د سولې لپاره د افغانستان د حکومت په شمول د سیمې د هېوادونو، امریکا او طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي. په دې لړ کې زلمی خلیلزاد د روان کال د سپټمبر په ۲۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان د سولې په برخه کې د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو.
د ښاغلي خلیلزاد د یاد شوي ماموریت څخه تر دې دمه سولې ته د رسېدو په لړ کې درېیم ځل د سیمې د هېوادونو په سفر راوتلی دی او د یاد سفر په وروستیو کې په ابوظبۍ کې له طالب استازو سره د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان په حضور کې دوه اړخیزې خبرې شوي دي.
له دې مخې؛ د افغانستان حکومت وايي چې دوی هم د ابوظبۍ په مذاکراتو کې ونډه لرله او د امنیت شورا د سلاکار د خبرې له مخې چې ګټورې خبرې تبادله شوي او سوله راتلونکې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ دوه ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي مشر عبدالسلام رحیمي د سفر خبر خپور کړ چې دوبی ته له طالبانو سره د خبرو په موخه تللی دی.
په دې لړ کې د رویټرز خبري آژانس داسې خبرونه خپاره کړل چې د سولې د مذاکراتو په لړ کې د لنډمهالي حکومت او د شپږ میاشتني اوربند خبرې تبادله شوې دي، چې طالب اورپکو دا خبرونه رد کړل.
عمران خان اونۍ وړاندې په پېښور کې یوې غونډې ته وویل چې د دوشنبې د ورځې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات به کېږي چې دوی یې زمینه مساعده کړې ده، خو دا مذاکرات په ابوظبۍ کې وشول. د امریکا متحده ایالات په رسمي ډول کوم پیغام نه دی خپور کړی چې ګواکې د سولې لپاره د دوی پرمخ وړونکې طرحه څه ده؟ د خلیلزاد ونډه، ماموریت او د جګړې د پای څرنګوالی څه دی؟ د افغانستان حکومت د جګړې د پای لپاره څه طرحه او برنامه لري؟
د سولې د لارې نقشه څه وايي؟
د افغانستان حکومت د سولې لپاره پرته له شرطه خبرو وړاندیز د فبروري په ۲۸مه ۲۰۱۸ کې وکړ او د جینوا کنفرانس په ترڅ کې یې د سولې د لارې نقشه مطرح کړه. د سولې د لارې د یادې نقشې له مخې د څلورو ټکو ته پام سره ګڼ وړاندیزونه مطرح کړل؛
- د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛
- د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛
- له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛
- هیڅ یوې وسلهوالې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي، اجازه نه ورکول.
د افغانستان حکومت د سولې لپاره د نقشې په برخه کې په دې ټینګار کړی چې له خلکو سره د مشورو په ترڅ کې درې مشترک ټکي ترلاسه شوي دي؛
1. د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون پر اهمیت او اعتبار اجماع؛
2. نړیوالې ټولنې سره زموږ شراکت؛
3. د سولې د پروسې رهبري او مالکیت باید له افغانانو سره وي.
د افغانستان حکومت د سولې د لارې د نقشې په برخه کې نور هغه موارد هم روښانه کړل چې د سولې پروسه یې ترسیموله. افغان حکومت د سولې ۱۲ کسیز مرکچي پلاوی وټاکه او د ولسمشر په مشرۍ د سولې د مذاکراتو په برخه کې د شفافیت په موخه یې د سولې د ملي مشورتي بورد په نوم د «افرادو یو متنوع ګروپ» رامنځته کړ.
د افغانستان حکومت همدا راز د سولې لپاره د خپلې طرحې په برخه کې ویلي چې د سولې د عالي شورا په جوړښت او څرنګوالي بیا کتنه کوي تر څو په عامه پوهاوي او د سولې تر تړون وروسته په نورو پړاونو کې تمرکز وکړي.
د افغانستان حکومت د طرحې له مخې به د سولې مذاکرات په پنځو پړاونو کې ترسره کېږي؛
لومړۍ مرحله: د سولې بین الافغاني مذاکرات
دویمه مرحله: له پاکستان او د امریکا له متحده ایالتونو سره بحثونه
درېیمه مرحله: له سیمهییزو خواوو سره خبرې
څلورمه مرحله: له عربي او اسلامي نړۍ سره بحثونه
پنځمه مرحله: د ناټو او غیر ناټو هېوادونو سره خبرې
د افغانستان حکومت د سولې د لارې د نقشې په برخه کې هغه چارې چې لومړیتوب به ورته لري؛ د مذاکراتو د هوکړې پلي کول، د اعتماد جوړونې اقدامات، او د سولې د هوکړې په تصویب موافقه، په کې شامل دي.
سولې ته د رسېدو په موخه په ټاکل شوې برنامه کې ویل شوي چې جګړه باید پای ته ورسیږي، خو د جګړې پای د چا لپاره؟
تر دې تشریحاتو وروسته دې خبرې ته رسیږو چې د جګړې د پای او د خلیلزاد د روښانه برنامې او موخې په اړه پوښتنې را اوچتې کړو او دا وپوښتو چې ښاغلی خلیلزاد د کوم پلان او نقش په اساس د سولې روانې هڅې پر مخ وړي؟
د جګړې پای؛ د چا لپاره؟
طالبانو په خپل همېشني دریځ باندې د اتکاء له مخې وايي چې د امریکا د سولې یو اړخ دی او له هغوی سره به مذاکرات کوي، د افغانستان حکومت ځان د سولې د ټولو مذاکراتو اصلي اړخ بولي، مهمه خبره د جګړې پای ته رسول دي، دا جګړه به د چا لپاره پای ته رسیږي؟
د افغانستان لپاره د جګړې پای، د امریکې لپاره د جګړې له پای سره توپیر لري. اصلي پوښتنه دا ده چې ښاغلی خلیلزاد روانه جګړه د چا لپاره پای ته رسول غواړي.
د افغانستان دولت د سولې د لارې د نقشې په طرحه کې وايي چې؛
«دغو موخو ته رسېدو لپاره باید افغانستان مستقل او خپلواک وي. موږ باید لنډمهاله ګټو لپاره پایدار سوله قرباني نه کړو، دا به زړې شخړې په پراخه توګه بیا تازه کړي او د افغانستان اوسنی او راتلونکی نسل به له ورانۍ او بدمرغۍ سره مخ کړي. موږ باید روانې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدو».
د افغانستان کشاله باید ونه غځیږي، له سولې پرته بل هر آفشن د جګړې، تاوتریخوالي او نابرابرۍ په اوږدولو کې ونډه لري.
که فرض دا وي چې دا جګړه د افغانانو لپاره پای ته رسول کېږي، د ښاغلي خلیلزاد له لوري باید د دې وضاحت ورکړل شي چې له طالب وسلهوالو سره د سولې د څرنګوالي مفکوره په څه بناء ده؟ افغانان د جګړې بشپړ پای او د پایداره سولې لپاره د یو ځانګړي وضعیت وړاندیز غواړي.
د خلیلزاد ونډه څه ده؟
ښاغلی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د مامور په حیث مطرح ډیپلومات او د افغانستان په چارو کې دخیل سیاستوال دی. د سولې په لړ کې له ټاکل کېدو وروسته دا لا روښانه نه ده چې د ښاغلي خلیلزاد ونډه د کوم ډول شخصیت په څېر ده؟
که حداقل د ښاغلي خلیلزاد د سولې له ماموریت ځخه لومړنی فرض دا وي چې امریکا د ځان لپاره د جګړې د پای ته رسولو تصمیم ولري، نو دا به افغانستان د بقاء، تاریخي موجودیت او راتلونکي لپاره ګواښوونکی زنګ وي. افغانان نه دي حاضر چې د بن له پرېکړو وروسته رامنځته شوی نظم چې له اوږدمهالي تاوتریخوالي سره مل و، په یو نامالوم برخلیک تبدیل کړي. افغانانو د تېرو اولسو کلونو دوامداره قرباني باید خلیلزاد ته مانا ولري او په دې باور پیدا کړي چې روانه جګړه د افغانانو د ژوند، راتلونکي او بقاء لپاره حل کړي، نه د امریکايي مفاداتو، او نووو سیمهییزو کشالو.
لا هم روښانه نه ده چې د ښاغلي خلیلزاد د درې ګونو ترسره کړو سفرونو خبري او محتوايي منځپانګه لا نه ده خپره شوې. په کابل کې د امریکې سفارت او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه هم لازم مالومات نه دي وړاندې کړي. د ابوظبۍ د غونډې ترشاه پټ مالومات چې د ښاغلي خلیلزاد او د پاکستاني چارواکو او طالب اورپکو ترمنځ تبادله شوي دي، لا هم نه دي مالوم.
تېر ماښام د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د وروستیو فعالیتونو په باب ولسمشر غني ته د مالوماتو په باب د کابل په سفر راغلی دی.
د نن سهار د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په ټویټر ګڼ پیغامونه ښيي چې د ښاغلي خلیلزاد ونډه او نقش تر پوښتنې لاندې راغلي او د افغانستان حکومت په روښانه ډول د سولې د روانې پروسې په باب نظر څرګند کړی دی، ښاغلي محب لیکلي و:
«د یو حاکمیت لرونکي هېواد په صفت، هېڅ بل هېواد او فرد د افغانستان لپاره د نوي حکومت او جوړښت په اړه، د سیاسي وېش په شمول چې د افغانستان د اساسي قانون د نقض سبب ګرځي، د خبرو حق او صلاحیت نه لري.»
ده زیاته کړې وه:
«هغه چارواکي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم نیسي، د افغانستان خلکو او د دوی انتخابي مشرانو ته دروغ وايي. د انتخابي حکومت لپاره هېڅ بدیل نشته. د افغانستان د خلکو پر قربانیو به هېڅ معامله ونشي».
لا هم اصلي پوښتنه روښانه نده، د خلیلزاد برنامه او مفکوره د سولې د راوستو لپاره څه ده؟