لیکنه: امید ساپي
په نړۍ کې 10 د ډیسمبر د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.
دا ورځ له ننه ۷۰ کاله وړاندې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ لهخوا د بشري حقوقو د نړیوالې ورځ په توګه وټاکل شوه چې تر ننه یې په نړۍ کې خلک په ډېر جوش او خروش سره نمانځي.
دا ورځ په نړۍ کې ځکه نمانځل کې چې په خلکو کې د برابرۍ، انصاف او بشري وقار ساتلو جد و جهد وساتل شي.
دا ورځ په ټوله نړۍ کې په خاص ډول سره نمانځل کېږي او ټول مذاهب په دې سره په یوه خوله اتفاق کوي چې هر انسان ځيني بنسټیز حقوق لري چې لهمخې یې پر نورو متقابل احترام لازمي دی.
د افغانستان اساسي قانونو ځینو مادو کې له دې ورځې څخه ملاتړ کوي.
شپږمه ماده: دولت، د انساني كرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د دموكراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سيمو كې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت، پر بنسټ ديوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.
اوومه ماده: دولت د ملګرو ملتونو منشورو د بین الدول معاهدو، د نړیوالو میثاقونو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې رعایت کوي. دولت د هر راز تروریستي اعمالو، د مخدره موادو د کرلو او قاچاق او د مسکراتو د تولید او استعمال مخنیوی کوي.
اسلام د انساني حقوقو عالم بردار مذهب دی. زموږ خوږ نبي صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع خطبه کې چې کوم ارشادات فرمایلي وو هغه د انساني حقوقو لومړۍ قاعدې حیثیت لري په کوم کې چې نبي صلی الله علیه وسلم انسانیت ته احترام کولو درس ورکړی وو او د انسانانو ټول حقوق یې په وضاحت سره بیان کړې و.
نبي کریم ص فرمایلي، ټوا انسانان د ادم او حوا اولادونه دي. عربي په عجمي او عجمي پر عربي، سپين په حبشي او حبشي په سپين کوم لوړوالی نهلري، پرته له تقوا او پرهېزګارۍ نه…
د ملگرو ملتونو استازي په 192 هېوادونو کې په رضاکارانه ډول کار کوي. د هغوی هدف په دنیا کې امن ساتل او په ټولنه کې د انساني حقوقو ضمانت حاصلول دي.
په 1946 کې ملګرو ملتونو یو کمېشن اعلان کړ چې د نړۍ هر وګړي د انسان په حیث ځیني حقوق لري د کومو له مخې چې پر نورو باندې د هغې احترام کول لازمي دي.
په همدې وخت کې ملګرو ملتونو له بېلابېلو مذاهبو او تهذیبو سره تعلق لرونکي هیوادونو نه د یوې سوالنامې په وسیله د انساني حقوقو معلومات لاسته راوړل او له هغې نه یې د انسانانو د حقوقو منشور جوړ کړ چې دا منشور په 10م د ډېسمبر په 1946 مېلادي کال کې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلي کې منظور شو؛ نو د همدې لهپاره د ډېسمبر 10مه د انسانانو د حقوقو نړیوالې ورځ په توگه وټاکل شوه.
د انسانانو د حقوقو نړیوالې ورځ (UDHR) اعلامیې ځیني مهم ټکي:
ټول انسانان په پیدايښتي ډول خپلواک او برابر دي. ټولو ته یو ډول عزت ورکول، نسل، رنګ،مذهب، ژبه ،جنس، سیاسي سوچ یا قومي شناخت، غربت او یا له کوم بل پیدایشي توپیر پرته په دې منشور کې چې کوم حقوق دي هغوی ترې برخمن دي.