د اسټرالیا د نولس کلن لوبغاړي اولېور ډاوېس د یو سپېن یا سلو بالر پر وړاندې په یوه اورکې ۶ شپږیزې ووهلې او ځان یې د حضرت الله ځاځي، یوراج سېنګ، کرېس ګېل او هارشل ګېبز ریکارډ سره برابر کړ.
د اسټرالیا دغه کوچني او تنکي لوبغاړي دغه ریکارډ د اسټرالیا د نولس کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو په قهرمانۍ جام سیالیو کې جوړ کړ.
اولیور ډاوېس د شپږ شپږیزو سربېره بل ریکارډ هم جوړ کړ، هغه د دې سربېره چې یو اور کې یې شپږ شپږیزې ووهلې دوه یا ډبل سلیزې یې هم ووهلې.
نوموړي د دغه ریکارډ بنسټ د اسټرالیا په اډیلایډ ښارکې کېښود. اوليور ډاوېس د نیوساوت ویلز اړوند مېټرو لوبډلې لوبډلمشر دی.
ده په ۱۱۵ توپونو ۲۰۷ منډې وکړې او لوبډله یې بریاته ورسوله. مېټرو لوبډلې په ۴ وېکټو ۴۰۶ منډې هدف د نارترن ټرېټري لوبډلې ته ورکړ.
هغه دوهمه سلیزه په ۳۹ توپونو ووهله.
دغه له نولس کلونو څخه کم عمره لوبغاړی په ټولو قهرمانیو لوبو کې تل ښه ځلېدلی او لومړی راغلی دی.
د لوبې څلوېښتم اور و، چې اولیور پکې شپږ شپږیزې ووهلې او دغه منډې یې د ښي لاسي توپ اچوونکي پر وړاندې جوړې کړې.
ډاوېس تل په انډر سېونټین یا له ۱۷ کلونو کم عمره لوبډلو کې لوبېدلی دی. اولیور ډاوېس دغه شپږیزې په ښي لاسي سلو توپ اچوونکي جېک جېمز باندې ووهلې.
له دې وړاندې هارشل ګېبز د هایلېنډ په بالر باندې په یو ورځنیو لوبو کې په یو اورکې شپږ شپږیزې وهلې وې.
له هغې وروسته په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستان کیڼ لاسي توپ وهونکي یوراج سېنګ د انګلستان په فسټ بالر سټورټ براډ باندې په شل اوریز نړیوال جام کې شپږ شپږیزې وهلې وې.
کرېس ګېل د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې په شپږ توپونو شپږ شپږیزې وهلې وې.
حضرت الله ځاځي د عبدالله مزاري پر وړاندې د افغانستان په سوداګریزکرکټ لیګ په شارجه لوبغالي کې شپږ شپږیزې ووهلې او ریکارډ یې جوړکړ.
اوس په ۲۰۱۸ م کال کې ډاوېس دا ریکارډ تازه کړ او د اسټرالیا په کورنیو لوبو کې یې ۶ شپږیزې ووهلې.
ډاویس په دغې لوبه کې ۱۷ شپږیزې وهلې وې.