د آې پي ایل بولي خو تېره شوه، خو ځېنې کرکټ وېب پاڼې وایي، که چیري پاکستاني لوبغاړو ته د هندوستان له خوا اجازه وای، چې په آې پي ایل ولوبېږي؛ نو دغو پنځه لوبغاړو به ښه بازار درلود.
لومړی: شاهین افریدي
شاهین افریدی په ۲۰۰۰ م کال کې د اپریل په ۶ مه نېټه د خېبر پښتونخوا په خېبر ایجنسۍ کې زیږیدلی دی، چټک کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، پاکستان کې دی په مېچل سټارک مشهور دی، لوړ قد لري او ښه توپ اچونه کوي.
تر اوسه په دې لوبډلو کې لوبېدلی، پاکستان ۱۹ کلنو لوبډله کې، لاهور قلندرز لوبډله او د پاکستان ملي لوبډله کې.
۷ شل اوریزو لوبوکې یې ۱۱ وېکټې اخېستې دي.
د افغانستان خلاف یې په اسیا جام سیالیوکې رویه هم ډېره ښه نه وه.
پاکستانۍ لوبډله اوس مهال په شل اوریزو لوبوکې ومړی مقام لري.
دوهم احمد شهزاد:
د ارام خوی څښتن پښتون لوبغاړی دی، چې د پاکستان لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې پیل ته راځي.
دی په ۱۹۹۱ م کال کې پنجاب کې زېږېدلی؛ خو په خټه پښتون دی.
په ۵۷ شل اوریزو لوبوکې یې ۱۴۵۴ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې غوره دي.
یوه سلیزه او ۷ پنځوسیزې یې وهلي دي.
احمد شهزاد نږدې ۱۲ لوبډلو کې لوبېدلی دی.
دریم: بابر اعظم:
بابراعظم په ۱۹۹۴ م کال کې د پاکستان په پنجاب کې زېږیدلی او ۲۴ کاله عمر لري.
نوموړی شل اوریزو لوبوکې لومړی نمبر توپ وهونکی دی.
په ۲۶ شل اوریزو لوبوکې یې ۱۰۳۱ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۹۷ ناسوځېدلې منډې لوړې منډې دي.
شا او خوا ۱۱ لوبډلو کې لوبېدلی دی.
څلورم: شاداب خان:
شاداب خان اصل پښتون دی؛ خو پنجاب کې په ۱۹۹۸ م کال کې د اکټوبر په ۴ مه نېټه زېږیدلی دی، لېګ برېک توپ اچوونکی دی.
په ۲۹ شل اوریزو لوبوکې یې ۴۲ وېکټې اخېستې دي.
پنځم : اصف علي:
۱۹۹۱ م کال کې په پنجاب کې زیږیدلی دی، منځنی توپ وهونکی دی.
۱۶ شل اوریزو لوبوکې یې ۲۳۷ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۴۱ ناسوځېدلې منډې زیاتې منډې دي.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي که چېرته د هندوستان کرکټ بورډ پاکستانیو لوبغاړو ته په آې پي ایل کې د لوبېدو اجازه وای دا پنځه لوبغاړي به ښه پېرل شوی وای.
که پاکستاني لوبغاړي هر څومره په آې پي ایل کې د لوبېدو لېوالتیا لري، دومره د هندوستان کرکټ له پاکستان څخه ځان ساتي.
دا ځکه چې د هېوادونو ترمنځ یې د کشمیر پر سر سیاسي کړکېچ اوج ته رسېدلی او وخت ناوخت په ګډه کرښه د دواړو هېوادونو پوځیان نښتې هم کوي.
نو د هېوادونو سیاسي کړکېچ د دواړو هېوادونو په کرکټ سیوری غوړولی او له همدې امله هندوستان یواځې له نړیوالو جامونو پرته نورې لوبې له پاکستان سره نه کوي.
ستاسو نظر څه دی، که رښتیا هم پاکستانیو لوبغاړوته په آې پي ایل کې د لوبېدو اجازه وای، دوی به ښه اخېستل شوي وای کنه؟
یاران فېسبوک پاڼه کې خپل نظر پرېښودلی شئ؛ خو نظر مو باید مئودبانه وي.