له دوه دقيقو په کم وخت کې د ذهني او رواني سکون ترلاسه کول

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: عمران لمر
آيا تل تر فشار لاندې يئ او نه پوهېږئ څه ډول يې څنډې ته کړئ؟
آيا د ذهني تمرکز او رواني سکون له نه درلودلو ستړي يئ؟
دا ليکنه له تاسې سره مرسته کوي چې په بيخي کم وخت کې خپل سکون او آرام بېرته ترلاسه کړئ.
هڅه وکړئ له دې لارو د خپل نا آرام ذهن لپاره ګټه واخلئ؛ که د ژوند له تر ټولو خفه کوونکې مرحله کې يئ او يا له اضطرابه ډک شخص يئ؛ نو دا تمرين مو خامخا په درد خوړلی شي.
کله چې ستاسې ډار او اضطراب غواړي شروع شي؛ نو تاسې په ښه ډول ورته متوجه شئ، د نبض حرکات مو تېزېږي، ساه اخېستل مو چټک شي؛ شايد مړه خوله هم درباندې راشي او يا ځينې نورې نښې چې ممکن تاسې ورسره بلد يئ.
هر کله چې پوه شوئ چې تر فشار لاندې راځئ؛ نو دا کارونه پيل کړئ او خپلې اندېښنې له ځانه لېرې کړئ:
۱- ژوره ساه اخېستل
کله چې زړه نا زړه شوئ؛ نو خامخا مو پام کېږي چې بدن مو راټولېږي او ژر ژر ساه اخلئ او له دې پرته ساه ګانې مو لنډې او چټکې وي.
هغه ساه اخېستل چې ژور نه وي؛ بدن مو غوړولای نه شي.
څو ژورې ساه ګانې واخلئ او پرېږدئ چې د وجود ټول عضلات مو چې راټول شوي و، بېرته خپل لومړني حالت ته راشي.
په پزه ساه واخلئ او له خولې يې وباسئ او پرېږدئ چې د دې کار سکون مو ټول وجود ډک کړي.
۲- په چوپتيا کې ناسته
څو دقيقې په چوپتيا کې پاتې شئ؛ که امکان يې وي يو خالي ځای پيداکړئ او څو دقيقې په چوپتيا کې د خپلو ساه ګانو غږ ته غوږ شئ.
دا کار درسره مرسته کوي چې خپل سکون بېرته ترلاسه کړئ.
په چوپتيا کې ناسته له تاسې سره مرسته کوي چې خپله هغه انرژي چې د فشار له وجې مو دلاسه ورکړې ده؛ بېرته لاسته راوړئ.
که د خالي ځای پيدا کول درته ستونزمن وي؛ نو له شاوخوا شوره پرته يو آرام موزيک ته غوږ نيول هم له تاسې سره مرسته کولای شي.
۳- د يوګا تمرين
تاسې کولای شئ په کور يا کارځای کې د دې تمرين پواسطه خپل آرام بېرته ترلاسه کړئ.
دا ساده لاره له تاسې سره مرسته کوي چې په يو لنډ وخت کې فشار له ځانه لېرې کړئ.
داسې کښېنئ چې د ملا تير مو نيغ راشي او په تړليو سترګو له ۷ نه تر ۸ ځلو ژوره ساه واخلئ، د ساه اخېستلو تر منځ مو وخت ورکړئ.
دا کار هم ستاسې د آرام په بېرته ترلاسه کولو کې له تاسې سره مرسته کولای شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.