په ټوېټر د نجیب الله ځدران شپږیزو او توپاني توپ وهنې ډېری مثبت غبرګونونه راپارولي دي.
نجیب الله ځدران د ټي ټېن لیګ په ۲۴ مه لوبه کې د سِندیانو لوبډلې خلاف خطرناکه توپ وهنه وړاندې کړه؛ چې ۲۴ توپونو یې ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزې یې ووهلې.
اوس په ټولنیزه رسنۍ ټوېټر د نجیب الله ځدران په اړه یوې ټوېټرکاروونکې مېډم جدېجا یوه پوښتنه کړې، چې ایا نجیب الله ځدران دې په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې واخېستل شي کنه؟ بیا یې لیکلي چې خپله رایه وکاروئ د ووټ او رایې کارولو لپاره یې ځای پرېښی دی.
په دغې رایه کې نجیب الله ځدران د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې د شنبې ماسپښین ۲ بجو پورې ۷۶ سلنه مثبته رایه اخېستې ده او ډېری نړیوالو او افغانانو ویلي چې نوموړی دې اې پي ایل سیالیو کې واخېستل شي.
دې ټوېټر کاروونکې مېرمنې د شفیق الله شفق په اړه هم نظر پوښتنه کړې، چې شفق تر دې دمه ۶۰ سلنه مثبته رایه اخېستې چې آې پي ایل کې دې ولوبېږي.
د ټوېټر کاروونکي جلال شاه لیکلي، چې نجیب الله ځدران باید په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره اوپننګ یا پیل وکړي؛ هغه دلیل دا راوړی، چې ډوني هم روهېت شرما اوپننګ ته راوست او همدا علت دی، چې روهېت شرما اوس نړیوال ریکارډونه لري.
د ټي ټېن لیګ ټوېټر پاڼې بیا د نجیب الله ځدران هغه مرکه خپره کړې، چې ده ورسره د توپ وهنې وروسته کړې ده، د دې ویډیو لاندې یې لیکلي دي، چې نجیب الله ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
جان په نامه د فېسبوک کاروونکي لیکلي دي، څه یوه لوبه د ځدران له خوا.
شا او خوا لسګونه کسانو د نجیب الله په اړه خپل نظریات شریک کړي دي، چې ټولو یې صفت کړی دی او هغه یې په آې پي ایل کې غوښتی دی.
د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د آې پي ایل بولي ترسره کېږي، دا چې ځدران به پکې واخېستل شي که څنګه، لا هم خبره په ډاګه نه ده؛ خو په ټي ټېن لیګ کې د افغان لوبغاړو بازار دومره ګرم دی، چې ټولې لوبې پرې راټولې دي او ټولې لوبډلې چې افغان لوبغاړي پکې لوبېږي، ډیره ملا په همدغو افغان لوبغاړو هم تړي.
ډېری افغان لوبغاړو ته په اوپننګ کې ځای ورکول شوی و، ځاځي، شینواری، شفق او شرف الدین اشرف هغه لوبغاړي دي، چې ته اوپننګ ته راغلي و.
مجیب ځدران، محمدنبي عیسی خېل، شاپورځدران او راشدخان هغه بالران دي، چې په دې ټي ټېن لیګ کې یې اټېک اورونه وکړل.
راشدخان او نجیب الله ځدران د ټي ټېن لیګ په ۲۴ مه لوبه کې ۹۰ سلنه رول درلود، چې خپله لوبډله یې مهمو پلی اف سیالیوته ور داخله کړې وه.
نجیب الله ځدران ژوند:
نجیب الله ځدران د افغان لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکي دی.
هغه په ۱۹۹۳ م کال کې د فبروري په ۲۸ مه نېټه په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی. ۲۵ کاله عمر لري.
کوژده یې کړې او نامزاد شوی دی.
د افغانستان لپاره په ۸۰ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی او په دغو لوبوکې یې ۱۲۱۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۶۱ دي.
۲۰۱۲ م کال کې د افغانستان ملي لوبډلې ته راغلی دی او تر اوسه په ملي لوبډله کې لوبېږي او اعتمادي لوبغاړی ثابت شوی دی.
د ملي لوبډلې سربېره د افغانستان په نولس کلنو لوبډله، افغان چیتا لوبډله، امو ریجین، بُست ریجین، مونټریئل ټایګرز او مرتا عربینز لوبډلوکې لوبېدلی دی.
هغه اوس په اېمرجېنګ جام سیالیوکې د افغان اېمرجېنګ جام لوبډلې لوبډلمشر دی.