د ویسټ انډیز بهترینه الراونډر د حضرت الله ځاځي په صفت خوله پرانېسته!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

کله چې د مرټا عربینز لوبډلې د ټي ټېن لیګ په ۱۵ مه لوبه کې د نومبر په ۲۷ مه نېټه د سه شنبې په ورځ، راجپوت لوبډلې ته په اوپننګ ماته ورکړه؛ نو له هغې وروسته د ویسټ انډیز غوره کرکټ ټولچاري ډوېن براوو د حضرت الله ځاځي صفت کړی !
هغه ویلي حضرت الله ځاځی زړور ځوان دی، هغه د کرکټ په نړۍ کې ځانګړی بازار ځانته جوړولی شي.
نوموړي دا خبره ټویټر کې کړې ده.
براوو ویلي ځاځی د هرې لوبې په کولو سره ځلېږي او لا غوړېږي. هغه زیاتوي ټي ټېن لیګ زمونږ د لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډکې سیالۍ دي.
براوو د عربینز لوبډلې لوبډلمشر دی، دغې لوبډله کې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدران او راشدخان ارمان.
حضرت الله ځاځی له ایرلېنډ او بنګله دېش سره له لوبلړیو وروسته مشهور شو، د بنګله دېش خلاف سیریز کې یې په شل اوریزو لوبو کې نیمه سلیزو څخه بره منډې وکړې.

بیا په افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې له بې رحمه توپ وهنې وروسته، چې په یو اور کې یې شپږ شپږیزې پکې ووهلې خورا مشهور شو.
اوس د نړۍ په لیګونو کې هم د لوبډلو او هم د لوبغاړ پام ور اوښتی او کله کله یې په صفت کولو هم درېغ نه کېږي.
ځاځي په ټي ټېن لیګ کې په یوه لوبه کې په ۲۹ توپونو ۷۶ منډې وکړې او تېره شپه یې په ۱۲ توپونو ۲۹ منډې وکړې او راجپوت لوبډلې ته یې چې څلور افغان لوبغاړي هم ورسره وو، په اوپننګ ماته ورکړه.

ځاځي تېره شپه لوبه کې ۲ شيږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې او الېکس هېلس ورسره اوپننګ کې ولاړ
و چې هغه هم ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د مرتا لوبډلې لپاره ۶۴ منډې هدف ورکړل شوی و، چې مرتا لوبډلې د راجپوت لوبډلې دغه هدف په ۵ اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو پوره کړ.
د ځاځي او ټایمل مېلز چلېنج:
په دغې لوبه کې د انګلستان کیڼ لاسي چټک بالر ټایمل مېلز په ځاځي یو بال مېس کړ، چې هغه ته مخامخ ورغی او د ننګونې په پار یې ځاځي ته ترخه مسکا وکړه، ځاځی هم قهر واخېست، دوهم شارټ پیچ بال ځاځي په سکوېرلېګ بانډري د شپږ منډو لپاره واړاوه، له دې وروسته یې پرې څلوریزه هم ووهله او په بل توپ یې سېنګله پرې وکړه؛ له دې حالت وروسته د ټایمل مېلز پښېماني څرګنده شوه او ځان یې د ځاځي د توپ وهنې پر وړاندې ناتوانه حس کړ.
د حضرت الله ځاځي د کرکټ ځېنې ځانګړنې:
حضرت الله ځاځی د کرکټ په لوبغاړو کې زړه ور لوبغاړی دی، په هر ډول بالر د شاټ هڅه کوي او هیڅ د وېرې په کیسه کې نه دی.
بل ځاځی بېټ ډېر چټک تاوه وي او د توپ وهلو ته پوره زور کوي، چې توپ یې اېج یا د بېټ په څنډه هم ولګېږي؛ نو ۹۰ سلنه د شپږیزې امکانات وي. تېره شپه لوبه کې همداسې یو توپ اېج شو او پواینټ لوري ته شپږیزه شوه.
بله ځانګړنه یې دا ده، چې ځوان او ځواکمن لوبغاړی دی، له ټیټو یا لاندې بالونو لوبولو سره ډېره ستونزه نه لري او شارټ بال لوبولو کې هم دومره بد نه دی.

جضرت الله ته د افغانستان کریس ګیل هم ویل کیږي

د ځاځي د لا پرمختګ لپاره:
که ځاځی ډېر تمرین وکړي او په حوصله توپ وهنه وکړي؛ نو کولای شي چې لا پرمختګ وکړي لکه څنګه چې په شل اوریزه لوبو کې ځلېدلی همداسې به په یو ورځنیو لوبو کې هم وځلېږي. ځکه هغه اوس نړیوال کرکټ ته مخه کړې او ممکن ډیرې ښې بریاوې ولري.
ځاځی باید د وزن کنټرول او فېټنېس ته ډېره پاملرنه وکړي او له دې یې باید وزن زیات نه شي، زیات تمرین او باډي بوېلډري کولای شي د هغه باډي لا تسمه او پیاوړې کړي.