په نړۍ کې شل اوریزې لوبې او مخکښ هیوادونه یې

رنګین تجريدي ډیزاین

شل اوریزې لوبې د ټي ټوېنټي په نامه هم یادېږي، دې لوبو په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې انقلاب یا بدلون رامنځته کړ.
شل اوریزې لوبې په ۲۰۰۳ م کال کې د انګلستان کرکټ بورډ له خوا تاسیس شوې، دې لوبو د منډو جوړولو، د توپ وهونکو په چټک کولو کې او نوو ننداره کوونکو او مینه والو په جذبولو کې یې خورا رغوونکی رول ولوباوه.

شل اوریزو، پنځوس اوریزو او ټېسټ لوبو اُصول یو شان دي. په شل اوریزو لوبوکې یو اور شپږ توپونه او په نورو لوبوکې هم همدا حال دی.
خو د توپ اچوونکو د اورونو په برخه کې بیا په شل اوریزو لوبو کې یو بالر ۴ اورونه کوي او په یو ورځنیو لوبوکې بيا ۱۰ اورونه کوي او په ټېسټ لوبو کې بیا یوه لوبډله د ورځې ۹۰ څخه نیولې تر ۹۶ پورې اورونه ترسره کوي.
شل اوریزې لوبې په کومو هېوادونو کې خورا ګرمې وي؟
هندوستان د شل اوریزو لوبو په ګرم بازار کې لومړی مقام وړی دی، په هندوستان کې چې کله شل اوریزې لوبې کېږي، خورا جوش او خروش کې وي، هلته ننداره کوونکي ډېر دي، ښځینه وو او نارینه وو سربېره ماشومان او سیاستوال هم د کرکټ لوبو سره ځانګړې مینه لري او د سېنما له هنر وروسته خلک کرکټ کې ډېر ښکیل دي.
د هندوستان سوداګریزې سیالۍ هر کال له جوش او جذبو څخه ډکې وي او هندوستان کې د نندارې ترڅنګ په افغانستان او نوره نړۍ کې هم دا لوبې خلک د انټرنېټ، غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې، ګوري او اوري.

بل پلو دوهمه درجه هېواد چې کرکټ پکې ډېر جوش کې وي، هغه اسټرالیا دی، چې دې هېواد کې د بېګ باش سوداګریزې لوبې خورا ګرمې وي او د پسرلي په موسم کې چې اسټرالیا کې د جنوري میاشت وي، دا لوبې پیل وي.
انګلستان او افریقا ورپسې هغه هېوادونه دي، چې لوبې پکې خورا ګرمې وي.
د شل اوریزو لوبو لومړنی پیل او لوبې:
د شل اوریزو په څېر لنډې لوبې لومړی په نیوزیلېنډ هېواد کې د نیوزیلېنډۍ لوبډلې د ټېسټ لوبې لوبغاړي مارټېن کراو له خوا وشوې، نوموړي دا لوبې په ۱۹۹۰ م کال کې ترسره کولې؛ خو په رسمي ډول شل اوریزو لوبو ته د عمل جامه ور اغوستل د انګلستان کرکټ بورډ له خوا وشول، انګلستاني کرکټ بورډ شل اوریزو لوبو ته په ۲۰۰۳ م کال کې اصول جوړکړل.
اصول یواځې د انګلستان کرکټ بورډ نه دي جوړ کړي، بلکې له دوی سره د اسټرالیا د ویلز په نامه سیمه هم ملګرې ده، ویلز د انګلستان کرکټ بورډ سره اوږه په اوږه د کرکټ په خدماتو او اصولو کې ملګرې سیمه ده، دوی او انګلستانیان د کرکټ د بهبود او پرمختګ لپاره ډېری ګډې پرېکړې کړي او لا یې کوي.

لومړۍ لوبه:
لومړۍ شل اوریزه لوبه په رسمي ډول د انګلستان هېواد له خوا په کوردننه د کلبونو ترمنځ ترسره شوه او دا لوبه په ۲۰۰۳ م کال کې وشوه. له دې وروسته شل اوریزو لوبو نورو هېوادونو ته مخه وکړه او ډېر ژر مشهورې شوې.
له ۲۰۰۳ کال څخه وروسته ډېر ژر دغه لوبې په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې هم رواج شوې، اسټرالیا او نیوزیلېنډ خپلو کې ډېر ژر نړیواله شل اوریزه لوبه د نیوزیلېنډ په اکلېنډ سیمه کې ترسره کړه.
نو له دغو لوبو وروسته، انګلستان، نیوزیلېنډ او اسټرالیا کې شل اوریزو لوبو شهرت وموند او د ننداره کوونکو د خوښې وړ شوې.
له دې وروسته شل اوریزو لوبو ته ځانګړی ځای او اهمیت ورکړل شو؛ د همدغه ارزښت پر اساس د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۰۷ م کال کې لومړی نړیوال شل اوریزجام پیل کړ، دا جام په سهیلي افریقا کې پرانېستل شو.
د ۲۰۰۷ م کال نړیوال شل اوریز جام هندوستان وګاټه او دې چارې له کرکټ سره لا مرسته وکړه، چې پرمختګ وکړي.
هندوستان په همدغه کال د آې پي ایل لوبې تاسیس کړې، چې شل اوریزو لوبو ته یې لا قوت ور وباښه.
پر له پسې دوه شل اوریز نړیوال جامونه تر ۲۰۰۹ م کال پورې ترسره شول، ۲۰۰۹ م کال کې دا جام پاکستان وګاټه او سریلانکا ته یې ماته ورکړه.
په ۲۰۱۰ م کال کې شل اوریز نړیوال جام انګلستان وګاټه او دا د کرکټ په سل کلن تاریخ کې لومړی جام و، چې انګلستان خپل کړ.
له دې وروسته په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو له جوش ډک سوداګریز لیګونه جوړشول.
په ۲۰۱۶ م کال کې نړیوال شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او بل نړیوال شل اوریز جام به په ۲۰۲۰ م کال کې په اسټرالیا کې ترسره شي.
د ۲۱ مې پېړۍ کرکټ کې د څلوریزې، شپږیزې او وېکټې د اخېستو مهال د ځانګړو انجونو له خوا په نڅاوو لمانځل کېږي او دغو انجونو ته د کرکټ په نړۍ کې چیر لیډرز یا د خوښۍ مخکښانې نوم ورکړل شوی دی.
د دې سربېره ډېری کرکټ مینه وال، د نویو او خطرناکو لوبغاړو را څرګندېدل او د نړۍ په کچه ریکارډونه جوړول هغه څه دي، چې د کرکټ لوبې خوند یې لا زیات کړی دی.

اوس د نورو لوبډلو په منځ کې د ګران هېواد افغانستان کرکټ لوبډله هم د نړۍ په کچه په لوبو کې لوبېږي او خلک یې له لوبو خوند اخلي او چکې ورته وهي.
ځېنې وختونه داسې وشي، چې هېوادوال خپلې لوبډلې ته دعاګانې کوي او بیا بریاوې د وطن شي.
په نړۍ کې کرکټ لیګونه:
افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ په ۲۰۱۸ م کال کې په لومړي ځل ترسره شو.
شپږیزه کرکټ لیګ له دې وړاندې په کابل کې ترسره کېده، خو د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ په شارجه کې ترسره شو.

اې پي ایل ، پاکستان سوپر لیګ، اسټرالیا بېګ باش لیګ، بنګله دېش پریمیر لیګ، سي پي ایل، بلاسټ لیګ، مزانسي کرکټ لیګ، ګلوبل کرکټ لیګ، ټي ټين لیګ او هانکانګ کې د پنځه اورونو لیګونه په کرکټ کې د کرکټ د پرمختګ نښې دي.