د شاهد افریدي او ډیرین سمي ملګرتیا؛ ویسټنډیزي لوبغاړي انډیوالپاله دي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

کرکټ نړۍ کې ډېری لوبغاړي یو بل سره ښه ملګري دي، چې په دې برخه کې د پاکستان الراونډر شاهد افریدي خورا مشهور او کلک پښتون لوبغاړی دی، چې ملګرتیا کې هم کلک یادیږي.
بل پلو ویسټ انډیزیان که له رنګ تور دي، خو خویونه یې دومره سپین دي، چې یو ځل یې لوبغاړي درسره مجلس وکړي بیا دې ترې زړه نه کېږي، ځکه له ټوکو ټکالو او چلندونو داسې ښکاري.

داسې د ۲۰۱۶ م کال په نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو سره هم د ویسټ انډیزیانو وفاداري او مینه څرګنده شوه، کرېس ګېل بیا افغان شهزاد محمدي سره هر وخت ګپ لګوي او لوبغالي کې ورسره خوش طبیعتي کوي.
افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۲۰۱۶ م کال شل اوریز نړیوال جام کې ماته ورکړه او له دې وروسته کرېس ګېل او نور لوبغاړي راغلل له افغان لوبغاړو سره یې یو ځای ډانس یا دودیزه ویسټ انډیزۍ ګډا وکړه.
له دې وروسته د ویسټ انډیز کرکټ بورډ، افغان لوبډلې سره د لوبلړۍ یا سیریز اعلان هم وکړ، چې افغان لوبډله بیا د ۲ شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره ویسټ انډیز ته ولاړه.
راځو اصلي خبرې ته، هغه دا چې د ټي ټېن لیګ د پایلوبې پر مهال د پښتون لوبډلې ماته او د نارترن وریئرز لوبډلې بریا او اتلولي د پښتون او ویسټ انډیزي ملګرتیا نه شي زیانمنولای.

د شاهد افریدي بچیان او ډیرین سمي

شاهد افریدي په ټي ټېن لیګ کې د پښتون لوبډلې لوبډلمشر و او ډېرین سمي چې ویسټ انډیزی دی، د نارترن وريئرز لوبډلې لوبډلمشر و.
دواړو لوبډلو د یکشنبې په ماښام د ډېسمبر په دوهمه نېټه په شارجه لوبغالي کې د ټي ټېن لیګ پایلوبه وکړه.
د وړمې شپې لوبه:
په دغې لوبه کې ټاس افریدي وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.
نارترن لوبډلې په لس اورونوکې د ۳ لوبغاړو په سوځېدوسره د رافمن پاول د ۶۱ ناسوځېدلو منډو او د رسل د ۳۸ منډو پرمټ ۱۴۰ منډې جوړې کړې او پښتون لوبډلې ته یې ۱۴۱ منډې هدف ورکړ.
پښتون لوبډلې په ټولو اورونوکې ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه یې په ۲۲ منډو وبایلله. په دې ډول نارترن لوبډلې د ۲۰۱۸ م کال ټي ټېن یا لس اوره لیګ اتلولي یوړه.

تېر کال د دغو سیالیو اتلولي کېرالا نایټس لوبډلې اخېتسې وه. دا ماته نه شي کولای چې د افریدي او ډېرین سمي ملګرتیا ماته کړي او یا یې له منځه یوسي.
د افریدي او ډېرین سمي ملګرتیا:
شاهد افریدي او ډېرین سمي له دې وړاندې د پاکستان په سوپر لیګ کرکټ سیالیو کې د پېښور زلمي په لوبډله کې هم لوبېدلي وو او دواړه په یوه لوبډله کې و، چې دوهم پړاو کې ډېرین سمي د لوبډلې لوبډلمشر و او اتلولي یې ګټلې وه.
ډېرین سمي له پښتنو سره ځانګړې مینه لري، هغه د پېښور زلمي په لوبډله کې د لوبېدو وروسته د افغانانو او پښتنو په دود لونګۍ یا شمله په سر کړې وه او پښتنو سره یې یو ځای انځورونه اخېستي دي.
د دې سربېره ډېرین سمي د افریدي په کورکې ډوډۍ هم خوړلې او هم یې د افریدي له لوڼو او کوچنیو زامنو سره انځورونه اخېستي دي.
د ټي ټېن لیګ له پایلوبې وروسته ډېرین سمي راغی او افریدي ته یې ډاډ ورکړ او هغه یې په خندا کړ.

له دې وړاندې مارلن سمیولس هم پاکستان کې په لوبه کولو خوښي ښکاره کړې وه.