ۱۷۶ لوبوکې ۴ زره ۹۸۵ منډې کړي دي.
ګاتم ګمبیر:
ګاتم ګمبیر هم د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی کیڼ لاسی اوپنر یا پیلوونکی توپ وهونکی و، چې سږ کال یې له لوبو استعفا وکړه.
ګمبیر هم په آی پي ایل لیګ کې د کلکتې او ډیلي لوبډلو لوبډلمشر پاتې شوی. نوموړي دوه ځلې کلکته لوبډله په اتلولۍ نازولې..
نوموړی لومړی له ډیلي لوبډلې سره و، له هغې وروسته کلکتې لوبډلې سره یو ځای شو او بیا په ۲۰۱۸ م کال کې ډیلي لوبډلې ته ولاړ او د کمزورې لوبې له امله له لوبډلمشرۍ لرې شو.
دی کلکتې لوبډلې سره په ۱۱ اعشاریه ۴ کروړه هندي کلدارو په بدل کې لوبه کوله.
ګمبیر په ټول ای پي ایل کې ۱۴ اعشاریه ۲۲ ملیونه ډالر ګټلي دي.
ویرات کولي:
ویرات کولي چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او د نړۍ په کچه خورا مشهور او خطرناک توپ وهونکی دی، په آی پي ایل کې له بنګلور لوبډلې سره لوبېږي.
ویرات کولي په ۲۰۱۸ کال آی پي ایل کې په ۱۷ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوی و، چې سږ کال یې هم قرارداد په همدې روپیو شوی دی.
نوموړي د آی پي ایل له پیل راهیسې ۱۶ اعشاریه ۴ ملیونه ډالر ګټلي دي.
روهېت شرما:
روهېټ شرما د پېسو په ګټلو کې مېدان وړی دی.
شرما چې د هندوستانۍ لوبډلې پیلوونکی لوبغاړی دی، په آی پي ایل کې یې تقاضا ډېره زیاته ده.
هغه له ۲۰۱۱ م کال راهیسې د ممبيي لوبډلې لوبډلمشري کوي، نوموړي درې ځلې ممبيي لوبډله تر اتلولۍ رسولې.
نوموړی سږ کال په ۱۵ کروړه هندي کلدارې اخېستل شوی.
هغه په ټول آی پي ایل کې ۱۷ اعشاریه ۴ ملیونه امریکایي ډالره ګټلي دي.
ایم ایس ډوني:
ایم ایس ډوني چې د هندوستانۍ لوبډلې بریالی لوبډلمشر دی، په آی پي ایل کې یې هم مېدان وړی دی.
نوموړی په ۱۵ کروړه چینای سوپرکېنګز لوبډلې پېرلی او سږ کال هم په همدغو پېسو رېټاین یا بیا واخېستل شو.
ډوني هم درې ځلې د ای پي ایل اتلولي ګټلې ده.
هغه په ټول آی پي ایل کې ۱۸ اعشاریه ۴ ملیونه امریکایي ډالره ګټلي دي.