د ۲۰۱۸ميلادي کال د ډیرې سرمایې لرونکي اشخاص

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

یوې امریکایي مجلې فوربز په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د زیاتو سرمایه دارنو نوملړ خپور کړی، چې په کې د فلم ستوري، ورزش لوبغاړي او سندر غاړي په کې شامل دي.
د دغه امریکایي مجلې فوربز د معلوماتو له مخې، د دغه نوملړ په سر کې د وخت د مشهور فلم سټار وارز جوړونکي جارج لوکس لومړی د ډېرو پیسو ګټوونکی شخص اعلان کړی.

جارج لوکس

د معلومات پر بنسټ لوکس په روان ۲۰۱۸ کال کې د ۵،۴ بیلیون ډالرو په اندازه پيسې ګټلي او په دې توانېدلی چې د زیاتو پيسو ګټلو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړي.
په خپور شوي نوملړ کې دویم ځای د فلم انډیانا جونز فلم جوړونکي اسټيون اسپيلسبرک خپل کړی، مجله وایي چې نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې ټولې ۳،۷ بلیون ډالره ګټلي دي.
اسټیون

د یوې ټلویزیوني پروګرام خپرونکې هم په دغه لیست کې ځای لري، اوپراونفري په دغه نوملړ کې په دریم نمبر کې ده، ویل کیږي نوموړې په روان کال کې ټولې ۲،۸ بیلون ډالره ګټه کړې.
اوپرا ونفري

ورزشکارانو له ډلې هم مجلې یو تن راخیستی چې یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ډیرې پیسې ګټلي، ویل کیږي د امریکا د باسکټبال پخوانی لوبغاړی مائیکل جارډن په دغه نوملړ کې څلورم ځای لري او ټولې یې ۱،۷ بلیون ډالره ګټلي دي.
مائیکل جارډن باسکټ بال لوبغاړی

او تر ټول جالب یې لا دا چې د لومړي ځل لپاره یوه کم عمره نجلې هم ځان د ډېر سرمایه دارانو کسانو په نوملړ کې شامل کړی.
کائیلی جینر

۲۱ کلنه کائیلی جینر په دې توانېدل چې په کم عمر کې زیاتې پيسې په ۲۰۱۸ کال کې وګټي او ارب پتي شي، کائیلی جینر په دغه نوملړ کې په پنځم مقام کې ځای لري.