د اسټرالیا ۷ کلن ماشوم چې ارچي سېلر نومېږي، د باکسېنګ ډی یا د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه له هندوستان سره په ټېسټ لوبه کې د ټېم پېن سره کو یا ګډه لوبډلمشري کوي.
اسټرالیايي رسنیو دغه ۷ کلن ماشوم ته د زړور ارچي سېلر نوم ورکړی دی. ارچي چې ۷ کاله عمر لري په ښي لاس د راشدخان په څېر لېګ برېک توپ اچونه کوي.
دا ماشوم به د ډېسمبر په ۲۶ مه نېټه د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه کې په مېلبورن لوبغالي کې راڅرګند شي.
دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه ماسپښين مهال په یارا پارک کې وشوه، دا دریمه ټېسټ لوبه ده چې په دغې لوبلړۍ کې یې هندوستان له اسټرلیا سره د چهارشنبې په ورځ ترسره کوي.
دا لېګ برېک ۷ کلن توپ اچوونکی به د اسټرالیا اف برېک توپ اچوونکي نتن ليئن سره یو ځای شي.
ارچي د شنبې په ورځ ۷ کلن شو او په همدې ورځ ټېم پېن د دغه ماشوم د ارمان پوره کولو پرېکړه وکړه.
د اووه کلن ماشوم ارمان او پوره کېدل یې:
ماشوم په یوټیوب چېنل کې یوه ویډیو خپره کړې په خبر کې وایي، زما دا هیله ده، چې زه یو ورځ د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشرشم.
د نوموړي مور هم د هغه د کرکټ د مینې په اړه غږېدلې.
ارچي د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په یارا پارک کې له ویرات او ټېم پېن سره یو ځای و.
ارچي ته له دې وړاندې هغه مهال په اسټرالیایي لوبډله کې د لوبېدو زیری د اسټرالیایي لوبډلې د روزونکي جسټېن لېنګر له خوا واورېد، کله چې د دوی لوبډله د پاکستان خلاف په دوبۍ کې په لوبو بوخته وه.
چې ارچي په دې اړه خوښي ښکاره کړې وه او له جسټېن لېنګر څخه یې مننه کړې ده.
د اسټرالیا اوسني لوبډلمشر ټېم پېن ویلي، چې ارچي او د هغه کورنۍ په سخت حالت کې ژوند کوي، ارچي د درې میاشتو و، چې د زړه تکلیف یې درلود، بیا له هغې وروسته د هغه تداوي وشوه او ښه شو.
د ارچي سکېلر پلار ډامین سکېلر او مور سارا نومېږي.
هغه اوس د اسټرالیایي لوبډلې سره یوځای په مېلبورن ښار کې په تمریناتو بوخت دی، د غټو لوبغاړو سره یوځای منډې وهي او تمرینات کوي.
د دریمې ټېسټ لوبې لپاره د اسټرالیایي لوبډلې نوملړ:
ټېم پېن لوبډلمشر، جاش هزل ووډ، مېچل مارش مرستیا لوبډلمشر، پټ کمېنس، اېرون فېنچ، پېټر هنډزکم، مارکس هارېس، ټراوېس هېډ، عثمان خواجه، نتن لیئن، شوون مارش، پېټر سېډل، مېچل سټارک او ۷ کلن ارچي سکېلر.
د هندوستانۍ لوبډلې نوملړ:
ویرات کولي لوبډلمشر، مورلي ویجی، کی ایل راهول، میانک اګروال، چېټېشور پوجارا، اجېنکیا رهانی، هارډېک پانډیا، هنوما وېهاري، روهېت شرما، رېشاب پنټ، پرتیف پټېل، ریوي چندرن اشوېن، راوېندرا جدېجا، کولډیپ یداف، محمدشمي، اېشنټ شرما، اُمېش یداف، جسپرېت بومرا او بونېشور کومار.