له APL وړاندې د ښځنینه او نارینه وو دوه مهم لیګونه؛ افغان لوبغاړي هم پکې دي

سپینه تجريدي ډیزاین

دا دوه سوداګریز کرکټ لیګونه په یوه هېواد کې په لاره اچول کېږي، چې د نړۍ په کچه پکې نړیوال ښځينه او نارینه لوبغاړي اخېستل کېږي، چې د نارینه وو په برخه کې درې افغان لوبغاړي پېرل شوي دي، راشدخان، محمدنبي او مجیب ځدران دي، دوی بېګ باش لیګ کې د ۲۰۱۸ او ۱۹ م کلونو پړاو لپاره خپلو لوبډلو پېرلي دي.
اسټرالیا هرکال د دوو سوداګریزو کرکټ لیګونو کوربتوب کوي. ښځينه بېګ باش لیګ او نارینه بېګ باش لیګ.

ښځينه بېګ باش لیګ:
ښځینه بېګ باش لیګ چې سږ کال او ۲۰۱۹ م کال کې یې څلورم پړاو ترسره کېږي، پکې ۸ لوبډلې لوبېږي.
په دغه لیګ کې د اسټرالیا ښځينه لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ مشهورې ښځينه کرکټ لوبغاړې له پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، انګلستان، نیوزیلېنډ، سهیلي افریقا، ایرلېنډ او نورو هېوادونوڅخه اخېستل کېږي او لوبېږي.
لوبډلې:
اډیلایډ سټرایکرز، سېډني تندر، سېډني سېکسرز، مېلبورن رېنېګېډز، هوبرټ هرېکېنز، مېلبورن سټارز، پېرت سکارچرز او برېسبېن هیټ.

تېرکال د ښځينه بېګ باش لیګ اتلولي سېډني سېکسرز لوبډلې ګټلې وه او پېرت سکارچرز لوبډلې ته یې ماته ورکړې وه.
ښځينه بېګ باش لیګ د ډېسمبر په لومړۍ نېټه پېلېږي او د ۲۰۱۹ م کال د جنوري تر ۲۶ مې نېټې دوام کوي؛ شا او خوا ۵۶ ورځې دغه لوبې روانې وي.
دغه اته لوبډلې ټولې ۵۹ لوبې کوي، چې ۵۶ د لومړي پړاو او سوپر اېټ یا اته غوره لوبډلو پړاوونه هم پکې دي.
او وروستۍ دریو کې بیا دوه نیمه پایلوبې دي او یوه یې پایلوبه ده.
تېرکال کې د توپ وهونکو په برخه کې اسټرالیايي ځوانه لوبغاړې الېس پېري د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکې وه؛ هغې په ټولو لوبو کې ۵۵۲ منډې کړې وې. پېري ۲۸ کاله عمر لري او د سېډني سېکسرز لوبډلې لوبغاړې ده.
د وېکټو په برخه کې بیا د ټول ټورنمنټ غوره بالره انګلستانۍ کترین برنټ وه، هغې ۲۳ وېکټې اخېستې وې.
له دې سره سارا الي هم ۲۳ وېکټې اخېستې وې.
سږ کال سېډني سېکسرز لوبډله د دې سیالیو د اتلولۍ دفاع کوي، دې لوبډلې دوه ځلې اتلولي اخېستې ده.
نارینه بېګ باش لیګ:
د نارینه بېګ باش لیګ سیالیو ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونوکې اتم پړاو پېلېږي، دا سیالۍ د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه شروع کېږي او د فبروري په ۱۷ مه نېټه پای ته رسېږي.
په دغه لیګ کې هم اته لوبډلې شاملې دي، اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، برېسبېن هیټ، هوبرټر هرېکېنز، سېډني تندر، سېډني سېکسرز، مېلبورن سټارز او پېرت سکارچرز.
د دې سیالیو اتلولي تېر کال اډیلایډ سټرایکرز اخېستې وه.
په سږ کال بېګ باش لیګ کې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، راشدخان په اډیلاډیډ لوبډله کې، محمدنبي عیسی خېل په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې او مجیب ځدران د لومړي ځل لپاره په دغه لیګ کې د برېسبېن هیټ لوبډلې پېرلی دی.

په تیر لیګ کې راشد خان خورا ښه وځلید

نارینه بېګ باش لیګ کې هم ۵۹ لوبې کېږي، چې درې وروستۍ لوبې یې دوه نیمه پایلوبو او یوې پایلوبې ته ځانګړې شوي دي.
زیاتې وېکټې او زیاتې منډې:
راشدخان تېر کال په دغه لیګ کې د ۱۸ وېکټو په اخېستلو سره لومړی بالر و، چې د ټول ټورنمنټ غوره توپ غورځوونکی شو.
ویسټ انډیزي ډوېن براوو هم ۱۸ وېکټې اخېستې وې.
د توپ وهنې په برخه کې د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی بیا د هوبرټ هرېکېنز لوبډلې توپ وهونکی اسټرالیایي کیڼ لاسی توپ وهونکې ډارسي شارټ شو هغه په ټولو لوبوکې ۵۷۲ منډې کړې وې.
سږ کال د راشدخان دوی لوبډله اډیلایډ سټرایکرز له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.