د سکاټلېنډ کرکټ ملي لوبډله چې په دې وروستیو کې یې خورا ځواکمنتیا موندلې غواړي، چې په راتلونکې می میاشت کې له نړیوالو پنځوس اوریز جام وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب وکړي.
د سکاټلېنډ لوبډلې مشر مالکم کېنن ویلي، چې دا ډېرې په زړه پورې او جذابي لحظې دي، چې مونږ روان دوبي یا اوړي کې د کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب تر لاسه کوو او افغان لوبډلې سره دوه یو ورځنۍ لوبې کوو.
افغان لوبډله او سکاټلېنډ لوبې او تاریخ
افغان لوبډله به د دوو یو ورځنیو لوبو لپاره د می میاشت کې سکاټلېنډ ته سفر وکړي.
دا لوبې تر نړیوال جام شل ورځې مخکې د می په ۸ مه او ۱۰ مه نېټه ترسره کېږي.
سکاټلېنډ له افغانستان وروسته د سریلانکا د دوو یو ورځنیو لوبو کوربتوب هم کوي.
دا لوبې به له سریلانکا سره د می په ۱۸ مه او ۲۱ مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ لوبې د سکاټلېنډ په اېدنبورګ ښارکې ترسره کېږي.
مالکم کېنن چې د سکاټلېنډۍ لوبډلې اجرایوي مشر دی دا خبرې یې د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د سه شنبې په ورځ وکړې.
کېنن ویلي چې دوی په ۲۰۱۹ م کال کې څلور اړخیزه لوبلړۍ لري او هم د ۲۰۱۹ م کال په جولای میاشت کې د نړیوالو دوهمه درجه هېوادونو د نړیوال جام لپاره لیګ ترسره کېږي، د هغه په وېنا د سکاټلېنډ لپاره یو بوخت کال دی.
سکاټلېنډ ته د افغان لوبډلې وروستی سفر
افغان لوبډلې سکاټلېنډ ته په ۲۰۱۶ م کال کې د یوې یو ورځنۍ لوبې لپاره سفر کړی و، چې افغان لوبډلې دغه لوبه ګټلې وه.
بیا افغان لوبډله له سکاټلېنډ سره د ۲۰۱۸ په سرکې زِمبابوې کې د نړیوال جام غوراوي سیالیوکې مخ شوه، چې سکاټلېنډ بیا افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې د مک لیوډ د ښې توپ وهنې له امله ماته ورکړه.
د سکاټلېنډۍ لوبډلې روزونکي ټابي بېلي ویلي، دا زما لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغانستان سره د ۲۰۱۸ په سرکې لوبه وکړه او ومو ګټله.
افغان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د کرېک بز وېب پاڼې د دې لوبلړۍ په اړه د سکاټلېنډي کرکټ بورډ له قوله خبر خپور کړی دی.
افغان لوبډلې نړیوال جام کې هم سکاټلېنډۍ لوبډله ماته کړې وه
۲۰۱۵ م کال کې افغان لوبډلې خپله وروستۍ لوبه په نړیوال پنځوس اوریزجام کې له سکاټلېنډ سره ترسره کړه، چې سکاټلېنډ ته یې په یوه وېکټ ماته ورکړه، سمیع الله شینواري په دغې لوبه کې ۹۶ منډې کړې وې.