۲۷ افغان لوبغاړي د IPL بولۍ ته وړاندې کېږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سږ کال د آې پي ایل بولۍ لپاره شا او خوا زر لوبغاړي ثبت شوي دي، د دغو زرو لوبغاړو په منځ کې ۷۴۶ لوبغاړي د هندوستان څخه دي او پاتې نور د بهرنیو هېوادونو دي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د آې پي ایل بولي د روانې عیسوي میاشت په ۱۸ مه نېټه د هندوستان په جېپور ښار کې ترسره کېږي، دا بولي به مخکې د هندوستان په بنګلور او ممبیي ښارونوکې ترسره کېدله؛ خو سږ کال په لومړي ځل جېپور ښار کې ترسره کېږي.
۲۰۱۹ م کال کې د آې پي ایل دولسم پړاو ترسره کېږي.
د دغو لوبو د پیل لپاره لومړی لوبغاړي اخېستل کېږي، بیا لوبې پېلېږي، چې سږ کال به ۱۰۰۳ لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي، ۲۳۲ باندني لوبغاړي به د ۷۴۶ هندي لوبغاړو سره د لوبډلو پېر ته وړاندې شي، چې ۲۷ افغان لوبغاړي پکې هم شامل دي.
۷۰ موقفونه د لوبغاړو لپاره خاليدي، چې باید ډک شي.
د کرک بز وېب پاڼه لیکي، چې د بهرنیو لوبغاړو د بولۍ په منځ کې لومړی مقام د افریقا دی، ۵۹ لوبغاړي یې بولۍ ته وړاندې کېږي.
دوهم مقام د اسټرالیا دی، ۳۹ لوبغاړي یې بولي کېږي، دریم مقام د ویسټ انډیز دی، ۳۳ لوبغاړي یې پېرته وړاندې کېږي، سریلانکا په څلورم مقام کې ده، د هغوی ۲۸ لوبغاړي بولي کېږي او پنځم مقام بیا د افغانستان دی، چې په ۲۷ لوبغاړو باندې به یې بولي وهل کیږي.

د تیر کال په ای پي ایل کې څلور افغان لوباړي؛ نبي، راشد، ظاهر خان او مجیب اخیستل شوي ول

دولسم پړاو آې پي ایل کې به یو لوبغاړی له هانکانګ، یو، یو لوبغاړی له نېدرلېنډ، ایرلېنډ او امریکا متحده ایالاتو څخه هم بولي ته وړاندې شي.
د نیوزیلېنډ ۱۷، د انګلستان ۱۴، د بنګله دېش ۱۰ او د زِمبابوې ۵ لوبغاړي هم د بولۍ لپاره ثبت شوي دي.
آې پي ایل سیالۍ هر کال د سپانسرانو یا مالي ملاتړ کوونکو له خوا تمویلېږي، چې د دغو تمویل کوونکو له خوا ډول ډول ډالۍ د لوبغاړو د ځلېدو پر مهال لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې یو پکې ښکلی موټر هم شا مل وي، تېر کال دغه موټر د ویسټ انډیز اف برېک توپ اچوونکي سونېل نرېن ته ورکړل شوی و.
د آې پي ایل بولي به د سهار له خوا پیل شي او د شپې تر ناوخته به دوام وکړي.
دا بولي مخکې دوه ورځې غځېدله؛ خو سږ کال نړیوال جام په آې پي ایل سیالیو سیوری غوړولی او بولي یې هم یوې ورځ ته راښکته شوه.
تېر کال آې پي ایل او افغان لوبغاړي:
تېر کال هم د ۲۰۱۸ کال آې پي ایل لپاره شا او خوا ۱۴ افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي وو، چې اصغر افغان، شهزا محمدي او ګلبدین نایب پکې هم شامل وو؛ خو تېر کال یواځې ۴ افغان لوبغاړي وپېرل شول.
محمدنبي او راشدخان د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې اخېستي وو.
مجیب الرحمن ځدران د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې پېرلی و او ظاهرخان پکتین بیا د راجستان رویالز لوبډلې اخېستی و. چې ظاهرخان د ټپ له امله په آې پي ایل کې ونه لوبېد. مجیب او راشدخان خورا وځلېدل او محمدنبي یواځې دوه لوبوکې ولوبېد.
ولې د افغان لوبغاړو بازار ګرم شو؟
افغان لوبغاړي له وړتیاوو څخه خالي نه دي، د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې چې په شارجه کې ترسره شو، د افغانانو وړتیاوې نړیوالو ته معلومې شوې، چې ځېنې ځوان لوبغاړي خورا وځلېدل.
له دې وروسته په ټي ټېن یا لس اوریز لیګ کې د شهزاد، حضرت الله ځاځي، راشدخان، مجیب او نورو لوبغاړو وړتیاوې لا رابرسېره شوې او بالاخره شهزاد پکې د چټکې نیمه سلیزه بنسټ هم کېښود.
اوس نو د آې پي ایل مالي ملاتړي هم په دې لټه کې دي، چې ښه افغان لوبغاړي وپېري؛ تر څو یې لوبډلې پرې پياوړې شي.