تیر کال په افغانستان کې تر یمن او سوریې دواړو زیات خلک وژل شوي دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په نړۍ کې د وسلوالو جکړو د موقیعت او پېښو د معلوماتو راټولولو سازمان ( ACLED) وايي، تیره کال افغانستان د وسلوالو پېښو له کبله د نړۍ تر ټولو خونړی هیواد و. ددې سازمان په وینا په 2018 م کال کې د افغانستان په جګړې کې د نړۍ د بلې هرې جګړې په مقایسه زیات کسان وژل شوي دي.
د نړۍ د وسلوالو جګړو د څار دا غیرې حکومتي اداره په خپل راپور کې وايي، په 2018 م کال په افغانستان کې د وژل شویو خلکو شمیر په همدې کال کې د یمن او سوریې دواړو په جګړو کې د وژل شویو کسانو له شمیر زیات دی.
ددې سازمان راپور وايي، د افغانستان د جګړې وژل شوي په ټوله نړۍ کې په همدې کال کې د وژل شویو کسانو په سلو کې دیرش برخه جوړوي. د راپور په وینا په ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې تر 41 زرو زیات انسانان وژل شوي دي.
په راپور کې سوریه او یمن هم له افغانستان وروسته د نړۍ خونړي هیوادونه بلل شوي دي. په راپور کې دا دواړه هیوادونو د ملکیانو لپاره د نړۍ تر ټولو ناخوندي او غیرې مصون هیوادونه هم ګڼل شوي دي.
د یمن لپاره تیره کال په تیرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.
په نړۍ کې د وسلوالو جګړو د څار دا اداره د وسلوالو شخړو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې په حساب فیلپین په څلورم ځای یاد کړی دی. د راپور په وینا په فیلپین کې په ۲۰۱۸ م کال کې زر ملکیان وژل شوي چې دا شمیر له سومالیا او عراق څخه زیات دی. زیاتره خلک د فیلپین د ولسمشر ډوتیرټ په هغه وسلوال کمپاین کې وژل شوي چې نوموړې د نشه يي موادو د کاروباریانو په ضد پیل کړی دی.
په نړۍ کې د وسلوالو شخړو او په کې د مرګ ژوبلې د څار او معلوماتو راټولونې سازمان ( ACLED) زیاتوی چې په ۲۰۱۸ کال کې که د ټولې نړۍ په حساب ارزونه وشي، نو په عمومي توګه په وسلوالو شخړو کې د مرګ ژوبلې شمیر کم شوی دی. خو په اسیا، افریقا او منځني ختیځ کې د سیاسي تاوتریخوالي لمن پراخه شوې ده.
ددې ادارې په وینا په نړۍ کې په نویو سمیو کې د سیاسي تاوتریخوالي راپورته کیدل، او په کړکیچونو کې د نویو وسلوالو لوریو ښکیلیدل هم د شمیر له پلو زیات شوي دي. دا اداره وايي د افغانستان، سوریې او یمن کړکیچونو کې په ټولیزه توګه تیر کال کې سل زره انسانان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې تیر کال کې څلورو اسلامي هیوادونو افغانستان، عراق، یمن او سوریې په نړۍ کې د تنظیم شویو تاوتریخوالو په سلو کې اویا برخه جوړه کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.