د خوږ ژبي کرکټ مبصر رمیز راجا په ۱۹۶۲ م کال کې د اګسټ په ۱۴ مه نېټه د پاکستان په فېصل اباد سیمه کې زېږېدلی.
لومړنۍ زده کړې یې د لاهور ښار په الما مېټر سېنټ انتونیو ښوونځي کې کړي دي بیا یې ثانوي یا دوهمه دوره زده کړې په بهاولپور سیمه کې صادق عالي لېسه کې ترسره کړي دي.
د رمیز راجا بشپړ نوم رمیز حسن راجا دی.
رمیز راجا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی و، نوموړي د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ م کلونو په منځ کې د پاکستان لپاره لوبه کوله او په دغو وختونو کې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی.
د تقاعد راهیسې نوموړی اوس د کرکټ د یو نړیوال مبصر په توګه په نړیوالو لوبو کې ښکلې کمېنټري کوي.
د رمیز راجا د کورنۍ ريښه:
د نوموړي د کورنۍ اصلي ريښه د هندوستان د جېپور ښار څخه ده، جېپور د هندوستان په راجستان ایالت کې یوه سیمه ده.
https://www.youtube.com/watch?v=qA2ceB3un20
د رمیز راجا خواښې د هندوستان د ډيلي ښار اوسېدونکې ده او خُسر یې بیا د کارنال په نامه د یوې سیمې اوسېدونکی دی.
رمیز راجا د سلیم اختر راجا زوی دی، سلیم اختر راجا په ۱۹۳۰ م کال کې زېږېدلی دی او د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی و.
د رمیز راجا دوه ورونه دي، چې وسیم راجا او زعیم راجا نومېږي؛ وسیم راجا هم د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړی و؛ خو زعیم راجا بیا یواځې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ کړې وې.
د رمیز راجا لوبې:
رمیز راجا په ۱۹۷۸ م کال کې د پاکستان لپاره فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړې، نوموړي ۱۸۳ فرسټ کلاس سیالۍ کړي دي، چې ۱۰ زره ۳۹۱ منډې یې پکې کړي او یوه لوبه کې یې ۳۰۰ منډې لوړې منډې دي.
په ۱۹۸۴ م کال کې یې د ټېسټ لوبو پیل د انګلستان خلاف کړی دی، ۵۷ ټېسټ لوبو کې یې ۲ زره ۸۳۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۲۲ منډې تر ټولو زیاتې دي.
۱۹۸ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۵ زره ۸۴۱ منډې یې پکې جوړې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۱۱۹ ناسوځېدلې منډې زیاتې منډې دي.
رمیز راجا هیڅ شل اوریزې لوبې نه دي کړي. دا ځکه هغه مهال چې راجا لوبېده شل اوریزې لوبې لا نه وې تاسیس شوې.
رمیز راجا شا او خوا ۱۳ کاله د پاکستان لپاره نړیوالې لوبې وکړې او بیا یې استعفا وکړه.
ده د ۱۹۹۲ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د پاکستان لپاره دوه سلیزې ووهلې، نیمه پایلوبې ته د تګ په لوبه کې یې د نیوزیلېنډ خلاف سلیزه وکړه او پاکستانۍ لوبډله یې نیمه پایلوبې ته ورسوله.
هغه په دغې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.
په همدغه کال پاکستان نړیوال جام وګاټه او ده د اسټرالیایي وروستي لوبغاړي کېچ واخېست او پاکستان د اتلولۍ جام واخېست.
رمیز حسن راجا په ۱۹۹۷ م کال کې له هر ډول کرکټ سره مخه ښه وکړه او له هغې وروسته یې د کرکټ نړیوالې شورا سره د یو کرکټ مبصر په توګه دنده پیل کړه.
د رمیز راجا تبصره یا کمېنټري:
لومړي ځل لپاره یې تبصره د انګلستان سکای سپورټس چېنل لپاره په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان په ټېسټ لوبوکې وکړه، چې انګلستان له پاکستان سره ټېست لوبلړۍ پیل کړې وه.
له دې وړاندې هغه د پاکستان کرکټ بورډ لپاره اجرایوي مشر و، خو په ۲۰۰۴ م کال کې یې ترې استعفا وکړه.
د رسنیو کار کوونکو او مالکانو له راجا څخه وغوښتل، چې هغوی سره کمېنټري وکړي؛ نو کمېنټرۍ ته یې دوام ورکړ او تر اوسه پورې په نړیوالو لوبو کې تبصره کوي.
د راجا کمېنټري ځانګړی خوند لري؛ هغه خورا چټکه انګریزي کمېنټري کوي او جادوګرغږ یې کمېنټري لا په زړه پورې کړې ده.