اشوېن او پوجارا هغه لوبغاړي وو، چې د لومړۍ ټېسټ لوبې په بریا کې یې د قهرمانانو رول ولوباوه.
دا د ۲۰۰۸ م کال څخه را په دېخوا لومړۍ پیلوونکې ټېسټ لوبه ده، چې هندوستان یې له اسټرالیا څخه د هغوی په کور کې ګټي.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې روزونکي ریوي شستري، چې ویرات کولي سره یې چندانې اړیکې هم جوړې نه دي ویلي، چې زمونږ لوبغاړو خورا ښه لوبه وکړه او همدا علت دی، چې هندوستان له ځنډ وروسته لومړۍ ټېسټ لوبه ګټي.
هندوستان د دوشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۰ مه نېټه اسټرالیا ته په لومړۍ ټېست لوبه کې په ۳۱ منډو ماته ورکړه. په دې بریا سره ویرات کولي لومړنی اسیایي لوبډلمشر شو، چې انګلستان، اسټرالیا او سهیلي افریقا کې ټېسټ لوبې ګټي.
دا لوبه د اسټرالیا په اډیلایډ سیمه کې ترسره شوه، چې هندوستان پکې ځان بریا ته ورساوه.
هندوستان په ۲۰۰۸ م کال کې له اسټرالیا څخه ټېسټ لوبه په پېرت لوبغالي کې ګټلې وه او هغه وخت د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر انېيل کوملی و.
خو د ۲۰۰۸ م کال څخه وروسته هندوستان له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې ټېسټ لوبه نه وه ګټلې.
بالاخره هندوستان دغه لس کلن ځنډ پای ته ورساوه او بریایې خپله کړه.
په ۲۰۱۱ او ۱۲ م کلونوکې د ډوني د لوبډلمشرۍ پر مهال هم هندوستان له اسټرالیا څخه په اسټرالیا کې په ټېسټ لوبو کې ماته خوړلې وه. په ۲۰۱۴ او ۱۵ کلونوکې هم هندوستان له اسټرالیا څخه ماته خوړلې وه. او په ۲۰۱۸ م کال کې بیا لومړۍ لوبه هندوستان وګټله.
له دې وړاندې هندوستانۍ لوبډلې په انګلستان او افریقا کې ټېسټ لوبې بایللې وې، خو د ویرات کولي په لوبډلمشرۍ کې یې هلته هم بریاوې واخېستې، که څه هم د اسټرالیا خلاف لوبه کې هندوستان ته د اسټرالیا اف برېک توپ اچوونکي نتن لیئن ستونزې جوړې کړې؛ خو پوجارا د توپ وهنې په برخه کې لکه دیوال ودرېد او هدف یې راجوړ کړ.
د ویرات کولي په لوبدلمشرۍ کې هندوستان د ۲۰۱۸ کال په جنوري میاشت کې له افریقا څخه په جوهونزبورګ سیمه کې لوبه وګټله.
ویرات کولي بیا لومړنی اسیایي لوبډلمشر دی، چې له انګلستان څخه یې په انګلستان کې د پنځه ټېسټ لوبو په لړ کې څلورمه ټېسټ لوبه ګټلې وه.
انګلستان، اسټرالیا او سهیلې افریقا څخه د دوی په هېوادونوکې تر اوسه کومې لوبډلې لومړۍ ټېسټ لوبه نه ده ګټلې؛ خو هندۍ لوبډلې بیا دا بریاوې په درې واړو هېوادونوکې اخېستي دي.
د اسټرالیا او هندوستان ټېسټ لوبې:
اسټرالیا او هندوستان په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲ کلونوکې پنځه ټېست لوبې کړې وې، چې څلور د صفر پر وړاندې اسټرالیا ګټلې وې او یوه لوبه مساوي شوې وه.
د ۱۹۴۷ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې هندوستان او اسټرالیا ۲۵ ټېسټ لوبې کړي، چې ۱۲ لوبې اسټرالیا ګټلي، ۸ لوبې هندوستان ګټلي او ۵ لوبې مساوي یا ډرا شوي دي.
له اسټرالیا سره د هندوستان ۲۰۱۸ او ۱۹ کال ټېسټ سیریز یا لوبلړۍ:
هندوستان په خپل ورزشي سفر کې له اسټرالیا سره پنځه ټېست لوبې لري، چې لومړۍ ټېسټ لوبه پنځه ورځې وړاندې د ډېسمبر په ۶ مه نېټه د اسټرالیا په اډیلایډ سیمه کې پیل شوې وه.
ټاس یا پچه هندوستان وګټله؛ توپ وهنه یې وکړه، دوی په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د چېټېشور پوجارا د ۱۲۳ منډو پرمټ ۲۵۰ منډې وکړې.
په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ویرات کولي ۳ منډې وکړې او د پټ کمېنس په توپ کېچ شو.
جاش هزل ووډ درې، مېچل سټارک، پټ کمېنس او نتن لیئن دوه، دوه وېکټې واخېستې.
اسټرالیا د هندوستان د لومړۍ پاڼۍ توپ وهنې په ځواب کې ۲۳۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
جسپرېت بومرا او اشوېن درې، درې، اېشنټ شرما او محمد شمي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
هندوستان د ټارګېټ اېښودو په پاڼۍ کې اسټرالیاته ۳۲۳ منډې هدف ورکړ، چې پوجارا ۷۱ او رهاني ۷۰ منډې وکړې.
دا ځل سټارک ۳ او نتن لیئن ۶ وېکټې له هندوستان څخه واخېستې.
اسټرالیا په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره د شوون مارش د ۶۰ منډو پرمټ ۲۹۱ منډې وکړې او لوبه یې په ۳۱ منډو هند ته وبایلله.
محمدشمي، اشوېن او اېشنټ شرما درې، درې اسټرالیایي توپ وهونکي وسوځول.
د لوبې غوره لوبغاړی پوجارا اعلان شو.
دوهمه ټېسټ لوبه د ډېسمبر په ۱۴ مه نېټه د جمعې په ورځ په پېرت لوبغالي کې ترسره کېږي.